تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د مارچ ۲۰مه د خوشحالۍ نړیواله ورځ ده؛ په اړه یې څومره پوهېږئ؟
- Author, ابراهیم امیري
- دنده, بيبيسي
- د خپرېدو وخت
خوشحالي د انسانانو له بنسټیزو اهدافو ګڼل کېږي. د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د انسانانو دغه هدف وپیژانده او د مارچ میاشتې شلمه یې چې نن ده د خوشحالۍ د ورځې په توګه ونوموله.
ملګرو ملتونو غوښتنه کړې چې د اقتصادي ودې لپاره دې مساوي او متوازن چلن وشي چې د ټولو خلکو د خوښۍ او هوساینې لامل شي.
ملګري ملتونه وايي حکومتونه او نړیوال سازمانونه باید پر هغو شرایطو پانګونه وکړي چې د خلکو د خوشحالۍ لامل کېږي او بشري حقونو ته له ژمن پاتې کېدو سره دې د خلکو د خوشحالۍ ملاتړ وکړي.
د ملګرو ملتونو په وینا سوله او نظم، د مالیو کمول او په ښه ډول د عامه خدماتو وړاندې کول د خلکو پر ژوند اغېزه لري او له دې سره خلک خوشحاله وي.
د بېلا بېلو هېوادونو وګړو چې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د دفتر لیدلو ته ورغلي وو چې د خوشحالۍ په اړه خپل نظر څرګند کړي.
دې خلکو لپاره له ملګرو او کورنیو سره وخت تېرول، سفر کول، د مینې خپرول، روغتیا او اقتصادي وسمنتیا، د ټولنې خدمت کول، په ښوونځیو او پوهنتونو کې ښې نومرې اخیستل، د نویو شیانو زده کول، له اړو خلکو سره مرسته کول، ځانته وخت ورکول او پام کول، ازادي، له نورو سره مینه او خندا شریکول، ښه خواړه، سپورت او د ټولنې هوساینه د خوشحالۍ په مانا ده.
د یادولو ده چې د نړۍ د خوښو هېوادونو لیست هم هر کال د مارچ په شلمه نېټه خپرېږي.
تېر کال په دې لست کې فنلنډ د شپږ پرله پسې ځل لپاره د نړۍ تر ټولو خوښ هېواد وبلل شو. په دې مانا چې خلک یې د نورو هېوادونو د خلکو پرتله خوشحاله دي.
نن چې د خوشحالۍ نړیواله ورځ لمانځل کېږي ملګرو ملتونو د ژوند له هر ډګره خلکو او حکومتونو ته بلنه ورکړي چې دغه ورځ ولمانځي.
د خوشحالې د ورځې طرحه د بوټان لخوا ملګرو ملتونو ته وړاندې شوې وه او د ملګرو ملتونو عمومۍ اسمبلۍ د ۲۰۱۲کال د جولای میاشتې په ۱۲ نېټه د مارچ شلمه د خوشحالۍ د نړیوالې ورځې په نامه ونوموله چې له هماغه راهیسې لمانځل کېږي.
د ملګرو ملتونو ټینګار پر دې دی چې حکومتونه داسې تګلارې جوړې او خدمات وړاندې کړي چې د خلکو د خوشحالئ لامل شي ځکه خوشحالي د سالمې ټولنې او سالمه ټولنه په هر ډګر کې د پرمختګ لامل کېږي.