د بریتانیا له موزیمه له ۲۰۰ غلا شويو توکو ځینې یې بېرته ترلاسه شوي

د خپرېدو وخت

له هغه وروسته چې په لندن کې د بریتانیا موزیم مسوولینو وویل، یو کارکوونکی یې د غلا او زیان اړولو په تور له دندې ګوښه کړی، اوس د دې موزیم مشر هارټویګ فیشر ویلي، دنده پرېږدي.

اټکل کېږي چې نژدې ۲۰۰۰ توکي له بریتانوي موزیمه غلا شوي، خو ځینې یې بېرته تر لاسه شوي دي.

یاد موزیم مسوولینو اونۍ مخکې ویلي و، د لسګونو ګرانه بیه تاریخي اثارو د غلا او زیان اړولو په تور یې یو کارکوونکی کس له دندې ګوښه کړی دی. د موزیم مسوولینو دا هم ویلي وو، چې د یاد کس پر ضد به قانوني اقدامات وکړي.

د ډېری غلا شویو اثارو په هکله ویل کېږي، چې له ۱۵ تر ۱۹ پورې پېړیو اړوند دي، ډېری یې ګاڼه او ګرانه بیه ډبرې دي، چې نندارې ته نه وو وړاندې شوي، بلکې یوازې د موزیم په زېرمتون کې ساتل شوي وو.

په لندن کې د اقتصادي جرائمو مخنیوي پولیسو مشر په دې هکله ویلي و، چې دوی د پېښې په هکله پلټنې کوي، خو په وینا یې تر اوسه یې څوک په دې تړاو نه دي نیولي.

بل لور ښاغلي فشر بیا نن په یوه اعلامیه کې ویلي، څرګنده ده چې موزیم د غلا، غدیو په تړاو کال مخکینیو خبرداریو ته هغسې پام نه دی کړی، چې لازم و.

د بریتانوي موزیم مشر د هغه کارپوه په هکله خپلې څرګندونې هم بېرته واخیستې او له هغه یې بخښنه وغوښته چې لومړی ځل یې بریتانوي موزیم ته د غلا شویو اثارو په هکله معلومات ورکړي وو.

د موزیم مشر استعفا وکړه

ښاغلي فشر مخکې د هنري اثارو د کارپوه د خبرداري پر وړاندې د بریتانوي موزیم د دریځ دفاع کړې وه او ویلي یې وو، چې دې کس ته د نورو معلوماتو لپاره لاسرسی نه کېده.

د هنري اثارو کارپوه ایټايي ګراډل دوه کاله مخکې د بریتانوي موزیم مسوولینو ته خبرداری ورکړی و، چې د موزیم یوه کارکوونکي له موزیمه تاریخي اثار غلا کړي دي.

ډاکتر ګراډل تېره اونۍ د موزیم مشر د څرګندونو په ځواب کې ویلي و: ''دا ادعا چې ګواکې ما د موزیم په هکله معلومات پټ کړي، دروغ خبره ده. ما بریتانوي موزیم ته په لیک کې په څرګندو ټکیو لیکلي و چې د نورو معلوماتو لپاره زه هر وخت همکارۍ ته چمتو یم، خو دوی هېڅکله له ما سره اړیکه و نه نیوه.''