تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بشري حقونو څار نړیوال سازمان: په ۲۰۲۳ کې هم د طالبانو حکومت له بشري حقونو سرغړونه کوله
- Author, عبیدالله حسام
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په خپل کلني راپور کې ویلي د طالبانو له خوا په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې بشري حقونو څخه په تېره د ښځو او نجونو له حقونو څخه سرغړونو دوام درلود.
ددغه سازمان په وینا افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد دی، چې افغان نجونې په کې له منځنۍ او لوړو زدکړو بي برخې دي او ښځې د روغتیا برخې پرته په نورو هغو کې له کاره منع شوي دي .
ددغه سازمان په راپور کې داهم راغلي، چې طالبانو تېر کال سیمه ییزې رسنۍ او د بیان ازادي نوره هم ځپلي او د خبریالانو ، مدني فعالانو او معترضو مېرمنو خپلسرو نیولو ته یې دوام ورکړ.
طالبانو دغه تازه راپور په اړه تراوسه څه نه دي ویلي، خو تېر کې یې دغه ډول راپورونه یو اړخیز او بې بنسټه بللي دي.
د بشري حقونو د څار سازمان په خپل کلني راپور کې ویلي چې د طالبانو ځینو کسانو په ۲۰۲۳ کال کې د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو یو شمېر غړي نیولي او وژلي دي.
ددغه سازمان په راپور کې راغلي چې طالبانو په دغه موده کې ځینې داسې قوانین او سیاستونه غوره کړي چې د دوی په باور ښځې او نجونې له خپلو بنسټیزو حقونو بې برخې کوي، لکه په عام محضر کې راټولېدل، له محرم پرته تګ راتګ او کار او زدکړې.
یاد سازمان وايي، دا ډول محدودیتونه لامل کېږي چې روغتیايي خدمتونو، خوراک او څښاک ته لاسرسی اغېزمن شي.
د بشري حقونو سازمان زیاتوي، په نادولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار بندیزونو څخه وړاندې د مرکز او ولایتونو په کچه په لوړو پوستونو کې ښځې له کاره منع شوې وې او ګڼې هغه ښځې چې پخواني حکومت پرمهال یې دندې لرلې، نه دي توانیدلي خپلو دندو ته ستنې شي.
د یاد سازمان په باور، تېر یوه کال کې داسې تګلارې هم ټاکل شوې چې له مخې یې ښځې نه شي کوای له محرم پرته سفر وکړي او په عام محضر کې ښځې باید پوره حجاب ولري.
د بشري حقونو د سازمان په راپور کې راغلي چې په دغه موده کې ځینې رسنۍ تړل شوي او یو شمېر خبریالانو دندې پریښي او د دوی پروړاندې په ناقانونه ډول له زور-زیاتي کار اخیستل شوی دی.
د طالبانو حکومت د بشري حقونو د تازه رپوټ په اړه غبرګون نه دی ښوولی، خو وړاندې یې دغه ډول ادعاوې بې بنسټه او د دوی د حکومت په مخالفت کې پروپاګند بللی دی. د طالبانو حکومت وار په وار ټینګار کړی چې په افغانستان کې ښځو ته د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ټول حقونه ورکوي.
وړاندې د دوه زره او درویشتم کال په اګست کې ملګرو ملتونو هم یو رپوټ خپور کړی و چې پکې د یو شمېر طالب چارواکو لخوا د پخواني حکومت د ځینو امنتیي سرتېرو خپل سرو نیولو، شکنجه کولو او وژنو خبره شوې وه.