د ملګرو ملتونو ځانګړی رپورټر: د روسیې لخوا د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندنې "ناهیلی" کړم

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت څارنې لپاره د ملګرو ملتونو سازمان رپورټر ریچارډ بېنېت وايي، د روسیې هغې پرېکړې "ناهیلی" کړی، چې په افغانستان کې یې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژاند.

ښاغلي بېنېت پر اېکس یوه پیغام کې په دې هکله وویل: "موږ باید د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د بشري حقونو برخه کې له تائید شوي او باثباته پرمختګ پرته طالبان عادي نه کړو. "

نوموړي په خپل اېکس پیغام کې زیاته کړې: "د روسیې له لوري د رسمیت پېژندنې (پرېکړې) ناهیلی کړم، (ځکه دا) په افغانستان کې او بل هر چېرې هغه رژیمونه زړور کوي چې (د سزا له وېرې پرته) په خوندیتوب سره بشري حقونه تر پښو لاندې کوي.''

د یادونې ده، چې ملګرو ملتونو سازمان خپله او دغه راز په افغانستان کې د دې سازمان سیاسي استازولۍ (یوناما) تر اوسه د روسیې لخوا په رسمیت د طالبانو حکومت پېژندنې موضوع په تړاو څه نه دي ویلي.

له دې مخکې د روانې جولای میاشتې پر درېیمه نېټه د روسیې بهرنیو چارو وزارت پر خپله وېبپاڼه ولیکل چې د دې هېواد بهرنیو چارو مرستیال وزیر، ای یو، ردوینکو د دغه هېواد لپاره ''د افغانستان اسلامي امارت سفیر ګل حسن حسن باور لیک ومانه.''

له دې سره هممهاله په افغانستان کې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي په داسې حال کې چې د افغانستان لپاره یې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف په خوا کې ناست و، وویل، روسیې د دوی حکومت په رسمیت وپېژاند. ښاغلي متقی وویل:

"دا چې اوس د رسمیت پېژندنې لړۍ هم شروع شوه او په دې کې روسیې هېواد تر ټولو وړاندې شو، امید شته چې دا سلسله به همداسې پر مخ ولاړه شي، موږ د دې هرکلی کوو."

د یادونې ده، چې نړیوالو قدرتونو تر اوسه د روسیې دې پرېکړې ته غبرګون نه دی څرګند کړی، خو په سیمه کې بیا چین لومړنی هېواد دی، چې د روسیې دا پرېکړه یې ستایلې او هرکلی یې کړی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې پرون جمعه په دې هکله وویل: "د روسیې او د افغان موقت حکومت ترمنځ د اړیکو په وده کې د دې نوی پرمختګ هرکلی کوو. چین چې د افغانستان دودیز ملګری او نژدې ګاونډی دی، تل باور لري چې افغانستان باید له نړیوالې ټولنې ونه ایستل شي".

چین لا له وړاندې د طالبانو حکومت سفیر منلی خو په ټولیز ډول یې افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت له دې سره تر څنګ هغه غوښتنه تکرار کړې، چې معمولاً یې نړیواله ټولنه د رسمیت پېژندنې په موضوع کې د طالبانو له حکومته غواړي. د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي: "افغان لنډ مهالی حکومت"هڅوو چې د نړیوالې ټولنې اندېښنو ته مثبت ځواب ووایي."

نړیواله ټولنه وایي، که طالبان غواړي چې په رسمیت وپېژندل شي، نو لومړی باید یو لړ شرطونه ومني،‌ چې پکې د نجونو د زدکړو او د ښځو د کار اجازه اساسي شرطونه بلل کېږي.