د ټرمپ د رګونو حالت څه دی او څومره جدي دی؟

    • Author, جاکلین هاورډ
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د پنجشنبې په ورځ، سپینې ماڼۍ اعلان وکړ چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ په رګونو کې یوه ناروغي لري چې د اوږدمهاله وینې ناکافي‌توب په نوم یادېږي.

د یوې منظمې خبري غونډې په جریان کې، د رسنیو سکرترې کارولین لیویټ څرګنده کړه چې ۷۹ کلن ټرمپ په خپلو پښو کې پړسوب ولید، چې له امله یې خپل ډاکټر معاینه وکړه او ناروغۍ یې تشخیص کړه.

ټرمپ دا وروستیو کې له داسې میک‌اپ‌لرونکو نښو سره هم انځور شوی و چې د هغه د لاس شاته لګېدلي و. سپینې ماڼۍ ویلي چې دا له رګونو سره هېڅ تړاو نه لري، بلکې په لاس د ډېر روغبړ او لاسونو ښورولو له امله د ټپونو نښې دي.

دلته د ولسمشر د ناروغۍ په اړه ځینې مهم معلومات دي.

د وینې د مزمن ناکافي‌توب څه شی دی؟

د سپینې ماڼۍ د ډاکټر کپتان شان باربابېلا په یوه یادښت کې چې رسنیو ته ورکړل شوی، راغلي چې د ټرمپ دا حالت "بې‌ضرره او عام" دی، په ځانګړي ډول د هغو کسانو لپاره چې عمر یې له ۷۰ کلونو لوړ وي.

د وینې مزمن ناکافي‌توب هغه وخت رامنځته کېږي کله چې د پښو رګونه وینه بېرته زړه ته نه شي رسولی، چې له امله یې وینه د پښو په لاندې برخه کې راټولېږي.

عادي جریان دا وي چې وینه له پښو نه بېرته زړه ته د جاذبې خلاف خېژي، خو دا بهیر په زاړه عمر کې له ستونزو سره مخ کېږي.

د دې علت اکثره وخت دا وي چې د رګونو والونه کمزوري شي، چې د عمر په لوړېدو یو طبیعي بهیر ګڼل کېږي.

نښې څه دي؟

کله چې وینه د وینې د مزمن ناکافي‌توب له امله په پښو کې جمع شي، نو دا پړسوب رامنځته کوي - لکه څنګه چې د ټرمپ د پښو شاوخوا پړسوب په وروستیو انځورونو کې لیدل شوی دی.

د ویک فارسټ پوهنتون د رګونو جراحي ریاست مشر ډاکټر میتېو اېډورډز بي بي سي ته ویلي:

"دا کېدای شي له جدي ناروغیو سره تړاو ولري، خو خپله دا ناروغي جدي نه ده او ډېره عامه ده."

هغه زیاتوي: "د ټرمپ په عمر لرونکو کې، زه وایم چې شونې ده له ۱۰ تر ۳۵ سلنه خلک دا حالت ولري."

متخصصین وايي چې د دې حالت نور خطرونه دا دي، لکه زیات وزن لرل، د وینې پرڼ کېدل او داسې دندې لرل چې انسان پکې اوږده وختونه درېدلی یا ولاړ وي.

د ټرمپ ډاکټر څه ویلي؟

د ټرمپ ډاکټر شان باربابېلا په یوه اعلامیه کې ویلي، کله چې ولسمشر ټرمپ د خپلو پښو پړسوب ته متوجه شو، نو د احتیاط له مخې د سپینې ماڼۍ طبي ډلې معاینه وکړه.

ډاکټر باربابېلا لیکلي: "ولسمشر ټرمپ یوې بشپړې او پراخې معاینې ته وړاندې شو، چې پکې مالومه شوه هغه د وینې مزمن ناکافي‌توب لري - یوه بې‌ضرره او ډېره عامه ناروغي."

هغه ټینګار کړی: "مهمه خبره دا ده چې د ژورو رګونو د بندېدو DVT یا د شریانونو د ناروغۍ هېڅ نښه نه ده موندل شوې."

نورې معاینې ښيي، د زړه جوړښت او فعالیت نورمال دی، د زړه درېدل، د پښتورګو کمزورتیا، یا کومه بله سراسري ناروغي نه ده موندل شوې.

ډاکټر باربابېلا دا یادونه هم کړې چې د ټرمپ د لاس شا خوا ټپونه، چې کله ناکله د میک‌اپ لاندې پټ شوې، "د نرم نسج له لږ التهاب سره سمون لري، چې د زیات لاس ورکولو او د اسپیرین دوا خوړلو له امله رامنځته شوی، دا درمل هغه د زړه د ناروغیو د مخنیوي لپاره خوري."

دا یادښت په دې سره پای ته رسېږي چې "ولسمشر ټرمپ لا هم په ډېر ښه روغتیايي حالت کې دی."

دا ناروغي څنګه پر ټرمپ اغېز کولای شي؟

د رګونو جراحۍ د امریکا ټولنه وايي دا حالت په اغېزمن اندام (لکه پښه) کې د درندوالي احساس، پړسوب او درد رامنځته کولی شي.

په ځینو مواردو کې، دا ناروغي له دردوونکو لېږدېدو، عضلي شخېدو او د پښو د ټپونو لامل هم کېدای شي.

د دې حالت د کنټرول لپاره متخصصین لاندې سپارښتنې کوي:

له طبي معیار سره برابر، ځانګړي جوړ شوي کمپریشن جرابې پر پښو کول

د شپې پر مهال د پښو جګول

د پوستکي لپاره لوشن کارول

ټرمپ د خپلې روغتیا په اړه څه ویلي؟

په اپرېل کې، ټرمپ د خپلې دویمې دورې د ولسمشرۍ لومړۍ کلنۍ طبي معاینه و کړه.

هغه مهال ډاکټر باربابېلا په یوه اعلامیه کې وویل: "ولسمشر ټرمپ لا هم په غوره روغتیايي حالت کې دی او د زړه، سږو، اعصابو او عمومي فزیکي فعالیت له پلوه ځواکمن دی."

په دې معاینه کې څرګنده شوې وه چې ولسمشر ټرمپ لاندې درمل خوري:

Rosuvastatin او Ezetimibe د کولېسټرول کنټرول لپاره

Aspirin د زړه د ناروغیو د مخنیوي لپاره

Mometasone کریم د پوستکي د یوې ناروغۍ لپاره

ټرمپ اکثره وخت خپله روغتیا ستایلې ده او یو وخت یې ویلي وو:

"زه تر ټولو روغ ولسمشر یم چې کله هم ژوندی پاتې شوی وي."

د خپلې لومړۍ کلنۍ طبي معاینې وروسته، ټرمپ خبریالانو ته ویلي وو:

"په عمومي توګه، زه فکر کوم زه ډېر ښه فزیکي حالت کې وم... ښه زړه لرم، ښه روح لرم، ډېر ښه روح."

کومې درملنې موجودې دي؟

د درملنې موخه دا ده چې د وینې جریان ښه او نښې کنټرول شي.

اصلي سپارښتنې دا دي:

د پښو جګول

د کمپریشن جرابو په پښو کول

منظم ورزش کول

د جانز هاپکنز پوهنتون د طب پوهنځي له مخې، درملنه کې دا شاملېدای شي:

درمل: د وینې د جریان ښه کولو درمل، – Aspirin د پښو د ټپونو د درملنې لپاره،

– Diuretics ( چې د بدن اضافي مایعات له پښتورګو وباسي) که پړسوب د زړه یا پښتورګو د ناروغۍ له امله وي.

Endovenous laser ablation یا RFA (رېډیوفریکوینسي ابلېشن): یوه لږ مداخله لرونکې طریقه چې د تودوخې په وسیله رګونه بندوي چې د وینې راټولېدنه کمه شي.

Sclerotherapy:

– یو کیمیاوي توکی د خراب شویو رګونو دننه اچول کېږي څو رګونه بند او د بدن لخوا جذب شي، او وینه له سالمو رګونو څخه ولاړه شي.

جراحي: په سختو حالاتو کې، جراحي ته اړتیا لیدل کېدی شي. د وینې جریان بندولو لپاره د زیانمن شوي رګ تړل شامل دي، په داسې حال کې چې د رګونو لرې کول رګ په بشپړ ډول لرې کوي که دا یا د هغې والونه د پام وړ زیانمن شوي وي.