انګلنډ کې افغانه کډواله غواړي د ځغاستې له لارې د افغانو ښځو غږ و اوسي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د بریتانیا په انګلنډ کې یوه مېشته افغان کډواله چې نرسه هم ده، غواړي د ورزش له لارې د افغانو ښځو غږ و اوسي او نورې مسلمانانې هم ورزش ته وهڅوي.

فاطمه پاینده چې د غزني ښار اوسېدونکې ده انګلنډ ته کډواله شوې او اوس په پیټربرو ښار کې اوسېږي.

نوموړي په څوارلس کلنۍ کې بریتانیا ته کډواله شوې.

مېرمن پاینده چې د روان کال اوړي کې یې د ځغاستې سیالي پیل کړې په ۲۶ ښارونو کې به د ماراتون (ځغاستې) په سیالیو کې برخه واخلي.

له دې ورزش د هغې موخه دا ده، چې له دې لارې د بدلون لپاره غږ پورته کړي او د هغو افغانو ښځو لپاره چې بې‌عدالتۍ سره مخ دي عامه پوهاوی او مالي مرسته ډېره کړي.

په اګسټ کې هغه له محدودو ښځو یوه او ان "یوازینۍ افغانه" وه چې په فرانسه کې یې سل کیلومتره د ځغاستې سیالي وکړه.

هغه چې شپږ خویندې لري وايي، کلي کې یې له ښوونځي وروسته په کرونده کې خپل پلار سره کار کاوه، خپلو همزولو سره به تپو ته پورته کېده او "ښه ژوند" یې وو.

له کوره به یې ښوونځي ته یو ساعت مزل کاوه او ډېری وخت به چې کله له پلي مزل ستړې شوه، خپلو ملګرو سره به یو ځای په لاریو پسې منډې وهلې او شاته به یې ورپورې ځان کلکاوه.

دا یې د ځغاستې لومړۍ تجربه وه.

خو هغه او کورنۍ یې په ۱۹۹۶ کال کې د طالبانو لومړۍ واکمنۍ پر مهال له خپل هېواده کډه شول.

هغه وايي‌: "په سفر کې طالبانو زما پر کورنۍ ډزې وکړې او زموږ وسایل یې هم لوټ کړل."

په پیټربرو کې اغلې پاینده (ننه پارک اکاډیمۍ) ته لاړه او په ۲۰۱۹ کال کې له ختیځ انګلیا پوهنتونه فارغه شوه.

شاوخوا ۱۵ کاله کېږي، چې هغه خپل روزونکي پل هارکینز سره ورزش کوي.

ښاغلی هارکینز هغه "الهام بښونکې" یاده کړې او ویلي یې دي چې لویې هېلې ورته لري.

مېرمن پاینده وايي: "کله چې په لومړي ځل دلته راغلو، فکر مې کاوه ورکه شوې یم. زړه مې د خپل وطن په غرونو پسې تنګ شوی و. روزونکی مې په ډېرو سختو او بدو ورځو کې راسره و."

نوموړې زیاتوي: "هو، ننګونې او خنډونه شته، خو ما داسې نه احساسوله چې د ځغاستې لپاره باید زه په انګلیسې خبرې وکړم. ماته ځغاسته په دې مانا ده چې تاسې روزونکی لرئ نو نړۍ هم فتحه کولی شئ."

د هغې په ټکو: "ما اړتیا نه لرله چې ځان او یا مې احساس بدل کړم. خو داسې مسلمانې ښځې هم پېژنم چې کلیشه‌یي باورونو سره مخ شوي."

مېرمن پاینده وايي: "که یو څوک چې ما نه پېژني ماته څه ووايي... څه غبرګون نه ښیم. احساسوم چې په ما پورې هېڅ اړه نه لري، دوی شاید پخپله له یوه څه تېرېږي."

اغلې پاینده د ورځې ۱۳ ساعته کار کوي او تر څنګ یې د خپل اندام د ښه او مناسب ساتلو لپاره ورزش هم کوي.

هغه Women's Running کې د نومبر لپاره غوره ورزشکاره معرفي شوه، ځکه چې د نړۍ په کچه د ښځو ځغاسته کې یوه بېلګه ګرځېدلې وه.

د کلونو په اوږدو کې نوموړې د "فري ټو رن" خیریه بنسټ سفیره هم وه، دا بنسټ افغانستان او عراق کې د سپورت له لارې د ښځو د پیاوړتیا لپاره کار کوي.

اغلې پاینده هیله لري چې د "بدلون غږ" و اوسي او د نورو ښځو لپاره الهام بښونکې وي،‌ په ځانګړې توګه په اسلامي ټولنو کې.

هغې خپله کورنۍ "د ملا تیر" یاد کړی.

"په افغانستان کې د ښځو ژوند ډېر ننګونکی دی." هغه وايي له لومړنیو او اساسي حقونو د افغانو ښځو محرومیت نهیلي کوونکی دی.

"زه نه غواړم چې له ځغاستې او یا نرسنګ لاس واخلم. که کولی شم د یو چا ژوند بدل کړم، که هغه د ځغاستې له لارې وي یا د نرسنګ یا مهربانۍ له لارې، غواړم دوام ورکړم."