د انسان‌ډوله روباټ د ۱۰۰ مترو نیړوال ریکارډ

د ویډیو تشریح، د انسان‌ډوله روباټ د ۱۰۰ مترو نیړوال ریکارډ
د انسان‌ډوله روباټ د ۱۰۰ مترو نیړوال ریکارډ
د خپرېدو وخت

یو انسان‌ډوله روباټ په چین کې د انسان‌ډوله روباټونو د نړیوالو لوبو پر مهال د ۱۰۰ مترو په منډه کې د یوسین بولټ له نړیوال ریکارډ څخه هم ښه وخت ثبت کړ. دغه روباټ د بیجینګ د انسان‌ډوله روباټیک نوښت مرکز جوړ کړی او ۱۰۰ متره یې په ۹.۳۹ ثانیو کې وځغلول.

اته ځله د اولمپیک د سرو زرو مډال ګټونکي یوسین بولټ په ۲۰۰۹ کال کې د انسانانو لپاره نړیوال ریکارډ جوړ کړی و او ۱۰۰ متره یې په ۹.۵۸ ثانیو کې وهلي وو.

دغه روباټ په ډېر لږ توپیر دوه نور روباټونه هم شاته پرېښودل؛ له هغو یو د چین د ځیرک ټیلېفون جوړوونکي شرکت Honor و. دغه شرکت وايي، روباټ یې په ازمایښتي منډه کې ۱۰۰ متره په ۹.۳۲ ثانیو کې وهلي دي.