عائشه وهاب څومره پېژنئ؟

د ویډیو تشریح، عائشه وهاب څومره پېژنئ؟
عائشه وهاب څومره پېژنئ؟
د خپرېدو وخت

عائشه وهاب په ۱۹۸۷ کال نیویارک کې د افغان کډوالو په کورنۍ کې زیږېدلې ده.

مور او پلار یې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل له کبله امریکا ته کډوال شوي وو.

عائشه لا ماشومه وه چې پلار ووژل شو او مور یې هم مړه شوه. هغه او خور یې د بې سرپرسته ماشومانو د پالنې بنسټونو کې اوسېدې او وروسته په کالیفورنیا ایالت کې یوې کورنۍ په قانوني توګه د لور په توګه د هغې سرپرستي ومنله.

نوموړې د کالیفورنیا ایالت په فریمونټ ښار کې رالویه شوې او د سوېلي کالیفورنیا له پوهنتونه یې په ټولنیز چارو کې دوکتورا اخیستې ده.

هغې سیاست ته له راتګ مخکې په غیر انتفاعي بنسټونو او مشورتي ادارو کې دنده ترسره کړې.

عائشې په ۲۰۱۸ کال کې د کلیفورنیا ایالت د هېوارډ ښاري شورا ټاکنې وګټلې او تر ۲۰۲۲ کال پورې یې هلته دنده ترسره کړه.

نوموړې په ۲۰۲۲ کال کې په خټه لومړۍ افغانه-امریکایۍ او لومړنۍ مسلمانه شوه چې د کلیفونیا ایالت سنا (مشرانو جرګې) ته یې لار ومونده.‌

د یادونې ده چې د هغې په ټاکنیزه حوزه کې ډېر افغان کډوال ژوند کوي او نوموړې ویلي چې په تېرو او اوسنیو ټاکنو کې ورسره د دغو افغانانو ملاتړ ډېر مهم و.