کرېکټ: افغان ابدالیانو ایرلنډ الف لوبډلې ته په اووو ویکټو ماتې ورکړه

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، په نننۍ لوبه کې زبید اکبري تر ټولو ډېرې ۷۶ منډې جوړې کړې او ورپسې صدیق الله اتل ۵۲ رنزونه وکړل.
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د افغان ابدالیان او ایرلنډ الف لوبډلې تر منځ د درې اړخیزې لوبلړۍ په دویمه لوبه کې افغان لوبډلې ایرلنډ ته په اووو ویکټو ماتې ورکړه.

ایرلنډ افغانستان ته ۲۰۴ منډې هدف ټاکلی و چې افغان ابدالیانو د درېیو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۳۱م اوور کې ورته پوره کړې.

د افغانستان له لوري په توپوهنه کې زبید اکبري تر ټولو ډېرې ۷۶ منډې جوړې کړې، ورپسې صدیق الله اتل ۵۲، دروېش رسولي ۳۳ او اکرام عليخېل ۲۵ رنزونه وکړل.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

قیس احمد د ننۍ لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو ځکه چې د ایرلنډ درې لوبغاړي یې سوځولي وو.

د ایرلنډ پاڼۍ څنګه وه؟

د لوبې پچه افغانستان وګټله خو ایرلنډ ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

ایرلنډ الف لوبډلې ټاکل شوي ۵۰ اووره پوره ونه شول لوبولی او ټول لوبغاړي یې په ۴۱ اوور کې وسوځېدل او ۲۰۳ منډې یې جوړې کړای شوې.

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، قیس احمد په ننۍ لوبه کې د ایرلنډ درې لوبغاړي وسوځول.

د دې لوبډلې کرېسټوفر ډي فریټس تر ټولو ډېرې ۶۴ منډې جوړې کړې، د سر توپوهونکی سټېفن ډونې په ۳۲ منډو وسوځېد او جورډن نیل ۲۷ رنزونه وکړل.

افغان توپ اچوونکو د لوبې په سر کې د ایرلنډ لوبغاړي یو په بل پسې وسوځول او په ۱۴ اوورونو کې دې لوبډلې په ۷۴ منډو څلور ویکټې بایللې وې. خو وروسته ایرلنډیو لوبغاړو لوبه یو څه کنټرول کړه او ویکټ یې وساتله خو بشپړ ۵۰ اوورنه یې ونه شول لوبولی.

د افغان ابدالیان لوبډلې له لوري قیس احمد د ایرلنډ الف لوبډلې درې، فرمان الله ساپي او شرف الدین اشرف دوه دوه، عبدالمالک، نوید ځدراڼ او خلیل احمد یوه یوه ویکټه ترلاسه کړه.

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، د ایرلنډ لپاره کرېسټوفر ډي فریټس تر ټولو ډېرې ۶۴ منډې جوړې کړې، د سر توپوهونکی سټېفن ډونې په ۳۲ منډو وسوځېد او جورډن نیل ۲۷ رنزونه وکړل.

د یادولو ده چې دا درې اړخیزه لوبلړۍ د افغانستان، سریلنکا او ایرلنډ الف لوبډلو ترمنځ ده چې د افغانستان په کوربتوب روانه ده.

وړمه ورځ (اپرېل ۱۵مه) افغان ابدالیان لوبډلې له سريلنکا الف په شپږو ویکټو ماته وخوړه.

په هغه لوبه کې افغان لوبډلې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۴۸ منډې کړې وې خو سیالې لوبډلې

په ۴۲ اوور کې دغه هدف ترلاسه کړ او لوبه یې وګټله.

تر هغې وړاندې سريلنکا د ایرلنډ الف لوبډلې ته په ۴۵ منډو ماتې ورکړې وه.

د یو ورځنیو سیالیو په دې درې اړخیزه لوبلړۍ کې ټولټال اووه لوبې کېږي، هره لوبډله به له بلې سره دوه لوبې کوي او د لومړي پړاو دوه مخکښې لوبډلې به پایلوبې ته وځي.

پایلوبه به د هماغو لوبډلو تر منځ د روان ۲۰۲۵ کال د اپرېل میاشتې پر ۲۵مه نېټه ترسره شي.

ټاکل شوې چې له درې اړخیزې لوبلړۍ وروسته، افغان ابدالیان لوبډله له سريلنکا الف لوبډلې سره یوه څلور ورځنۍ لوبه هم وکړي چې د ابوظبۍ کرېکټ لوبغالي کې به ترسره شي.