تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ساینسپوهان: فیفا په فوټبال نړیوال جام کې د تودوخې له کبله د لوبغاړو خوندیتوب له خطر سره مخامخوي
- Author, کیټي ګورنال
- دنده, د بيبيسي د لوبو برخې خبریاله
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۷ دقیقې
د نړۍ د مخکښو ساینسپوهانو یوې ډلې د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا ته خبرداری ورکړی چې د ۲۰۲۶ کال د نارینهوو د فوټبال په نړیوال جام کې یې له تودوخې د لوبغاړو د خوندي ساتلو لپاره "کافي" لارې چارې نه دي سنجولې او ښايي هغوی له جدي خطر سره مخامخ کړي.
د روغتیا، اقلیم او ورزشي فعالیتونو نړیوالو کارپوهانو په یوه پرانیستي لیک کې ویلي چې د فیفا لارښوونې له اوسنیو علمي موندنو سره په ټکر کې دي او "د توجیه وړ نه دي".
دوی له دغه سازمانه غوښتي چې داسې پیاوړې لارې چارې دې وسنجوي چې لوبغاړو ته پکې د بدن د یخولو لپاره اوږدې دمې یا وقفې او په سختو اقلیمي شرایطو کې د لوبو د ځنډولو او یا په ځنډ د ترسره کولو لپاره روښانه تګلارې شاملې وي.
داسې انګېرل کېږي چې په امریکا، کاناډا او مکسیکو کې د فوټبال کېدونکی نړیوال جام به د د سختې ګرمۍ او تودوخې له امله له ستونزو سره مخ شي. څېړونکو خبرداری ورکړی چې له هغو ۱۶ لوبغالو چې دا لوبې پکې ترسره کېږي، د ۱۴ هغو د تودوخې درجه ښايي تر خطرناکې کچې لوړه شي.
د امریکا د جنوبي او د مکسیکو د شمالي برخو په ځینو سیمو کې د ورځې د ګرمۍ منځنۍ کچه عموماً د ۳۰ او ۳۵ سانتي ګراد ترمنځ وي خو په سخته ګرمۍ کې ان ۴۰ درجو ته هم ختلی شي.
که تودوخه، رطوبت، د باد سرعت او د لمر د وړانګو شدت په پام کې ونیول شي نو د نړیوال جام په کوربه ښارونو کې د لوبغاړو د بدن ګرمښت د لوبې له امله لوړېږي چې دا دوی له ستر خطر سره مخ کوي.
فیفا ویلي چې د "لوبغاړو، لوبڅارانو، نندارچیانو او د کارکوونکو روغتیا او خوندیتوب ته پام کولو" ته ژمنه ده او د اقلیم اړوند خطرونه په پام کې نیول د نړیوال جام سیالیو د پلان یوه برخه ده.
اوسنۍ لارې چارې څه دي؟
فیفا وايي چې د "لوبغاړو خوندیتوب ته د ژمنتیا" له مخې یې د سیالیو د هرې لوبې په نیمايي کې د درې دقیقې دمه جبري کړې ده چې لوبغاړي پکې خپل بدن څو شېبې یخ کړای شي. د فیفا په وینا، دا کار که هوا توده وي او که نه وي، په ټولو لوبو کې به عملي کېږي.
د فوټبال نړیوال فدراسیون همداراز ویلي چې په ټولو پرانیستو یا سرلوڅو لوبغالو کې به د لوبو د تخنیکي برخې کارکوونکو او د احتياطي لوبغاړو لپاره داسې څوکۍ او میزونه وي چې له خراب اقلیمه به دوی پکې خوندي وي.
فیفا په سږني نړیوال جام کې د (ډبلیوبيجيټي) یا د "وېټ بلب ګلوب ټېمپرېچر" په نامه د تودوخې د ارزونې هغه معیار هم پلی کوي چې له مخې یې د لوبغاړو د بدن تودوخه او له امله یې پر هغوی د موسم د ګرمښت او د رطوبت د فزیکي فشار اغېز ارزول کېږي. د دغه معیار له مخې، تر ۲۸ سانتي ګراد پورته تودوخه کې مسلکي لوبغاړو ته لوبه کول د اندېښنې وړ ګڼل کېږي.
د فیفا د بېړنیو طبي خدمتونو د لارښود له مخې، که د (ډبلیوبيجيټي) اندازه وښيي چې د تودوخې درجه ۳۲ درجې ته نږدې، ورسره برابره او یا ترې اوښتې ده نو د لوبې تنظیموونکي باید هوکړه وکړي چې "د تودوخې له کبله د رامنځته کېدونکو ناروغیو د مخنیوي لپاره باید کومې احتیاطي لارې چارې عملي کړای شي".
د فوټبال نړیوال فدراسیون وايي، په هغو سیالیو او لوبغالو کې د نندارچیانو لپاره هم ځانګړي تدبیرونه نیسي چې د ډېرې ګرمۍ یا د لوړې تودوخې وړاندوینه پکې شوې وي. هغوی ته به اجازه وي چې په هغو بوتلونو کې له ځانه سره اوبه هم لوبغالي ته یوسي چې کارخونې پکې بازارونو ته اوبه وړاندې کوي. په لوبغالو کې به د سيوري، د اوبو شبنم شنونکو او د اوبو د وېش ترڅنګ د هوا د سړولو ګڼ اضافي خدمتونه فعال وي.
ساینسپوهان څه غواړي؟
هغه ۲۰ کارپوهان چې دغه لیک یې لاسلیک کړی دی، د بریتانیا، امریکا، کاناډا، اسټرالیا او د اروپا مخکښ اکاډميک کسان دي.
دوی غواړي فیفا په بېړني ډول خپله تګلاره بدله کړي او په وړاندیزونو کې یې دا ټول شامل دي:
- که د تودوخې درجه د (ډبلیوبيجيټي) د معیار له مخې له ۲۸ پورته کېږي نو لوبې باید وځنډول شي او یا په ځنډ ترسره شي.
- د لوبو په نیمايي کې لوبغاړو ته د خپل بدن د یخولو لپاره دمه باید لږترلږه شپږ دقیقې شي (اوس درې دقیقه ده چې عموماً لوبغاړي اوبه پکې څښي)
- لوبغاړو ته د خپل بدن د سوړ ساتلو لپاره د لا ډېرو اسانتیاو برابرول
- تازه علمي موندنو ته په کتو د لوبو په لارښود کې بدلون او سمون را وستل
دوی همداراز د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا نه غوښتنه کړې چې د نړیوالو لوبغاړو اتحادیې (فیفپرو) له لوري وړاندیز شوي معیارونه ومني.
د لوبغاړو له روغتیا سره بېاحتیاطي"
د (نیو وېدر انسټیټیوټ) مشر او د دغه لیک همغږي کوونکي انډریو سیمز بيبيسي سپورټ ته په دې اړه ویلي، "د لوبغاړو خوندیتوب یوه بېړنۍ او جدي اندېښنه ده، ځکه چې کله یو څوک له سختې ګرمۍ سره مخامخ شي نو ډېرې ناڅاپي ستونزې رامنځته کېدای شي".
دی زیاتوي، "موږ دې ته اندېښمن یوو چې فیفا د لوبغاړو د روغتیا او خوندیتوب په برخه کې بېاحتیاطي کوي".
د لیک بل لاسلیکوونکی او د کنېکټیکټ پوهنتون استاد ډګلس کاسا وايي چې د را روان نړیوال جام لوبو لپاره د فیفا د اوسني لارښود لویه برخه له هغه حالته لرې ده چې دوی یې غواړي.
دی وايي، "په هره نیمايي کې د اوبو څښلو دمه/وقفه باید له دریو دقیقو اوږده او لږترلږه پنځه او یا ښه دا ده چې باید شپږ دقیقې و اوسي".
ښاغلی کاسا زیاتوي، "هیلهمن یوو چې دا پرانیستی لیک به فیفا وهڅوي چې د نړیوال جام له پیلېدو مخکې د تودوخې اړوند لارښوونو کې بدلون او سمون راوړي".
د ۲۰۲۶ کال په تړاو ولې اندېښنه موجوده ده؟
ناوړه اقلیمي شرایط ښایي د ۲۰۲۶م کال نړیوال جام سیالیو کې مهم رول ولوبوي.
تودوخه، بادونه، توپان او ان د ځنګلي اورلګېدونو له امله د هوا خرابوالی داسې ځانګړنې دي چې د دوبي په موسم کې د امریکا په متحد ایالتونه، کاناډا او مکسیکو لیدل کېږي.
اقلیمي بدلون او د هوا حالاتو سره د تړلو پېښو په تړاو د مطالعاتو پروژې ورلډ وېدر اټرېبیوشن (WWA) نوې شننه ښيي، چې لوبغاړي او مینهوال به سږ کال د ۱۹۹۴م کال نړیوال جام پرتله، چې په همدې وچه کې ترسره شوی و، د سختې تودوخې او لندبل له لوړ خطر سره مخامخ وي.
ساینسپوهانو موندلې چې د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام سیالیو په هرو څلورو کې نږدې یوه لوبه ښايي په داسې شرایطو کې ترسره شي چې چاپېریالي تودوخه (WBGT) به د سانتیګراد له ۲۶ درجو او په پنځو لوبو کې ان له ۲۸ درجو لوړه وي.
د ډبلیوبيجيټي (Wet-bulb globe temperature) سانتیګراد ۲۸ درجې، چې ساینسپوهان یې لوبېدو لپاره خوندي نه ګڼي، د وچې تودې هوا له ۳۸ او د ډېرې مرطوبې هوا له ۳۰ درجو سره برابرېږي.
ډبلیوډبلیواې وايي، د اقلیمي بدلون له کبله د ناوړه هوا د شرایطو خطر د ۱۹۹۴ کال نړیوال جام پرتله دوه برابره ډېر شوي دي.
او شاوخوا پنځه لوبې ممکن له ۲۸ درجې سانتيګراد WBGT څخه هم زیاته شي (چې نږدې د وچې تودوخې ۳۸ درجې سانتيګراد یا په لوړه رطوبت کې ۳۰ درجې سانتيګراد سره برابره ده)، دا هغه کچه ده چې فِفپرو یې د لوبې لپاره ناامنه ګڼي.
WWA وايي چې د اقلیمي بدلونونو له امله د دې ډول سختو شرایطو خطر د ۱۹۹۴م کال پرتله نږدې دوه برابره شوی دی.
فیفا څه وايي؟
فیفا په مستقیم ډول د دغه لیک یا د ساینسپوهانو د ادعاوو په اړه له تبصرې انکار وکړ، خو ویې ویل چې په سیالیو کې به د "تودوخې د کمولو څو-پړاویزه تګلاره" (tiered heat mitigation model) وکاروي، چې اقدامات به یې د وخت د واقعي شرایطو له مخې تنظیمېږي.
د فیفا ویاند وویل چې د سیالیو ټوله موده کې به هم په مرکزي ډول او هم د کوربه ښارونو په کچه د هوا پېژندنې ځانګړې مرسته موجوده وي او دا چې د WBGT او د تودوخې د شاخص څارنه به پرېکړو کې رول ولري.
هغه زیاته کړه چې د لوبو مهالویش د اقلیم پام کې نیولو سره جوړ شوی، د لوبو د پیل وختونه داسې تنظیم شوي، چې د ورځې د ډېرې تودوخې پر مهال لوبې تر ممکنه حده محدودې وي، او هغه لوبې چې په تودو شرایطو کې کېږي، لومړیتوب به دا وي چې په پټو یا سرپناه لرونکو لوبغالو کې ترسره شي.
فیفا زیاتوي چې د سیالیو د مهالویش په جوړېدو کې دا هم په پام کې نیول شوي، چې د هر ځای د تودوخې د خطر د ارزونې پر بنسټ سفرونه راکم او د ارام ورځې زیاتې شي.
فیفا وايي، چې دوی به د سیالیو پر مهال شرایط په دوامداره توګه په ژوندۍ بڼه څاري او هر ځای او وخت چې اړتیا وي، نو بدیل اقدامات به عملي کړي.
د فوټبال نړیوال فدراسیون ټولنې زیاته یې کړه چې د کوربه هېوادونو له ادارو او طبي متخصصینو سره په ګډه هڅه کوي، چې یو "خوندي او انعطاف منونکی" نړیوال جام یقیني کړي.