وروستی, اسرائیل د ایران له بریدونو وروسته د غزې لارې تړلې دي
اسرائیل ویلي چې د هېواد په شمال کې د ایران له بریدونو وروسته یې یو ځل بیا غزې ته ورغلې لارې تړلې دي. په دې کې د رفح او کریم شالوم لارې هم شاملې دي چې غزې ته د بشري مرستو د رسولو مهم مسیرونه بلل کېږي.
د اسرئیل په دفاع وزارت پورې تړلې د حکومتي فعالیتونو همغږي کوونکې ادارې (کوګات) ویلي چې دا پرېکړه د "اړینو امنیتي ګامونو" برخه ده.
دې ادارې همداراز په یوه اعلامیه کې دعوه کړې چې ګواکې د لارو تړل کېدل به په غزه کې پر بشري وضعیت اغېز و نه کړي ځکه چې په وینا یې، "د اوربند له پیل راهیسې غزې تړانګې ته دومره خوراکي توکي رسېدلي چې د سیمې خلکو له اړتیاوو ډېر دي".
اسرائيل د تېرې فبرورۍ میاشتې په ګډون له ایران سره د جګړې پرمهال د غزې لارې په لنډمهالي توګه تړلې وې.
اسرائیل دا پرېکړه داسې مهال کوي چې په سیمه کې د تاوتریخوالي زیاتېدو وار د مخه غزې ته د بشري مرستو د لېږد بهیر ټکنی کړی او په دې اړه یې اندېښنې ډېرې کړې دي.