تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایران د اوربند له پيل راهیسې په لومړي ځل پر اسرائیلو توغندي توغولي
ایران د لبنانۍ پلازمېنې بيروت په جنوب کې د اسرائیلو د بریدونو په ځواب کې د دغه هېواد په شمالي سیمو بالسټيک توغندي توغولي دي او ويلي یې دي چې که پر بيروت بريد وشي دوی غلي نه پاتې کېږي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د بريدونو په ځواب کې چې د تهران او واشنګټن تر منځ له اوربند سرغړونه بلل کېږي ويلي، پر بيروت د اسرائیلو له بریدونو "خوښ نه دی" او ایران ته یې هم سپارښتنه کړې چې بریدونه ودروي او د خبرو اترو مېز ته راستانه شي.
د امريکا يوې خبري شبکې فاکس نيوز سره په مرکه کې ډونلډ ټرمپ ایران ته ويلي، "تاسو خپل توغندي توغولي دي. بس دي. بېرته د خبرو اترو مېز ته وګرځئ او موافقه وکړئ."
ښاغلي ټرمپ د يکشنبې په ماښام وويل، "اوس بي بي [بنيامين نتنياهو] ته ټليفون کوم او ورته وبه وایم چې غچ وانخلي. دواړو خواوو خپل کار کړی دی، اسرائیلو خپل کار کړی او ایران هم خپل کار کړی. د بل برید اړتيا نشته."
نوموړي زياته کړې، "موږ له ایران سره وروستۍ هوکړې ته ډېر نژدې یوو. دا به يوه ښه موافقه وي. زه نه غواړم چې دا فرصت د هغه څه له کبله له لاسه ورکړل شي چې اوس روان دي."
د امریکا ولسمشر خبرداری ورکړی چې که اسرائیل بيا برید وکړي، د شخړې دوره د اوږدې مودې لپاره غځېدلی شي. د ښاغلي ټرمپ په وینا، "که اسرائیل ځواب ورکړي، دا شخړه د ۴۷ نورو کلونو لپاره دوام کولی شي، یا ان دری زره کاله نور."
په ورته مهال د اکسيوس خبريال بارک راويډ پر ټولنيزه رسنۍ اېکس د یوه امریکايي چارواکي په حواله راپور ورکړی چې ښاغلي ټرمپ له نتنياهو سره اړيکه نيولې ده.
بل پلو د اسرائیلو د پوځ ویاند افي ډفرين د يکشنبې په ماښام وويل، ایران د توغنديو بریدونو سره "لويه تېروتنه" وکړه.
نوموړي په عبراني ژبه يوه خبري کنفرانس کې وويل، د اسرائیلو پوځ "ایران ته اجازه نه ورکوي چې پر اسرائیلي وګړو دې توغندي وتوغول شي."
"موږ نورو احتمالي بریدونو ته چمتو يوو."
د هغه په وینا په ټول اسرائیل کې د هوايي دفاع سيسټمونه ځای پر ځای شوي او د هېواد لوی درستيز د تازه بریدونو وروسته د وضعيت ارزولو لپاره غونډه کوي.
د اسرائیلو پوځ ټینګار کړی چې "پوځ به یې په ټول لبنان کې خپلو عملياتو ته دوام ورکړي او د ترهګريزې ډلې حزب الله پر وړاندې به خپل بریدونه ګړندي کړي."
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د لبنان او بيروت په جنوبي څنډو کې د اسرائيلو په بریدونو کې زياتوالي راغلی او له دې سره په سيمه کې د شخړې زیاتېدو اندېښنې راپورته کړې دي.
د ایران او اسرائیلو تر منځ د نوې پوځي شخړې اندېښنو سره د ایران د ملکي هوايي چلند ادارې اعلان کړی چې د امام خميني هوايي ډګر ته ټولې الوتنې به تر بلې خبرتيا پورې ځنډول شوې دي.
د يادې ادارې په اعلاميه کې راغلي چې "مسافر باید هوايي ډګر ته له ورتګ څخه ډډه وکړي او د نورو خبرتياو لپاره دې له رسمي چارواکو سره اړيکه ونیسي."
پر اسرائیلو له بریدونو وروسته د ایران د خاتم الانبيا مرکزي قرارګاه په يوه بيان کې ویلي چې که اسرائیل پر بيروت خپل بريدونه پراخ کړي یا د ایران اقداماتو ته ځواب ووايي، د دوی په ټکو له سختو ګوزارونو سره مخامخ شي.
په بيان کې راغلي، "موږ مخکې خبرداری ورکړی و چې که بریدونه د بيروت شاوخوا سيمو ته خپاره شي، موږ به په اسرائیلو کې موخې په نښه کړو".