هغه ۱۹ افغانې محصلینې په سکاټلنډ پوهنتون کې منل شوې، چې په افغانستان کې یې زدکړې نیمګړې پاتې شوې

د ښځینه محصلینو دا ډله د اونۍ پیل کې د سکاټلنډ پلازمېنې ته ورسېده.

د عکس سرچینه، Linda Norgrove Foundation

د عکس تشریح، د ښځینه محصلینو دا ډله د اونۍ پیل کې د سکاټلنډ پلازمېنې ته ورسېده.
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د نړیوالې زدکړې لپاره د ملګرو ملتو ځانګړي استازي ګورډن براون ویلي، سکاټلنډ ته د ۱۹ افغان ښځینه طبي محصلینو راوستل باید افغانستان کې د نجونو له حقونو بدو سرغړونو ته د پاي ورکولو پیل وي.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې دا نجونې چې افغانستان کې یې زدکړې نیمګړې پاتې وې سکاټلنډ ته لېږدول شوې دي او بېلابېلو خیریه موسسو د دې چارې لګښت پر غاړه اخیستی.

په سکاټلنډ کې یوې خیریه ټولنې له طب پوهنځیو سره د دې نجونو نومونو ثبتولو لپاره هڅې کړې.

سکاټلنډ ته له رسېدو وروسته د دې نجونو له ډلې یوې وویل: ''زر ورځې وکړېدو، چې دا ورځ ووینو. زر ورځې په کورونو کې ایسارې پاتې شوو، په اوښکو او سلګیو کې مو خپله غږونه پټ کړل، زموږ ژوند تباه شو.''

د یادونې ده، چې تېر کال د لینډا نورګرو په نامه خیریه موسسې د دې نجونو وضعیت ته د خلکو توجه جلب کړه.

ګورډن براون چې پخوا د برتانیا لومړی وزیر و ویلي دي، دا نجونې افغانستان کې واک ته د طالبانو د رسېدو درې کاله پوره کېدو وروسته راځي.

ده وویل د طالبانو رژیم نه یواځي نجونې له زدکړو محرومې کړې، بلکې هغوی نه یې د تګ - راتګ اساسي حق هم اخیستی او له محرم پرته د سفر اجازه نلری.

ګورډن براون وايي، باید د هغو افغان ښځو او نجونو ملاتړ وشي، چې غواړي ډاکترې، انجینرې یا نرسې شي.
د عکس تشریح، ګورډن براون وايي، باید د هغو افغان ښځو او نجونو ملاتړ وشي، چې غواړي ډاکترې، انجینرې یا نرسې شي.

د نوموړي په وینا دغه راز له افغان ښځو او نجونو د کار حق هم اخیستل شوی، چې د ده په ټکو دا یو جنسیتي اپارتاید دی.

ښاغلي براون وویل، د افغان نجونو د هغو هیلو چې ډاکټرې، نرسې، انجینرانې شي ملاتړ پکاردی.

د برتانیا پخواني لومړی وزیر وویل د سکاټلنډ د حکومت دې نوښت وښووله چې نړیواله ټولنه کولی شي د هغو میلونونو نجونو په استازولۍ چې په خپل هېواد کې زدکړو ته نه شي پرېښودی، د طالبانو پر مشرتابه فشار واچوی.

ده زیاته کړه مونږ پوهېږو چې ټول طالبان نجونو سره د داسې توپیري چلن پلویان نه دی، نور هېوادونه هم کولی شی د خپلو حقوقي لارو چارو له لارې فشار زیات کړی.

د لینډا نورګرو په نامه خیریه بنسټ چې د سکاټلنډ تر پلازمېنې یې د دې افغان ښځینه محصلینو په لېږدولو کې مرسته کړې، د سکاټلنډ ساحلي ښار اویګ د یوې مرستندویې مېرمنې لینډا نورګرو په یاد تاسیس شوی، چې په ۲۰۱۰ کال کې په افغانستان کې ووژل شوه.

یاد مرکز د دې نجونو تر سکاټلنډ پورې د دې افغانو نجونو د لېږدولو په لارې کې د پرتو خنډونو لېرې کولو لپاره د سکاټلنډ او بریتانیا حکومتونو مننه کړې. د یاد مرکز مسوولین وايي، په اوکرایین او منځني ختیځ کې د جګړو له کبله پر حکومت فشار ډېر شوی، چې له کبله یې وضعیت لا پېچلی شوی دی.