چمن کې د وضعیت خرابېدو اندېښنې؛ د پرلت والو احتجاج درېیمې ورځې ته غځېدلی

د خپرېدو وخت

د افغانستان سویل کې د کندهار له سپین بولدک ولسوالۍ سره پر ډیورنډ کرښه پورې غاړې پراته ښار چمن کې نن (جمعه) پر درېیمه ورځ هم وضعیت عادي شوی نه دی او د پرلت والو احتجاجونو دوام موندلی.‌

په دغه ښار کې د پولیسو یوه جګپوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط بي‌بي‌سي ته ویلي، چې نن هم لوی شمېر احتجاج کوونکي د پرلت ځای او پر دې سربېره چمن ښار کې د نیمه پوځي 'اېف سي' ځواکونو د مرکز مخې ته راټول شوي دي.

دی که څه هم وايي، چې له نن سهار راهیسې امنیتي ځواکونو سره د اخ‌و‌ډب راپور نه دی ورکړ شوی، خو پرلت‌وال بیا وايي چې نننیو احتجاجونو کې یې درې نور ملګري ټپي شوي‌ دي.‌

تېرو دوو ورځو کې دغلته د احتجاج کوونکي او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتو کې د لسګونو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړ شوی و.

د پاکستان د قامي اسمبلۍ مخکیني غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مشر علي وزیر پرون د ټویټر یوه پیغام کې لیکلي وو چې "لسګونه کسان په ډزو لګېدلي. ټپیان روغتونونو ته لېږدول کیږي."

د بلوچستان د ایالتي حکومت ویاند تېره ورځ ویلي وو چې په اخ‌و‌ډب کې ۱۵ احتجاج کوونکي او ۱۷ سرتېري ټپي شوي دي.‌

پر خواله رسنیو ځینو خپرو شویو تصویرونو کې چې له تېرې ورځې ډېرې لاس په لاس شوي ښکاري،‌ چې امنیتي‌ ځواکونه د احتجاج کوونکو خورولو لپاره اوښکې بهونکي ګاز کاروي او هغوی یې پر زغره‌والو ګاډو ډبرې وروي.

یوه وېډیو کې ښکاري ‌چې امنیتي‌ ځواکونو ځینې پرلت‌وال نیولي او په زور یې له ځان سره بیايي.

بي‌بي‌سي د دغو ویډیوګانو کره‌والی په خپلواک ډول نشي تائیدولی.

دغو احتجاجونو له هغې وروسته زور واخیست چې امنیتي‌ ځواکونو د پرلت مشران ونیول. احتجاج کوونکي ادعا کوي چې له نیول شویو مشرانو سره زور زیاتی هم شوی دی.

اندېښنې او غبرګونونه

د یادونې ده چې له دغو تازه احتجاجونونو سره له تېرو درېیو ورځو راهیسې په چمن ښار کې ډېرې هټۍ، کاروباري مرکزونه او بانکونه تړلي دي.‌

د پرلت ګډونوالو ګواښ کړی تر هغې چې یې نیول شوي مشران خوشې او غوښتنې یې منل شوې نه وي،‌ خپلو احتجاجونو ته دوام ورکوي او دا چې لا به یې پسې پراخ کړي.‌

خو د بلوچستان مشر وزیر 'میر سرفراز بګټي' بیا ویلي، "د حالاتو خرابولو سازش به کامیاب نه شي."

هغه چمن کې د رامنځته شوي وضعیت په اړه نن جمعه د ایالتي اسمبلۍ له مشر عبدالخالق اڅکزي، د بلوچستان له کورنیو چارو وزیر میر ضیاء الله لونګو،‌ د پولیسو له مشر او نورو چارواکو غونډه درلوده.

ښاغلي بګټي ویلي، "ځايي خلک دې د شرپسندانو له صفونو جدا شي او د امن په راوستو کې کردار ادا کړي."

هغه زیاته کړې چې پر امنیتي ځواکونو او حکومتي ودانیو برید د منلو نه دي او دا چې سیاسي ګوندونه او نور ښکېل اړوخونه دې ځايي خلک د امن ټینګېدو ته قانع کړي.‌

بلخوا د پاکستان قامي اسمبلۍ غړي او مخکینې مشر اسد قیصر بیا چمن کې د احتجاجونو موضوع پارلمان کې مطرح کړې او اندېښنه ښودلې چې وضعیت له کنټروله وتی شي.

هغه ویلي "دمګړۍ چمن او ټولې فاټا (پخوانیو قبایلي سیمو) احتجاجونه روان دي. اندېښنه ده چې له یوه وېروونکي وضعیت سره مخامخ نه شو. تر هغې چې مرکزي حکومت د پرلت ګډونوالو سره ناست نه وي، وضعیت نه کنټرولېږي."

نوموړي پر دې هم ټینګار کړی چې "د چمن پر خلکو ګولۍ مه وروئ، له هغوی سره خبرې وکړئ – د چمن د وضعیت په اړه پارلماني کمېسیون وټاکئ. له پرېکړه کوونکو غواړو چې پر خاوره دې ورحمېږي."

د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن هم تېره ورځ قامي اسمبلۍ کې ویلي وو د دې پر ځای چې حکومت له احتجاج کوونکو سره خبرې وکړي، اېف سي پرې چپاو وروړی.

هغه زیاته کړې وه "نن د چمن پر سړکونو او کوڅو کې جګړه روانه ده. ځواکونه مرمۍ وروي."

نوموړي ویلي پر چمن سربېره انګور انډه او نورو سیمو کې هم پر ډیورنډ کرښه د پرتو "قبایلو" او حکومت ترمنځ ټکر راغلی دی.

چمن کې د پرلت پر پیلېدو له اووه میاشتو ډېره موده اوړي.

دغه پرلت د سپین بلودک او چمن ترمنځ پر ډیورنډ کرښه تګ راتګ لپاره د پاسپوت او ویزو د جبري کېدو خلاف پیل شوی دی.

د تېرې مې میاشتې پر څلورمه هم د اېف‌سي ځواکونو ډزو کې دوه پرلت کوونکي وژل شوي او څور نور ټپي شوي وو.

پرلت کوونکي تر هغې راوروسته د احتجاج په ډول چمن ښار ته نږدې په ګړنګ سیمه کې لویه لار تړلې وه.

دغو تازه احتجاجونو تر هغې وروسته زور واخیست، چې امنیتي ځواکونو د دوشنبې شپه په زور د لار خلاصولو هڅه وکړه.‌