تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'د انګلستان هوټلونو کې مېشتو کډوالو ماشومانو ته کافي خواړه نه رسېږي'
بریتانوۍ ورځپاڼې ګارډین رپوټ ورکړی چې انګلستان کې په هوټلونو کې میشتو کډوالو کورنیو ماشومانو ته کافي خواړه نه رسېږي او ځینې په خوارځواکۍ اخته دي.
ورځپاڼې د روغتیايي کارپوهانو له قوله لیکلي چې د ځینو ماشومانو وزنونه تر خطرناکې کچې کم دي او ځینې میندې او پلرونه د کثافاتو له منځه خواړه را ټولوي.
ګارډین ورځپاڼې بریتانیا کې د میشتو هغو کډوالو په اړه یو رپوټ خپور کړی چې دې هېواد ته د کډوال او پناه غوښتونکو په توګه راغلي خو لا په هوټلونو کې میشت دي.
دا ورځپانه زیاتوي داسې معلومات یې تر لاسه کړي چې روغتیايي کارکوونکي هوټلونو کې د میشتو کډوالو کورنیو پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو مخ په زیاتیدونکو شمېر ته اندېښنه کې دي.
معلومات ښيي چې د لندن په ګډون د انګلستان په څو سیمو کې په هوټلونو کې د میشتو کورنیو ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي دي.
رپوټ زیاتوي ځینو سیمو کې د ماشومانو وزن د خطر ترکچې کم شوی او د ډاکترانو تر څار لاندې دي.
ورځپاڼې د ځینو هغه کسانو له قوله چې د دې کورنیو ځینې اړونده کارونه ترسره کوي ادعا کړې چې ځینې میندې او پلرونه اړ شوي کثافاتو کې د خپلو ماشومانو لپاره خواړه ولټوي، دغه راز ویل شوي چې ځینو لویانو له لس تر پنځلسو کیلو وزن بایللی.
ګارډین د انګلستان په ډیون سیمه کې د ټولنیزو او روغتیايي چارو د کارپوهانو له قوله لیکلي چې د دې سیمې هوټلونو کې د میشتو کډوالو کورنیو وضعیت ناوړه دی.
دوی ویلي له هغو کمپنیو سره چې دې کډوالو ته خدمات وړاندې کوي او د کورنیو چارو وزارت سره څو ځله خبرو وروسته بیا هم د دوی وضعیت کې بدلون نه دی راغلی او ماشومانو په چټکۍ وزن بایلي.
دوی ویلي دا ماشومان وږي وي او یوازې دوه وخته خواړه خوري.
فعالانو د ماشومانو له قوله ویلي چې هوټل ته نه ځو ځکه هغه ځای راته لکه زندان دی.
د یوه ښوونځي مشر ویلي دا ماشومانو ښوونځي ته وږي راځي.
هوټل کې د یوې میشتې کورنۍ پلار ویلي ده نهو میاشتو کې ۹ کیلو، ۱۱ کلنې لور یې ۴ کیلو او میرمنې یې پنځه کیلو وزن بایللی.
دې پلار چې نوم یې نه دی ښودل شوی ویلي، زوی یې له ځینو خوړو سره حساسیت لري، د هوتل له مشر اشپز یې وغوښتل معلومات ورکړي چې خوړو کې کوم شیان اچوي خو وايي دا معلومات یې ورنکړل.
دا کس زیاتوي کله چې مې ترې وپوښتل چې آیا خپلو ماشومانو ته به داسې خواړه ورکړي لکه زموږ ماشومانو ته یې چې ورکوي، ځواب کې یې وویل هیڅکله نه، زه مې د خپلو ماشومانو روغتیا ته ډېر پام کوم.
خو د کورنیو چارو وزارت ویاند دې ورځپاڼې ته ویلي هوټلو کې میشتو کډوالو هوساینه دوی ته ډېره مهمه ده، دوی ته ورځ کې درې وخته خواړه او میوه ورکول کیږي.
دغه ویاند ویلي خواړه د روغتیا ملي ادارې له معیارونو سره سم دي، خو کله چې شکایت وي نو د ستونزو د حل لپاره په چټکۍ عملي ګامونه اخستل کیږي.