د ایران پر کونسلګرۍ برید کې د وژل شویو شمېر ۱۳ ته رسېدلی؛ خامنه ای وايي برید کوونکي به "پښېمانه کړو"

د خپرېدو وخت

د ایران مذهبي مشر علی خامنه ای دفتر په یوه پیغام کې چې د ایران پر کونسلګرۍ د اسرائیلو تر برید وروسته یې خپور کړی ویلي: "مونږ به هغوی په دغه جنایت او دې ته ورته نورو پښېمانه کړو."

هممهاله، د هغو کسانو شمېر چې په دغه برید کې وژل شوي، ۱۳ ته رسېدلی دی.

مخکې ویل شوي وو په دغه برید کې د سپاه پاسداران د دوو جګپوړو قوماندانانو په ګډون لږ تر لږه اووه ایراني پوځیان وژل شوي وو.

د ایت الله خامنه اي په پیغام کې په دغه برید کې د وژل شویو ایراني انقلابي ګارډ قول اردو د قوماندانانو له ډلې د محمد رضا زاهدي او محمد هادي حاج رحیمي نومونه یاد شوي دي.

د ایران د مذهبي مشر په پیغام کې ویل شوي: "سردار زاهدي له شپیتمې لسیزې راهیسې د خطر او مبارزې په ډګرونو کې د شهادت په تمه وو. دوی هېڅ شی له لاسه نه دي ورکړي او خپل اجر یې ترلاسه کړی دی، خو د دوی له لاسه ورکولو غم د ایران د ملت لپاره، په ځانګړې توګه د هغو کسانو لپاره چې دوی یې پیژني دروند دی."

تر دې وړاندې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي خبر داری ورکړی چې "بې ځوابه نه پاتې کېږي."د ایران د ملي امنیت عالي شورا تېره شپه د ولسمشر ابراهیم رئیسي په شتون کې د شپې بېړنۍ غونډه کړې او دغه برید یې یو "جنګي جنایت" بللی دی. دوی اعلان کړی، چې په دې اړه به لازمې پرېکړې وکړي، خو روښانه کړې یې نه دي.

بلخوا، روسیې چې د ایران نژدې ملګری هېواد بلل کېږي، هم دغه برید غندلی او د اسرائیلو له حکومته یې غوښتي چې "په بشپړ ډول د نه منلو وړ" کړنو مخه ونیسي.

روسيې د دې برید په غبرګون کې اعلان کړی، "په سوریه کې د ایران پر کونسلګرۍ برید په کلکه غندو. د اسرائیلو دا تېري کوونکوي ګامونه په هېڅ ډول د منلو نه دي او باید ودرول شي."

د روسیې په بیان کې راغلي: "موږ له اسرائیلو غواړو، د سوریې او نورو ګاونډیو هېوادونو په خاوره کې پارونکي پوځي اقدامات ودروي."

په دمشق کې د ایران سفیر حسین اکبري له دې برید وروسته رسنیو ته ویلي: له ګولان څخه د اسرائیلو اېف ۳۵ جنګي الوتکو د کونسلګرۍ ودانۍ په شپږو توغندیو وېشتلې ده.

اسرائیلو تر اوسه په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

نور غبرګونونه څه دي؟

په همدې حال کې د ایران پر کونسلګرۍ د برید په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې د رابللو لپاره د روسیې د غوښتنې په اړه هم راپورونه ورکړل شوي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان دغه بریدونه له ټولو نړیوالو کنوانسیونونو سرغړونه بللې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان په تهران کې د سویس د سفارت شارژدافیر احضار کړی دی او ویلي یې دي، د امریکا حکومت ته یې یو مهم پیغام استولی دی، چې "د صهیونیسټ رژیم ملاتړی دی."

ایراني چارواکي اسرائیل "صهیونیست رژیم" بولي او د دغه هېواد حکومت په رسمیت نه پېژني.

چین: د ډیپلوماتیکو بنسټونو امنیت باید خوندي پاته شي

چین هم په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ برید غندلی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین ویلي: "چین دا برید غندي. د ډیپلوماتیکو بنسټونو امنیت باید تر پښو لاندې نه شي او د ملي حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وشي."

په همدې حال کې یوه امریکايي چارواکي ایران ته ویلي، واشنګټن په دې هوايي برید کې هېڅ دخیل یا له مخکې خبر نه و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر دې مخکې په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د پروني برید په غبرګون کې ویلي و، د پېښې د څېړلو لپاره یې یوه ځانګړې ډله ګمارلې او د پېښې د لامل موندلو په اړه څېړنې کوي.

تر دې مخکې سوریې هم دغه برید غندلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر د دوشنبې په ماښام خبریالانو ته وویل، امریکا په سیمه کې له خپلو متحدینو سره مشورې او خبرې کوي او معلومات راټولوي.