تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاریس کې د افغان ښځو حقونو په اړه د ملګرو ملتونو غونډه؛ پر څه بحث کېږي؟
د فرانسې پلازمېنه پاریس نن جمعه د افغان ښځو او نجونو د حقونو په اړه د ملګرو ملتونو د یوې نړیوالې غونډې کوربه دی.
د دغې ځانګړې ناستې د خبري پوښښ لپاره د بيبيسي استول شوې خبریاله شکېبا حبیب وايي، دا کنفرانس د ملګرو ملتونو علمي او کلتوري سازمان یونېسکو له خوا جوړ شوی چې ګڼ شمېر افغان مېرمنې هم وربلل شوې دي.
دا ناسته داسې مهال جوړېږي چې سبا شنبه د مارچ اتمه په ټوله نړۍ کې د ښځو نړیواله ورځ نمانځل کېږي.
یونېسکو دا ورځ د افغان ښځو د زده کړو لپاره نمانځي.
دې غونډه کې یو شمېر هغو افغان مېرمنو ته هم بلنه ورکړل شوې، چې افغانستان کې دننه او بهر د افغان نجونو د زدکړو لپاره فعالیت او کار کوي.
موخه یې څه ده؟
یونېسکو د ملګرو ملتونو له داسې بنسټونو دی چې په افغانستان کې له ګڼو ماشومانو او په ځانګړي ډول له نجونو سره د زده کړو په برخه کې مرسته کوي.
د دې کنفرانس موخه د افغان مېرمنو غږ ته "درناوی او په افغانستان کې د نجونو لپاره د زده کړو د بدیلو لارو چارو موندل دي."
په افغانستان له هغې راهیسې چې د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي، ۱۲۶۵ ورځې پوره کېږي.
د دې تر څنګ، د ۲۰۲۲ کال له ډیسمبر راهیسې د نجونو پر مخ پوهنتونونه هم تړلي دي.
د یونېسکو په دې ناسته کې به پر دې هم بحثونه کېږي، چې د طالبانو حکومت له محدودیتونو سره سره څرنګه افغان نجونو او ښځو ته د زده کړو فرصتونه برابر کړل شي.
ځینې په دې باور دي چې د انلاین له لارې زده کړې "ښايي یو فرصت وبلل شي" خو په افغانستان کې انټرنیټ ته د نجونو لاسرسی کم دی او بیه یې هم لوړه ده.
دې غونډې ته به د یونسکو مرستیال مشر فېرمېن اېدوارد متوکو هم وینا کوي او ځینې هنرې نندارې به هم په کې شاملې وي.
د یونېسکو د شمېرو له مخې، له ۲۰۰۱ نه تر ۲۰۱۸ کاله پورې لس میلیونه نجونو په افغانستان کې زده کړې کولې او په پوهنتونو کې د ښځینه محصلانو شمېر هم په ۲۰۰۱ کال کې له پنځو زرو نه تر ۲۰۲۱ کاله پورې سلو زرو ته لوړ شوی و.