تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ملګري ملتونه: د سوریې پر پوله خوندي سیمه کې د اسرائیلو ساختماني کار د اوربند ماتول دي
ملګري ملتونه وايي له سوریې سره د پولې په اوږدو خوندي او ناپوځي سیمه کې د اسرائیلو ساختماني کار له ۵۰ کلن اوربند د "سختې سرغړونې" لامل شوی چې د نیول شوې ګولان په لوړو کې پر ګډه پوله د تاوتریخوالي خطر ډېروي.
د سپوږمکیو په مټ اخیستل شویو عکسونو په تېرو څو میاشتو کې نوي خندقونه او لوړې شوې ژۍ ښودلې چې په تېرو څو میاشتو کې د جلاوالي په نامه پېژندل شوې سیمه کې کیندل شوي دي.
بي بي سي د مجدال شمس ښارګوټي ته څېرمه د یوه پوځي موټر تر څنګ د ساختماني چارو او د جنوب په کلیوالو ځمکو کې د کارونو فلم ثبت کړي دي. انګېرنه دا ده چې په دواړو ځایونو کې کار د اسرائیلو تر کنټرول لاندې سیمو کې دي.
ملګرو ملتونو ویلي، د اسرائیلو ډېری ساختماني کارونه د جلاوالي په نامه له سیمې نه دي تېر شوي، خو ځینې خندقونه چې د ټانکونو په ګډون له پوځي وسایطو لاندې د ساتنې لپاره کیندل شوي – له یادې سیمې تېر شوي دي او د اسرائیلو پوځي ګاډي او پرسونل هم ناپوځي خوندي سیمې ته ننوتلي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي، واشنګټن په غزه کې د ریښتیني ډزبندیز غوښتونکی دی چې په لړ کې یې مرستې اړمنو کسانو ته ورسېږي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې لینډا ټوماس ګرینفیلډ هم ویلي "اسرائیل باید غزه کې د جبر شړلو له تګلارې لاس واخلي" چې د دې په ټکو دا به د امرکیا او نړیوال قانون پر بنسټ خطرناکې پایلې ولري.
په غزه کې د ملګرو ملتونو مرستندويه اداره وايي اسرائيلو غزې ته د بشري مرستو په برخه کې د امريکا له خوا ټاکل شوی ضرب الاجل نه دی عملی کړي.
يوه مياشت وړاندې امريکا اسرائيلو ته په يوه ليک کې خبرداری ورکړی و چه که په راتلونکو دېرشو ورځو کې غزې ته نورې بشري مرستې پرې نه ږدي د دې خطر شته چې د امریکا ځينې پوځي مرستې به پرې بندې شي.
ملګري ملتونه وايي غزې ته د مرستو رسولو اندازه په يوه کال کې تر ټولو ټيټه کچه کې ده.
د ملګرو ملتونو په ملاتړ يوه راپور په دې وروستيو کې خبرداری ورکړی چې د غزې په شمال کې چېرته چې په تېره يوه مياشت کې مرستې نه دي رسېدلې د ښکاره "قحطۍ" امکان موجود دی.
په غزه کې د فلسطيني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې (انروا) ویاندې لوېس واټریج بي بي سي ته ويلي چې هلته خلک نور د هېڅ شي زغم نه لري.
نوموړي وايي، "تېره اوونۍ زه د غزې په ښار کې وم او موږ له هغو کورنیو سره خبرې کولې چې ویل دوی څوارلس، پنځلس ځله په زوره بې ځایه شوي دي. دوی ته هېڅ شی نه دي ورپاتې، ان د دوی د اوبو څاګانې هم الوځول شوې دي. دا په بشپړ ډول د نهيلۍ وروستی حد دی. موږ هڅه کوو چې د امکان تر کچې دې خلکو ته مرستې چمتو کړو چې له دیارلس میاشتو راهیسې هېڅ نه لري خو اجازه نه راکول کېږي "
کله چې وپوښتل شوه چې ايا اسرايئلو د امریکا د غوښتنو پوره کولو لپاره کافي کار کړی دی نوموړې په زغره وويل، "نه". او زياته يې کړه "دلته کافي مرستې نشته. کافي اکمالات نشته."
تېره مياشت اسرائيلو په په دې هېواد او اشغال شوي ختيځ بيت المقدس کې د فلسطيني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو پر ادراې (انروا) بنديز ولګاوه او دا اداره يې د حماس په همکاري تورنه کړه.
د امریکا او بريتانيا په ګډون يو شمېر هېوادونو د اسرائيلو د دې ګام په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې په وینا يې دا غزې ته د مرستې لېږدولو وړتياوې محدودوي.
اسرائيل وايي غزې ته يې د مرستو لېږد کې د پام وړ زياتوالی راوستلی
خو بل پلو اسرائيل بیا وايي غزې ته يې د مرستو رسولو اندازه کې د پام وړ زياتوالی راوستلی او پر مرستندويه ادارو يې تور پورې کړي چې د مرستو په وېش کې پاتې راغلي دي.
د اسرائیلو د حکومت ویاند ډیویډ مېنسر وایي له یو میلیون ټنه ډېرو توکو ته یې اجازه ورکړې ده، "موږ د نړیوال قانون له مخې غزې ته د مرستې رسولو چاره عملي کړې، په دې مو خورا سخت کار کړی. موږ د متحده ایالاتو ملګرتیا ته ارزښت ورکوو."
اسرائيلو د پوځ له خوا د غزې په تړانګه کې د بشري مرستو د چارو مسئول د سې شنبې په سهار اعلان وکړ چې د جنوب پر لور يې د کېسوفېم لار پرانيستې ده.
د يادې ادراې يوه وياند بي بي سي ته ويلي چې "د [بلېنکن د غوښتنو] ډېر اړخونه پوره شوي او هغه چې نه دي عملي شوي بحث پرې شوی او د امريکا ځينې غوښتنې د هغو مسئلو په اړه وې چې مخکې حل شوې دي."
اسرائیل داسې مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له خوا د ټاکل شوي ضرب العجل په نه عملي کولو تورنېږي چې دغه هېواد په امریکا کې د ډونلډ ټرمپ بریا ته نورې ډېرې تمه لري.
ښاغلي ټرمپ تازه د اسرائیلو لپاره نوی سفیر هم ټاکلی چې ویل کېږي د ایران او په سیمه کې د ایران د ملاتړو ډلو ډېر مخالف دی.
همدارنګه ډونلډ ټرمپ د بهرنیو چارو وزارت لپاره ماکو روبيو او د ملي امنیت لپاره مایکل والټز د سلاکارانو په توګه غوره کړي دي.
د امریکا د کانګرس دغه دوه جمهوري پال غړي هم د ایران ضد او د اسرائیلو کلک ملاتړي بلل کېږي.
په غزه کې وروستۍ جګړه هغه مهال پيل شوه چې د حماس سلګونه وسله والو د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر پر اوومه نېټه د اسرائيلو پر جنوبي سيمو بريد وکړ، ۱۲۰۰ کسان يې ووژل او ۲۵۱ تنه نور يې يرغمل ونيول.
د بريد په ځواب کې اسرائيلو پر غزه يرغل وکړ چې دلته د حماس تر کنټرول لاندې د روغتيا وزارت د شمېرو له مخې د جګړې له پيله له ۴۳ زره زيات کسان د اسرائيلو په بريدونو کې وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر له خوا په خپاره شوي راپور کې راغلي چې د شپږو مياشتو په موده کې د تائيد شويو مړینو نژدې ۷۰ سلنه قربانيان مېرمنې او ماشومان دي.