د تصویرونو البوم؛ تهران او د مهسا امیني د مړینې دویم تلین

د عکس سرچینه، TTA KENARE/AFP via Getty Images
د ایران پلازمېنه تهران کې د اخلاق پولیسو په توقیف کې د وژل شوې مهسا (ژینا) امیني دویم تلین په مناسبت ګیتي تصویري اژانس د ایرانۍ پلازمېنې تازه تصویرونو یوه ټولګه خپره کړې.
په دې تصویرونو کې چې تر هر څه برالا ښکاري د هغو ښځو شمېر دی، چې له اجباري حجاب پرته د ښار په لارو کوڅو کې تر سترګو کېږي.
وړم کال د مهسا امیني له مړینې وروسته په ایران کې خورا پراخ احتجاجونه وشول، چې د چارواکو له ډېر توند غبرګون سره مخامخ شول. د هغو احتجاجونو په ترڅ کې لوی شمېر خلک نیول شوي وو.
د تصویرونو په تشریح کې راغلي چې د ښځو په مشرتابه د هغو احتجاجونو پایله کې نه یوازې ''اجباري حجاب وننګول شو، بلکې د روحانیونو په مشرتابه یې ټول نظام ولړزاوه.''
په ورته مهال یو شمېر ایرانیو ښځو د خپلې خوښې په کالیو کې داسې سیلفي تصویرونه خپاره کړي، چې ''د ښځو پر ورځنۍ مبارزه'' ټینګار کوي او له خپلو تصویرونو سره یې یوه ورته جمله لیکلې چې وايي: ''زه یوه یم، د ښار له بې ښمېره ښځو یوه یم.''

د عکس سرچینه، ATTA KENARE/AFP via Getty Images