بريتانيا کې افغانې کورنۍ ځايي خلکو ته د افغان خوړو لنډمهالی رستورانت پرانیست

Nelab preparing a meal in her kitchen in a large pot with a ladle. She is wearing a leopard-print top and black scarf.

د عکس سرچینه، North Yorkshire Council

    • Author, جک هاډوې وېلر
    • دنده, بي بي سي، يارکشاير
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

يوه کورنۍ چې په افغانستان کې د طالبانو له بيا واک ته رسېدو وروسته د بريتانیا نارت الیرټن ته کډه شوې ځايي خلکو ته د افغان دوديزو خوړو د ورښودلو او له ټولنې د مننې په موخه لنډمهالی رسټورانټ جوړ کړی دی.

حبیب رحیمي له بريتانوي ځواکونو سره د ژباړن په توګه کار کاوه، او په ۲۰۲۱ کال کې له خپلې مېرمنې نیلاب او څلورو اولادونو سره له افغانستانه ووت او په ۲۰۲۳ کال د بريتانیا په نارت یارکشاير سیمه کې مېشت شو.

ښاغلی رحیمي وايي، "موږ ډېر منندوی يوو خو غواړو چې کار وکړو او خپله لاره په خپله وچلو. ما غوښتل چې له ځايي خلکو سره افغان خواړه او کلتور شريک کړم".

د نارت يارکشاير د ځايي چارواکو له مخې د ۲۰۲۱ له اګست راهيسې دلته ۴۸۴ افغانان ځای پر ځای کړل شوي دي.

The Rahimi family sitting on a sofa. From left to right they are ten-year-old Omra, Habib who is holding one-year-old Samreen, Nelab, four-year-old Hamdullah and eleven-year-old Hizbullah.

د عکس سرچینه، North Yorkshire Council

د عکس تشریح، حبيب رحيمي له خپلې مېرمنې او څلورو اولادونو سره ژوند کوي

ښاغلی رحیمي وايي، "په نارت اليرټن سیمه کې اوسېدل په زړه پورې تجربه ده. دلته خلک ډېر مهربانه او ملګري دي او دې زموږ سره مرسته وکړه چې دلته ځانونه بلد کړو."

"موږ دلته ځان خوندي احساسوو، او ټولنې زموږ سره ډېره مرسته کړې، په ځانګړي ډول د کور موندلو او په انګلنډ کې له ژوند سره د عادتېدو په برخه کې."

د ځايي شورا د بيا مېشتېدو مشر جانتن سپنسر وايي، ادارې دا احساس کړه چې د رحيمي له کورنۍ سره مرسته يې مسوليت دی، ځکه که هغوی په افغانستان کې پاتی وی خوندي به نه وو.

دغه لنډمهالی رستورانت د اپرېل پر ۱۹مه د نارت‌الیرټن ټاون هال کې پرانيستل شوی.