کابینه کې د ژورو بدلونونو په لړ کې د اوکرایین بهرنیو چارو وزیر او څو نورو لوړپوړو چارواکو استعفاوې کړې دي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د اوکرایین دولت څو لوړپوړي چارواکي په کابینه کې د یو لړ بدلونونو اعلان سره هممهاله له خپلو دندو لاس په سر شوي دي.

د اوکرایین د بهرنیو چارو وزیر دیمیترو کولبا تر ټولو لوړپوړی چارواکی دی چې د بدلونونو په لړ کې له خپلې دندې تېر شوی.‌ د اوکرایین د پارلمان مشر نن (چارشنبه) اعلان وکړ چې ښاغلي کولبا له دندې استعفا کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت تر څنګ د کابینې یو شمېر نورې څوکۍ هم له استعفاوو وروسته خالي شوې دي. د دوی له منځه د ستراتژیکو صنایعو وزارت هم دی چې له روسیې سره د روانې جګړې لپاره یې وسلې تولید او برابرولې.

د ستراتژیکو صنایعو وزیر الکساندر کامیشین، د سیلګرۍ وزیر دنیس مالیوسکا، د چاپېریال ساتنې وزیر روسلان استریلتس، د لومړي وزیر دوه مرستیالان او د اوکرایین دولتي صندوق رییس نور هغه کسان دي چې له پرون راهیسې یې له خپلو دندې استعفاوې کړې دي.

د دې تر څنګ د اوکرایین ولسمشر خپل تر ټولو یو لوړپوړی سالاکار روستیسلاو شورما هم له دندې لېرې کړی دی.

تمه کېږي چې نن ځینې نور لوړپوړي دولتي چارواکي هم له خپلو دندو تېر شي او په پام کې ده چې د نویو وزیرانو نوملړ سبا (پنجشنبه) خپور شي.

د اوکرایین د دولت اپوزیسیون یوه استازي په دې ژورو بدلونونو نېوکه کړې او د ملي وحدت حکومت د جوړېدو غوښتنه یې کړې ده.

ایرینا ګراشچنکو د ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي د سیاسي ټیم او واک د ختمېدو غوښتنه هم تکرار کړې ده.

په اوکرایین کې ځينې دولتي چارواکي داسې مهال په یوه بل پسې له دندو تېرېږي چې د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي تېره شپه په خپله وینا کې وویل "دولتي بنسټونه باید داسې تنظیم شي" چې اوکرایین خپلو ټولو اړتیاوو ته په ښه ډول ورسېږي.

ښاغلي زیلېنسکي وویل "د دې لپاره باید د دولت ځینې برخې پیاوړې شي او د بدلون لپاره یوه تګلاره چمتو شوې ده." د هغه په ټکو "په ولسمشرۍ ماڼۍ کې به هم ځینې بدلونونه راشي. "

تېره اوونۍ د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زیلېنسکي د دې هېواد یوې ایف-۱۶ ډوله الوتکې له ویجاړېدو وروسته د هوايي ځواکونو قوماندان ډګر جنرال مېکولا اولیشچوک هم له دندې لېرې کړی و.

دا بدلونونه داسې مهال رامنځته کېږي چې اوکرایین لا هم د روسي ځواکونو له بمباریو او بریدونو سره مخ دی او هڅه کوي چې د اوکرایین په ختیځ کې د مسکو د پرمختګونو دفاع وکړي.