کرېکټ: عربي اماراتو له افغانستانه په ۱۱ منډو سيالي وګټله

د خپرېدو وخت

د افغانستان او متحده عرب اماراتو تر منځ د دريو شل اوريزو لوبو د لړۍ دويمه سيالي امارتو په ۱۱ منډو وګټله.

متحده عرب اماراتو د نننۍ لوبې د پچې له ګټلو سره لومړی د منډو جوړولو پرېکړه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې يې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۶۷ منډو هدف وټاکه خو افغانستان ونتوانېد چې پوره يې کړي.

د افغانستان لپاره قيس احمد او عظمت الله عمرزي هر يوه دوه دوه لوبغاړي وسوځول. فضل الحق فاروقي او محمد نبي بيا يوه يوه وېکټه واخيسته.

د اماراتو لپاره ايان لکرا تر ټولو ډېرې (۶۳) منډې وکړې. د ده تر څنګ لوبډلمشر محمد وسيم ۵۳ مندې جوړې کړې.

د افغانستان لپاره محمد نبي۴۷، حضرت الله ځاځي ۳۶، رحمان الله ګوربز ۲۱، قيس احمد ۱۸ او نجيب الله ځدراڼ ۱۲ منډې وکړې.

د دغو لوبو د لړۍ په لومړۍ سيالۍ کې افغانستان متحده عرب اماراتو ته په ۷۲ منډو ماته ورکړې وه. تر دې وړاندې يې دوه تمريناتي لوبې هم ترې ګټلې وې.

په تېره لوبه کې رحمان الله ګوربز په شل اوريزو نړيوالو لوبو کې په ۵۲ توپونو ۱۰۰ منډې وکړې چې دا يې په شل اوريزو نړيوالو لوبو کې لومړنۍ سليزه وه.

افغانستان د دغو لوبو د لړۍ له پیلېدو يوه ورځ وړاندې سکواډ اعلان کړ چې د ابراهيم ځدارڼ په مشرۍ په کې رحمان الله ګوربز، حضرت الله ځاځي، نجيب الله ځدراڼ، محمد نبي، عظمت الله عمرزي، کريم جنت، قيس احمد، نور احمد لکڼوال، نوين الحق او فضل الحق فاروقي ته ځای ورکړل شوی و.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان کرېکټ بورډ د ډسمبر پر ۲۵ مه پر دريو افغان لوبغاړو مجيب الرحمان، نوين الحق او فضل الحق فاروقي يو لړ بنديزونه ولګول خو دوې ورځې وروسته یې د يوې اعلاميې په خپرولو سره نوين الحق او فضل الحق فاروقي ته د متحده عرب اماراتو پر وړاندې لوبډله کې ځای ورکړ.

د افغانستان او جنوبي افريقا تر منځ د ۱۹ کلنو لوبه

د افغانستان او جنوبي افريقا تر منځ د ۱۹ کلنو يوه ورځنۍ سيالۍ چې د جنوبي افريقا په کوربتوب په جوهانسبرګ کې روانه وه افغان لوبډلې په ۴۷ منډو وګټله.

جنوبي افريقا د پچې له ګټلو سره لومړی افغانستان ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه. افغان لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۶ منډې وکړې چې په ځواب کې يې د جنوبي افريقا ټوله لوبډله په ۱۲۹ منډو وسوځېده.

د افغانستان لپاره رحيم الله زرمتي ۴۷، جمشيد زدراڼ ۳۳ او حسن عيسی خېل ۳۱ منډې وکړې.

د افغانستان، هند او جنوبي افريقا تر منځ د لوبو لړۍ لومړۍ سيالي هند ګټلې وه.