اېچ پي وي واکسین څه شی دی او کومې ښځې یې کولی شي؟

د خپرېدو وخت

څېړنې موندلې، (اېج پي وي) واکسین د رحم د خولې سرطان ۹۰ سلنه راکمولی شي.

د رحم د خولې سرطان د نړۍ په کچه په ښځو کې څلورم تر ټولو عام سرطان دی، چې هر کال یې له امله له ۳۰۰۰۰۰ ډېرې ښځې مري.

د اېچ پي وي واکسین د سرطان پر وړاندې تاسې خوندي کوي؟

د اېچ پي وي واکسین تاسې د نهه ډوله سرطاني ناروغیو پر وړاندې خوندي ساتي.

څېړنو ښودلې چې واکسین لږ تر لږه د ۱۰ کلونو لپاره تاسې له اېچ پي وي ویروسونو خوندي ساتي، که څه هم متخصصین تمه لري، چې دا خوندیتوب ښايي له دې هم اوږده موده وي.

څېړنو دا هم ویلي، چې دا واکسین د رحم سرطان پېښې ۹۰ سلنه راکمولی شي.

ايچ پي وي واکسین چاته ورکول کېږي؟

د اېچ پي وي واکسین هغه مهال ډېراغېزمن تمامېدای شي، چې پر دې سرطاني ناروغیو له اخته کېدو وړاندې ترلاسه شي.

ځکه چې واکسین یوازې وجود ته د ویروس د ننوتو مخه نیسي، نه شي کولی چې اخته کس د دې ناروغۍ له شره خلاص کړي.

دا ویروسونه دومره پراخ دي، چې باید خپل ماشومان جنسي فعالیت ته له رسېدو مخکې ترې خوندي کړل شي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، دا واکسین ښايي معمولا یو دوه ډوزه وکړل شي، خو هغه کسان چې د بدن معافیت یې کم شوی، باید هرو مرو دوه یا درې ډوزه وکړي.

اېچ پي وي څه شی دی؟

دا د ویروسونو یوه ډله ده، چې له ۱۰۰ ډېر بېلابېل ډولونه لري. کله چې پرې ککړ شئ په وجود کې مو هېڅ کومه نښه نه راښکاره کېږي.

که څه هم ځینې ډولونه یې په بدن کې د زخو د راښکاره کېدو لامل کېږي. دا ممکن ستاسو په لاس، پښو، تناسلي برخې یا خوله کې راښکاره شي.

ډېر خلک نپوهېږي، چې په ویروس ککړ شوي او له درملني پرته کولی شي د وقايي له لارې د دې ویروس له شره ځان خلاص کړي.

د اېچ پي وي تر ټولو ډېر خطرناک ډولونه هم شته، چې د انسجانو غیر طبیعي ودې لامل کېږي او سرطاني ناروغۍ رامنځته کوي.

کوم کسان پر اېچ پي وي اخته کېږي او ایا له دا ویروس له جنسي لارې لېږدول کېږي؟

دا ویروس ساري(له یوه کس بل ته لېږېدونکی) دی او یو کس پرې په ډېر اسانه ککړېدای شي.

د پوټکي د تماس له لارې له یوه کس بل ته لېږدول کېږي.

۸۰ سلنه خلک په ۲۵ کلنۍ کې په اېچ پي وي ویروس اخته کېږي.

له ۱۸ میاشتو تر دوه کلنۍ ماشومان په دې ویروس ډېر اخته کېږي.

دا ویروس د جنسي مایعاتو له لارې له ناروغ کس روغ ته نه لېږدول کېږي، خو د جنسي اړیکي پر مهال د لمس یا پوستکي د تماس له لارې لېږدول کېدای شي.

د اېچ پي وي واکسین په ټولنه نړۍ کې څومره خپور دی؟

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د رحم د خولې سرطان نږدې ۹۰ سلنه مړینه په ټيټ او منځنۍ کچه عاید لرونکو هېوادونو کې ده.

په دې هېوادونو کې د رحم سرطان تر هغې نه پېژندل کېږي چې ډېر پرمختللی نه شي او نښې یې راښکاره نه شي.

د روغتیا نړیوال سازمان وړاندې ویلي و، هڅه کوي تر ۲۰۲۳ کاله پورې د اېچ پي وي واکسین د خپرولو کچه ۹۰ سلنې ته لوړه کړي او له دې سره "تر راتلونکې پېړۍ" دا ناروغي ختمه کړي.

د دوی په وینا تر اوسه ۱۴۰ هېوادونو دا واکسین پېژندلي دي.

دا سازمان همدا راز زیاتوي، ښځو کې د رحم سرطان ناروغي ډېره په افریقا کې ۲۴ سلنه ورپسې لایتنه امریکا او کارائب سمندر کې ۱۶ سلنه، ختیځه اروپا کې ۱۴ سلنه او سویل ختیځه اسیا کې هم ۱۴ سلنه خپره شوې ده.

درملنو خدماتو ته نه لاسرسی او د دې ویروس پر وړاندې د واکسین په اړه شکونه د دې لامل شوي چې دا ویروس ډېر خپور شي.

روانډا لومړی افریقايي هېواد و چې د دې واکسین کمپاین یې پیل کړ، په ۲۰۱۱ کال کې یې یوه طرحه جوړه کړه چې نجونې د دیروس پر وړاندې ژر واکسین شي.

په لومړي کال په شرایطو برابر له ۱۰ نجونو ۹ کسانو یې واکسین وکړ، او د نورو هېوادونو لپاره یوه ښه بېلګه جوړه شوه.

سره له دې چې داسې ښکاري دا واکسین د رحم د خولې سرطان کچه راکموي، خو د اېچ پي وي د ټولو ډولونو پر وړاندې مونږ نه شي خوندي کولی.

نو ځکه اړینه ده چې ښځې ۲۵ کلنۍ ته له رسېدو وروسته د رحم معاینه وکړي.