تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سینې سرطان درملنه کې پرمختګ
د خپرېدو وخت
په بریتانیا کې ډاکتران وايي، د سینې سرطان درملنې په برخه کې یې ډېر پر مختګ کړی دی. دوی د بریتانیا په کېمبرج ښار کې، د ټولو هغو ښځو چې د تي سرطان لري، جینیتيکي کوډ نقشه کړی یعنې ټوټه او پر بېلا بېلو برخو یې وېشلی دی. همدا بیا له ډاکترانو سره مرسته کوي چې، وګوري ناروغ ته څه ډول درمل ورکړي. اوس هیله دا ده چې، د څارویو په مرسته، هغه سرعت چې، نوي درمل پکې جوړېږي، لا نور ښه او چټک شي.