تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نادولتي ادارو کې د ښځینه وو پر کاربندیز یو کال واوښت؛ ښځې وايي 'رواني فشار او نهیلۍ' سره مخ دي
- Author, تورپېکۍ غرنۍ
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
"زه له مجبورې ورځې کار ته تلم، ماته مې مریضه مور، د دوو کوچنیو وروڼو تعلیم او د کور نفقه را په غاړه وه، خو طالبانو په کور کېنولم."
دا د افغانستان ننګرهار کې د یوې داسې مېرمنې خبرې دي، چې له تېر یوه کال راهیسې په کور کېنول شوې. دلته یې اړول شوی نوم شبانه یادوو.
شبانې پښتو ادبیاتو کې د لیسانس تر کچې زدکړې کړي، خو د اقتصادي ستونزو له امله د ماسټرۍ کچې زدکړې ترې پاتې شوې او اړه شوې چې کار وکړي او خپله کورنۍ پرې وچلوي.
شبانې له ۲۰۱۷ کال راهیسې په بېلابېلو موسسو کې کار کړی، او وروستۍ دنده یې له یوې نا دولتي خیریه موسسې سره وه، چې د طالبانو له خوا پرې د کار بندیز ولګېد.
د تېر کال ډيسمبر پر ۲۴مه، د طالبانو حکومت افغانستان کې په نادولتي موسسو کې د ښځینه کارمنانو کار بندیز د شبانې په څېر زرګونه ښځې بې اسرې پرېښودې، داسې مېرمنې چې د خپلې کورنۍ د ساتلو دروند پېټی یې پر اوږو وو.
د طالبانو حکومت دغه بندیزونه لنډ مهالي بللي وو، هڅه مو وکړه چې د کال په تېرېدو یې نظر واخلو خو په دې اړه یې له څه ویلو ډډه وکړه.
شبانه وايي، د ژوند ډېرې سختې تنګې پرې تېرې شوي، همت او هیله یې هېڅکله نه ده بایللې، خو له کاره راګرځول کېدو "ډېره نهیلي کړې."
هغه وايي: "د پوهنتون پر مهال مې کورنۍ اقتصادي ستونزو سره مخ وه، تمه مې وه چې پوهنتون مې خلاص کړم او دنده پیدا کړم، همغسې وشول پوهنتون مې ختم شو، دنده مې واخیسته پنځه کاله مې دنده ترسره کړه او په کورنۍ مې ښې ورځې راغلې، اخر طالبان راغلل او هر څه یې رانه واخیستل. خدای چې څه راکړي و هغه دوی رانه واخیستل."
"روحي فشار او نهیلي"
کله چې په نادولتي بنسټونو کې د طالبانو حکومت پر ښځینه کارمنانو "شرایط سخت او محرم اجباري کړ"، شبانه وايي خپل ورور او کله خپل خوریې له زدکړو پاتې کاوه او ځان سره به یې کار ځای ته بوول.
ځکه چې په وینا یې "طالبانو ورته په یوازې ځان له کوره د وتلو اجازه نه ورکوله."
شبانه وايي، په کور کېناستو ښځې ډېرې نهیلي کړي او "روحي فشارونه" یې ورته پیدا کړي دي.
نوموړې وايي: "سره له دې چې هره ورځ به پر ښځو سخت شرایط لګول کېدل او زه مجبوره وم چې ځان سره یو محرم بوځم، خو بیا هم دې ته خوشاله وم چې د میاشت په اخر کې معاش اخلم او د خپلې کورنۍ اړتیاوې پرې پوره کوم."
شبانې له داسې موسسې سره کار کاوه چې په کلیو او لېري پرتو سیمو کې یې میندو او کورنیو ته د ماشومانو د ساتنې، د هغوی د حقونو او دا چې څه ډول یې روښانه رتلونکي لپاره کار وشي، روزنه ورکوله.
دا د ماشوم هغه اړتیاوې دي، چې په افغاني ټولنه او په ځانګړې توګه لېري پرتو سیمو کې ترې میندې او کورنۍ ناخبره دي.
هغه وايي: "زمونږ کار عامو خلکو ته ډېر ګټور وو، مونږ به کلیو کې لېري سیمو ته روتلو او ښځو ته به مو دا ورښودل، چې څنګه د خپلو ماشومانو پالنه او روزنه وکړي او روښانه راتلونکي لپاره یې کار وکړي."
د نوموړې په وینا: "زمونږ پر کار بندیز یوازې مونږ او زمونږ کورنۍ نه، بلکه د میلیونونه افغانانو ژوند اغېرمن کړی دی."
د کار بندیز کال پوره کېدو ته غبرګونونه
په افغانستان کې په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز د کال پوره کېدو ته بېلا بېل غبرګونه په ډاګه شوي.
د افغان ښځو او بشري چارو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري تېره شپه په خپله اېکس پاڼه لیکلي، "په نادولتي موسسو او د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو د کار ځنډول د حیاتي بشري مرستو رسولو لپاره یو جدي ګواښ دی."
هغې غوښتنه کړې چې په افغانانو کې باید دا شعار پیاوړی شي، چې و وايي: "بندیزونه لېرې کړئ."
د طالبانو حکومت تېر کال د ډيسمبر پر ۲۴مه، په ملي او نړیوالو غیردولتي موسسو کې د ښځو کار منع کړ، بیا یې د ۲۰۲۳م کال د اپرېل په لومړیو کې د ملګرو ملتونو په اړوندو ادارو کې هم د ښځو پر کار بندیز اعلان کړ.
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارډ بېنېټ یوځل بیا پر افغان ښځو د بندیزونو د لېرې کولو غوښتنه وکړه.
ریچارډ بېنېټ پرون یکشنبه په خپله اېکس پاڼه لیکلي، "د ښځو کار د ټولنې د اقتصاد لپاره مهم دی او د دوی ونډه د ټولنې هوساینې او پرمختګ لپاره اړینه ده.
ملګرو ملتونو پر ښځو په نادولتي موسسو کې د طالبانو دا بندیز د ښځو له اساسي حقونو او بشري اصولو ښکاره سرغړونه بللې ده.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، طالبانو د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې چې کله واک ته رسېدلي، په افغانستان کې د ښځو پر فعالیت او کار د محدودیت له ۵۰ ډېر فرمانونه صادر کړي دي.