تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بلوچستان په ګوادر کې د بلوڅانو د همغږۍ غونډه په پرلت بدله شوې
- Author, محمد کاظم
- دنده, بي بي سي- کوټه
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
د پاکستان، بلوچستان په ساحلي ښار ګوادر کې د "بلوڅانو د همغږۍ کمېټې" تر چتر لاندې ’بلوچ راجی مچی‘ یا د بلوڅانو قومي اجتماع په نامه احتجاجي غونډه د دوو غوښتنو منل کېدو تر وخته په پرلت بدله کړل شوې ده.
د ګوادر ښار سمندر غاړې ته نژدې دې روانې غونډې ته له خنډونو سره، سره د ښځو په ګډون زرګونه خلک ورغلي دي.
د پرلت مشران د دې اجتماع په تړاو د نیول شویو کسانو خوشي کول او د هغو کسانو له مخې د خنډونو لېرې کول د خپلو غوښتونو په توګه یادوي، چې په دې غونډه کې د ګډون لپاره روان وو.
کمېټې پاکستان حکومت ته ۴۸ ساعته وخت ورکړی، چې غوښتنې یې ومنل شي او که نه په خبره یې پرلت به یې تر نامعلوم وخته پورې دوام وکړي.
غونډه تېره شپه تر ناوخته پورې روانه وه او مشرانو یې ډاکترې ماه رنګ بلوڅ، سمي دین بلوڅ، صبغت الله شاه او یو شمېر نورو ورته ویناوې وکړې.
د بلوڅانو همغږۍ کمېټه په دې هکله وايي، "لومړی په پام کې وه، چې قومي اجتماع به د غونډې به بڼه یوازې د یوې ورځې لپاره وي، خو د دولتي جبر له کبله د دوو غوښتنو منل کېدو تر مهاله په پرلت بدله شوه، چې په همدې ګوادر کې به روان وي."
بل لور د ګوادر غونډې هغو ګډونوالو په هماغه ځایونو کې پرلت پیل کړی، چې د لارو په اوږدو کې د امنیتي ځواکونو له لوري درول شوي وو.
د بلوچستان له مرکزي ښار کوټې نه ګوادر ته پر لار قافله نژدې څلوېښت کیلومتره لېرې په مستونګ سیمه کې د هغې لویې لارې پر سر ځای پر ځای ولاړه ده، چې له کراچۍ ښاره تر کوټې پورې غځېدلې ده.
په مستونګ کې د دې قافلې یو غړی بیبرګ بلوڅ وايي، له مرکزي پرېکړې سره سم په ګوادر کې پرلت روان دی.
په ګوادر غونډه کې څه وویل شول؟
تېره شپه د ګوادر غونډې ته په وینا کې ډاکترې ماه رنګ بلوڅ وویل، په ګوادر کې د قومي اجتماع مخنیوي لپاره دولت خپل ټول زور وکاراوه، خو په وینا یې نن په ټول بلوچستان کې بلوچ قومي غونډې روانې دي.
نوموړې زیاته کړه، ''د ګوادر په لارو کوڅو کې د دې لپاره ځواکونه ځای پر ځای شوي وو، چې خلک له کورونو و نه وځي، خو د ګوادر ښځو او نارینه وو ثابته کړه، چې دولتي جبر نه مني او په ګڼ شمېر کې بهر ته راووتل.''
اغلې ماه رنګ له نړیوالو قوتونو او د بشري حقونو له ادارو وغوښتل چې ''په بلوچستان کې د بشري حقونو تر پښو لاندې کولو ته پام وکړي.''
هغې زیاته کړه، ''نن په دې غونډه کې شعوري بلوڅان ناست دي، دوی ښه پوهېږي چې وسایل یې په بې زړه سوي توګه چور کېږي.''
ډاکتره ماه رنګ بلوچ وايي، ''د همدې ګوادر په نامه دلته ټول پانګوال راوستل کېږي، خو د همدې ګوادر خلک چې غواړي سوله ییزه سیاسي غونډه وکړي، نو له هر لوري ټول ګوادر محاصره شوی دی.''
بل لور د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو وزیر میر ضیاالله لانګو د وضعیت معلومولو او له پرلتوالو سره د خبرو لپاره ګوادر ته رسېدلی دی.
د یادونې ده، چې د ګوادر غونډې په ترڅ کې د ډزو له کبله لږ تر لږه یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي. پر یکشنبه بیا بیبرګ بلوڅ ادعا وکړه، چې د ډزو دې پېښه کې اته کسان ټپیان شوي دي او پر شنبه په مستونګ سیمه کې د ډزو له کبله ۱۴ کسان ټپیان شوي.