تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د غزې یوه روغتون کې په یوه ډلهییز قبر کې لږ تر لږه ۱۹۰ مړي موندل شوي
د غزې په تړانګه کې روغتیايي او ژغورندویان وايي، د جمعې له ورځې راهیسې یې د خان یونس د ناصر روغتون د انګړ په یوه ډلهییز قبر کې لږ تر لږه ۱۹۰ مړي موندلي دي.
دوه اونۍ وړاندې اسرائیلي ځواکونو د غزې تړانګې په جنوب کې د خان یونس له ښاره د دغه روغتون په شاوخوا کې له سختې جګړې وروسته شاتګ وکړ.
د روغتیا نړیوال سازمان مخکې ویلي وو چې د اسرائیلو تر محاصرې لاندې روغتونونو کې د روغتون دننه جسدونه ښخېږي.
خو فلسطینیان دا خپل مخالف لوري ته منسوبوي او وايي چې اسرائیلي ځواکونو یو شمېر قربانیان وژلي دي.
د اسرائیلو پوځ وايي، د دې راپورونو په اړه څېړنه کوي.
اسرائیل پر حماس تور لګوي چې له روغتیايي مرکزونو د قوماندې د مرکزونو په توګه کار اخلي، چې حماس دا تور ردوي.
پرون "په غزه کې د فلسطین د ملکي دفاع" سازمان وویل چې په دغه روغتون کې لږ تر لږه ۵۰ جسدونه موندل شوي دي.
د ملکي دفاع اداره د فلسطیني ادارې د کورنیو چارو د وزارت یوه اړونده فرعي اداره ده او په غزه کې یې ویاند محمود بسال اېاېفپي ته وویل چې "د ناصر میډیکل کمپلیکس دننه د اسرائیلي اشغالګرو لخوا کیندل شوي ډلهییز قبرونه شته."
هغه وويل: "ځينې جسدونه لوڅ وو چې دا ښيي قربانيان شکنجه شوي او ځورول شوي دي."
د فبرورۍ په نیمایي کې په روغتون کې د سختو نښتو راپور ورکړل شو او د مارچ په وروستیو کې اسرائیلي ټانکونو او زغرهوالو موټرو روغتون محاصره کړ.
حماس په یوه بیان کې "د اعدام شویو کسانو ډلهییز قبرونه چې د پوځي بلدوزرونو په مټ د روغتون په انګړ کې کیندل شوي" وغندل"
په غزه کې د حماس د طبي چارواکو په وینا، په دې سیمه کې د اسرائیلو د پوځي عملیاتو په نتیجه کې تر ۳۴۰۰۰ زیات کسان وژل شوي چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي.