تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا له طالبانو او پاکستان غوښتي چې اختلافات د خبرو له لارې حل کړي
د افغانستان پر خوست او پکتیکا ولایتونو د پاکستان د بمبارۍ په تعقیب پر ځینو پاکستاني پوځي بنسټونو د طالبانو له بریدونو وروسته په لومړي غبرګون کې د امریکا متحده ایالتونو د 'زغم' غوښتنه کړې ده.
امریکا وايي، پاکستان کې د اورپکو له لوري بریدونو کې د خلکو پر وژل کېدو او په افغانستان کې د بمباریو پرمهال د ولسي خلکو پر وژل کېدو 'ژوره' خواشیني ښيي.
د امریکا ولسمشرۍ ماڼۍ اطلاعاتو سکرترې کرېن ژان پېري په افغانستان کې د طالبانو له حکومته وغوښتل چې باوري کړي، چې پر نورو د بریدونو لپاره ترهګر له افغان خاورې ګټه وانخلي. له ځايي وخت سره سم پر دوشنبې یوې خبرې غونډې ته وینا کې اغلې جین-پیري وویل، "امریکا ژمنه ده، چې افغانستان به نه پرېږدي، چې بیا د هغو ترهګرو په پټنځای بدل شي، چې غواړي امریکا، د امریکا ملګرو او متحدو هېوادونو ته زیان ورسوي."
امریکا له افغانستان سره په ګاونډ شمالي وزیرستان کې د یوه برید په ترڅ کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې او په افغانستان کې د هوايي برید پایله کې د ولسي وګړو پر وژل کېدو "ژوره" خواشینې ده.
اغلې پیري ویلي، "موږ په طالبانو غږ کوو چې ډاډ ترلاسه کړي د افغانستان له خاورې څخه ترهګریز بریدونه نه کېږي او موږ له پاکستانه غواړو چې له زغم څخه کار واخلي او ډاډ ترلاسه کړي چې د دوی د ترهګرۍ ضد هڅو کې ملکي وګړو ته زیان نه رسېږي."
هغه د ۲۰۰۱ کال نیویارک او پنټاګون (دفاع وزارت) بریدونو ته په اشاره زیاته کړه: "او موږ له دواړو خواوو غواړو چې هر ډول توپیرونه د خبرو له لارې له منځه یوسي. موږ دې ته ژمن یو چې ډاډه شو افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو لپاره په یوه داسې خوندي ځای بدل نه شي چې غواړي متحده ایالاتو او زموږ همکارانو او متحدینو ته زیان ورسوي."
له دې مخکې د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې د پاکستان د پوځ الوتکو د افغانستان په جنوب ختیځ پکتیکا او خوست ولایتونو کې پر کورونو بمباري کړې چې له امله یې د دریو ماشومانو او پنځو ښځو په ګډون اته تنه وژل شوي دي.
اسلام اباد تایید کړه چې د دوی ځواکونو د اورپکو په اهدافو بریدونه کړي او د افغانستان حاکمیت ته یې د درناوي ډاډ ورکړی.
وروسته، طالبانو غچ اخیستونکي بریدونه پیل کړل او د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې یې د پاکستان پوځي تاسیسات په نښه کړل.
دا په داسې حال کې ده چې د شنبې په ورځ د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې وسله والو لږ تر لږه اوه پاکستاني پوځیان ووژل.
اسلام اباد په افغانستان تور پورې کوي چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) د وسله والو په مخنیوي کې پاتې راغلی؛ هغه ډله چې له څو اورپکو ډلو جوړه شوې.
پاکستان ادعا کوي چې دغه ډله مخکې له دې چې افغانستان ته پنا یوسي، پاکستان کې بریدونه کوي، خو افغانستان دا تورونه ردوي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله په یوه خبرپاڼه کې د پاکستان تازه برید پر افغانستان د پاکستان تېری بللی دی.
وروسته د طالبانو دفاع وزارت د پاکستان دغه "تېریګر ګام" ته په غبرګون کې د ډیورنډ پر فرضي کرښه په درنو وسلو د پاکستاني پوځیانو پوځي تاسیسات په نښه کړل.
د پاکستاني حکومت نژدې سرچینو ویلي، ظاهرا برید د پاکستاني طالبانو د تحریک د یوه قومندان عبدالله شاه پر استوګنځي شوی، خو ښاغلی مجاهد او ټيټيپي دواړو ویلي چې عبدالله شاه پاکستان کې دی.
خو په یوه ویډیو کې چې پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې خپله عبدالله شاه پکې له څو تنو وسله والو سره راڅرګند شوی او وايي، په جنوبي وزیرستان کې دی. "دا کوم پروپاګنډ چې خپرېږي، دا بې بنیاده دي، نن د روژې اوومه ورځ ده او د مارچ اتلسم تاریخ دی. موږ په خپل جنوبي وزیرستان دره شوال کې له اوله فعالیتونه دي، موږ هېڅ چېرې نه یو تللي او له سره همدلته اوسېږو."
د یادونې ده، چې پاکستان حکومت په کور دننه د ټي پي پي یا پاکستاني طالبانو له پر لپسې بریدونو سره مخ دی او ډېری وخت افغانستان ته ګوته نیسي چې له هغه ځای په پاکستان کې بریدونه همغږي کوي، خو افغانستان کې د طالبانو حکومت تل دا تورونه رد کړي او وايي، هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد د بریدونو لپاره وکاروي.
د پاکستان حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ د افغان طالبانو په منځګړتوب څو ځله د سولې خبرې وشوې او د څه مودې لپاره اوربند هم وشو، خو وروسته دغه خبرې ناکامه شوې او دواړه اوس یو پر بل خونړي بریدونه کوي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم له بيبيسي سره په یوه تازه مرکه کې ویلي، د پاکستان نوې اداره او د پوځ ځینې قومندانان غواړي د دغه هېواد د امنیت تامینولو کې خپلې ناکامۍ ته توجیه ومومي او د خلکو د عامه اذهانو د تګلوري بدلولو لپاره د خپلې په ناامنیو کې د ملامتیا ګوته افغانستان ته نیسي.