تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د هند اتراکنډ کې د شخصي احوالو د قانون لايحه د مسلمانانو ژوند څنګه اغېزمنوي؟
- Author, شکيل اختر
- دنده, بي بي سي، هند
- د خپرېدو وخت
د 'جې شري رام' او 'وندې ماترم' د شعارونو په انګازو کې د اتراکنډ ایالتي غونډې ته د شخصي احوالو د قانون لايحه وړاندې شوه.
د دې وړاندیز شوي قانون پر بنسټ به هند کې د ټولو مذهبونو پیروانو باندې یو ډول کورنی قانون یا د واده، طلاق، میراث اړوند قانون به یو ډول پلی کېږي.
اوس مهال په هند کې د ټولو مذهبونو وګړي د خپلو قوانینو پر بنسټ دا ډول مسایل حل او فصل کوي.
د بېلګې په توګه که چېرې یو مسلمان کس د طلاق یا میراث مسله ولري، محکمې د مسلمانانو خپلو قوانینو پر بنسټ پرېکړه کوي.
اتراکنډ ایالت کې د واک پر سر بي جي پي ګوند، اعلی وزیر پشکر سېنګ وايي، "یاد قانون د هند د اساسي قانون پر بنسټ جوړ شوی، چې موخه یې له مذهبي توپیر پرته د ټولو هندي اتباعو هوساینه ده او په دې اړه هېڅ ډول اندېښنې ته اړتیا نه شته. "
د شخصي احوالو قانون کې څه دي؟
که د قانون دا لایحه تصویب شي، اتراکنډ به په خپلواک هند کې لومړنی ایالت وي، چې په کې پلې به شي.
د شخصي احوالو د قانون نوې لایحې له مخې د دولت ټول وګړي به تر یوه قانون لاندې راشي او کله چې د قانون بڼې ته واوړي د واده، طلاق، ځمکې، ملکیت او میراث اړوند ټولې مسلې به له مذهبه پرته د همدې قانون له مخې حل کېږي.
د دې لایحې جوړونکی حکومت وايي، د دې لایحې له لارې هغو ځایونو کې چې له ښځو سره توپیري چلند کېده د مخنیوي هڅې شوې دي.
حکومت چې دغه لایحه وړاندې کړې وايي، په دغه قانون کې هڅه شوې چې له ښځو سره د حقونو په برخه کې توپیري چلند ونشي.
د یادې لایحې کومه تفصيلي بڼه چې ایالتي اسمبلې ته وړاندې شوې په کې راغلي، چې "مسلمانان په یو ځل درې طلاق نه شي ورکولی او له یوه نه زیات ودونه کول ناقانونه ګرځول شوي دي."
وړانديز شوې لایحه کې د میراث اړوند موضوع کې نجونو ته مساوي حق ورکړل شوی دی.
د نوي قانون له مخې، د ټولو مذهبونو وګړو ته په زوی ولۍ او لور ولۍ د ماشومانو نیولو قانوني حق ورکړل شوی.
هغه کسان چې له واده پرته یو ځای ژوند کوي هغو ته قانوني حق ورکړل شوی خو په دې شرط چې ځان به له پولیسو سره ثبتوي.
د لایحې له مخې هغه کسان چې له واده پرته يو ځای ژوند کوي د هلک او نجلۍ عمر که له ۲۱ کلونو کم وي، نو د دوی مور او پلار ته به هم په قانوني توګه خبر ورکول کېږي، او که دا جوړه ماشومان زیږوي هغوی به هم قانوني حیثت ولري.
د نوي قانون پر بنسټ د واده عمر ۱۸ کاله ټاکل شوی دی.
په نوي قانون کې راغلي چې هر واده باید په قانوني توګه ثبت شي او د طلاق پر مهال نارینه او ښځینه باید مساوي حقونه ولري.
د ځمکې او نورو ملکیتونو په ګډون میراث کې نجلۍ او هلک ته یو برابر حق ورکړل شوی دی.
د یاد قانون له وړاندې کولو مخکې د اتراکنډ ايالت په مرکز دهرادون کې امنيتي تدابير سخت شوي وو.
د دې ایالت یوه پخواني وزیر یعقوب صدیقي پرون هڅه وکړه، چې له خپلو پلویانو سره د دې لایحې پر ضد لاریون وکړي.
دوی د دغه قانون د لغوه کېدو غوښتنه کوي.
په یوې ټلویزیوني مناظره کې مذهبي مشر ساجد راشدي وویل، چې هر مذهب د کورنۍ جلا قوانین لري. د ټولو مذهبونو قوانین څنګه یو کېدی شي؟
د اپوزیسیون ګوند او پارلمان غړي ایس ټي حسن په خپل غبرګون کې ویلي، "هېواد یې له ۷۵ کلونو راهیسې په سمه توګه روان دی. د دې قانون اړتیا څه ده؟ که په دې قانون کې داسې کوم احکام شامل وي، چې د قرآن د لارښوونو خلاف وي، موږ به یې ونه منو. بي جي پي خو سیاست کوي دوی بس هندو او مسلمان وايي."
نوموړي په ځینو حالاتو کې د څو ودونو ملاتړ وکړ.
نوې لایحه کې څو ودونه د سزا وړ جرم ګڼلی دی.
د یاد قانون له مخې ټول دا حق لري چې ماشوم په زویولی او لورولی ونیسي.
دمګړۍ هند کې د مسلمانانو قانون پر بنسټ په زویولی او لورولی د بل چا بچیانو خپلول قانوني نه دي.
په اسلامي ټولنه کې د بل چا اولاد قانوني وارث نه ګڼل کېږي خو د وړاندیز شوي قانون له مخې د بل چا اولاد په زویولی نیولو یا لویولو له لارې هغه قانوني وارث ګنل کېږي.