تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ؛ افغانستان درېیمه شل اوریزه لوبه کې ایرلند ته په ۵۷ منډو ماته ورکړه
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د متحدو عربي اماراتو په شارجه کې د دریو شل اوریزو سیالیو د لړۍ په وروستۍ لوبه کې ایرلنډ ته ۵۷ منډو ماته ورکړه او په دې توکه یې دا لوبلرۍ ۲ -۱ وګټله.
د ننۍ لوبې پچه افغان لوبډلمشر راشد خان وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
افغان لوبډلې په ټاکلو شل اورو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۵ منډې وکړې او ایرلنډ ته یې د ۱۵۶ منډو هدف وټاکه.
خو د ایرلنډ ټول لوبغاړي تر ۱۸م اووره په داسې حال کې وسوخېدل چې یوازې ۹۸ منډې یې کړې وې.
افغانستان لپاره ابراهیم ځدراڼ تر ټولو ډېرې ۷۲ منډې وکړې او تر پایه ونه سوځېد.
هغه ۳ شپږېږې او ۵ څلوریزې ووهلې.
د افغانستان له اړخه توپ اچونه کې عظمت الله عمرزي ۴ لوبغاړي وسوځول.
هغه په خپلو ۴ اورونو کې یوازې ۹ منډې ورکړې.
د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جایزه افغان لوبډلمشر راشد خان ته ورکړ شوه.
هغه په تېرو دریو لوبو کې ۸ لوبغاړي سوځولی او ۳۳ منډې کړې وې.
نن رحمان الله ګوربز، صدیق الله اتل، ابراهیم ځدراڼ، محمد نبي، عظمت الله عمرزی، راشد خان، ننګیالی خروټي، محمد اسحاق، عجاز احمدزی، نوین الحق او فضل الحق فاروقي د افغانستان لپاره لوبه کوي.
د یادونې ده چې د دې لوبلړۍ لومړۍ لوبه ایرلنډ او وروستۍ دواړه افغانستان وګټلې.
افغانستان او ایرلنډ تر شل اوریز کرېکټ مخکې درې نړیوالې یو ورځنۍ او یوه ټېسټ سیالي هم درلوده.
د یو ورځنیو لوبو لړۍ افغانستان ۲- صفر وګټله خو ټېسټ د ایرلنډ په ګټه تمام شوی و.