ملګري ملتونه: نړۍ کې هر کال نژدې یو میلیون بې مودې زېږېدلي ماشومان مري

د خپرېدو وخت

د ملګرو ملتونو تازه شمېرې ښيي چې هر کال په نړۍ کې شاوخوا یو میلیون بې مودې زېږېدلي کوچنیان مړه کېږي.

د دغه سازمان د بېلابېلو څانګو د پلټنې له مخې، دا شمېر د مور او ماشوم پر روغتیا له پانګونې سره ټیټېدای شي.

د رپوټونو له مخې، بېلابېلو هېوادونو کې جګړو او کورونا په دې لړ کې د تېر یوه کاله لاسته راوړنې اغېزمنې کړې دي.

د افغانستان په ګډون هغو هېوادونو کې، چې لږ عواید لري، په هرو لسو بې مودې زېږېدلو ماشومانو کې، یوازې یو ژوندی پاتې کېږي.‌

دا رپوټ چې د روغتیا نړیوال سازمان،‌ یونېسف او نورو همکارو سازمانونو په ګډه چمتو کړی،‌ ټوله نړۍ کې د بې مودې پیدا شویو ماشومانو د وضعیت یو هېښوونکی انځور وړاندې کوي.

په رپوټ کې ویل شوي،‌ د دې ډول کوچنیانو له ۶۵ سلنه ډېر په سویلي اسیا او افریقا کې دي.

د رپوټ څېړونکو په خپله پلټنه کې د ۲۰۲۰ کال شمېرې راخیستې چې ټولې نړۍ کې نږدې ۱۳ نیم میلیونه کوچنیان بې مودې پیدا شوي دي‌.

که دا د ۲۰۱۹ کال له شمېر سره پرتله شي، هرو لسو کې د یوه کوچني زیاتوالی ښي.

د مور او ماشوم د روغتیا لپاره د نړیوالې موسسې پي ایم این سي ایچ مشرې هیلګا فاګ سټډ د رپوټ څېړونکو ته ویلي، د کورونا، اقلیم بدلون، د شخړو ډېرېدو او د ژوند چارو لګښتونو کې د زیاتوالي له امله، په دې لړ کې د تېرې لسیزې پرمختګ ته لوی تاوان رسېدلی دی.

نوموړې زیاته کړې،‌ د دې لپاره چې له "دې خاموشه ایمرجنسۍ یا بېړني حالته" خلک خبر شي‌،‌ حکومتونه، مرستندویه ادارې، کورنۍ او نور ټول باید په شریکه کار وکړي.

بې مودې ماشوم هغه ته ویل کېږي، چې د مور په ګېډه کې ټاکلې ۴۰ اوونۍ پوره نه کړي، او له دې مودې وړاندې پیدا شي.

افغان ډاکتران وايي، افغانستان کې له وخت وړاندې زېږون د کره شمېر مالومات نشته، خو د اړینو وسایلو د نشتوالي له امله دغه هېواد کې ډېر کم بې مودې زېږېدلي ماشومان ژوندي پاتې کېږي.

ډاکټرې 'نبیلې منصور' چې په افغانستان د ماشومانو برخه کې کار کوي، په دې اړه عنایت الحق یاسیني ته ویلي، چې بې مودې زېږون افغانستان کې د ماشومانو د مړینې یو لوی لامل دی.

د یونېسف د روغتیا برخې مشر سټیفن لاو ویېرر وايي،‌ سره له دې چې تېرې یوې لسیزې کې نړۍ ډېر پرمختګونه کړي دي "خو موږ په دې برخه کې چې د بې مودې کوچنیانو د زېږېدو یا د هغوی د مړینې شمېر راکم کړو، هېڅ پرمختک نه دی کړی."

ډاکټر نبیله منصور وايي چې افغانستان کې روغتيايي خدمتونو ته نه لاسرسي هم دا مسله پېچلې کړې ده.

د ملګرو ملتونو د رپوټ پای کې سپارښتنه شوې چې د بې مودې ماشومانو د مړینې کچې راټیټېدو لپاره دې په نړیواله کچه همغږې هڅې وشي او حکومتونه دې، دې برخې ته په خپلو تګلارو کې لومړیتوب ورکړي.