پاریس کې د ایران د 'مجاهدین خلق' غونډه؛ مایک پېنس او لیز ټرس هم پکې ګډون کړی

د خپرېدو وخت

د ډونلډ ټرمپ حکومت کې د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پېنس او د برتانیا پخوانۍ لومړۍ وزیرې لیز ټرس د ایران له 'مجاهدین خلق' سازمان سره ملاتړ ښودلی دی.

مجاهدین خلق د ایران د رژیم ستر مخالف سازمان دی.‌

د امریکا او بریتانیا دغو پخوانیو مشرانو د پاریس څنډه کې د دې ډلې په یوه نسبتآ ستره ناسته کې ګډون کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر مایک پمپیو هم دې غونډې ته یو ویډیويي پیغام استولی دی.

مایک پېنس،‌ چې غواړي د امریکا راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته ځان د جمهوريپال ګوند له اړخه ونوموي، دې ناسته کې په‌ ایران کې د تېرو میاشتو دولت ضد احتجاجونونو ته په اشارې ویلي "د ایران رژيم پخوا هېڅکله دومره کمزوری شوی نه و،‌ لکه نن چې دی."

د امریکا پخواني مرستیال ولسمشر زیاته کړې "دا نور یوازې یو اعتراض نه دی، بلکې ازادۍ لپاره د انقلاب پیلامه ده."

نوموړي زیاته کړه "هېڅ ځپوونکی رژیم به تر ابده پاتې نه شي."

د بریتانیا پخوانۍ لومړې وزېر لیز ټرس بیا د روسیې او چین بهرني سیاست ته په کتو ویلي "موږ د نړۍ لروبر د استبدادي رژیمونو لخوا د ډېرېدونکو ګواښونو شاهدان یو."

هغې زیاته کړې چې استبدادي دولتونه "زړور شوي" او دا چې "ازادې نړۍ‌ [د دغو دولتونو] پر وړاندې کافي ګامونه نه دي اخیستي."

اغلې ټرس وویل "زه مې هېڅکله د یوه ازاد او دېموکراتیک ایران هیله له لاسه نه ورکوم."

نوموړې وايي " دیموکراسي د نړۍ لروبر ګواښ سره مخ ده. باید د جوړجاړي او راضي ساتلو سیاست نور پرېږدو."

د امریکا بهرنیو چارو پخواني وزیر مایک پمپیو هم د مجاهدین خلق سازمان دې غونډې ته په استولي پیغام کې له دې ډلې سره ملاتړ اعلان او تهران سره یې د هر ډول احتمالي هوکړې د ناوړه پایلو خبردرای ورکړی دی.

هغه وویل د ایران اوسني رژیم سره احتمالي هوکړه به "د ایران او نړۍ خلک له ناورین" سره مخامخ کړي.

د فرانسې خبري‌ اژانس وايي، له دې غونډې سره هممهاله زرګونو کسانو پاریس کې لاریون هم کړی.

د فرانسې پولیسو تر دې مخکې مجاهدین خلق او د دغه سازمان سیاسي څانګه 'ملي مقاومت شورا' پاریس کې د خپلې کلنۍ غونډې له جوړولو راګرځولي وو.‌

پولیسو ویل پر دې غونډې احتمالي بریدونو او دې ته اندېښمن دي، چې ګډونوال یې د ایران له نورو اجلا وطنه سیاسي ډلو سره په اخ و ډب وانه وړي.

خو بالاخره پاریس کې یوې محکمې حکم ورکړ چې دا ډول ممنوعیت د بیان ازادۍ او د غونډو جوړولو د حق خلاف دی.

د ایران مجاهدین خلق ډلې پاریس کې د دوی پر کلنۍ غونډې بندیز "له شرمه ډکه معامله" بللې وه.

د یادونې ده چې پاریس کې د مجاهدین خلق پر دې غونډې د بندیز له مخکیني اعلان سره هممهاله البانیا کې پولیسو د دغه سازمان د غړو پر یوه پنډغالي برید هم کړی و.‌

د مجاهدین خلق غړي وايي، فرانسې دا ګام د دې لپاره اخیستی چې ګواکې له تهران سره د جوړجاړي او له دېپلوماتیکو لارو د اټومي هوکړې د ستونزو د حل هڅه کوي.

ځینو ایراني چارواکو په دې وروستیو کې له خپلو فرانسوي سیالانو سره اړیکو کې یو څه نرمښت ښودلی او د ایمانویل مکرون د بهرني سیاست په اړه په نرمه لهجه غږېدلي دي.

مجاهدین خلق ځان له ایرانه بهر تر ټولو مهم ایرانی سیاسي‌ جوړښت ګڼي.‌

دغه سازمان که څه هم ډېر وخت د ایران د نورو مخالفو سیاسي جریانونو له نیوکو سره مخامخېږي، خو د هغوی ټولو پرتله نسبتآ ډېر غړي‌ او د فعالیت اوږده مخینه لري.

دغه سازمان د ایران د پټو اټومي فعالیتونو په تړاو افشاګریو سره ښودلې چې کارنده نړیوالې اړیکې لري.