"د سعودي عرب ولیعهد محمد بن سلمان ایران ته سفر کوي"

د خپرېدو وخت

د ايران دولتي خبري اژانس (ايرنا) وايي د سعودي عرب وليعهد محمد بن سلمان به د ايران د چارسمبالي ولسمشر محمد مخبر په بلنه ايران ته سفر وکړي.

د ياد خبري اژانس د خبر له مخې د سعودي عرب وليعهد يې بلنه منلې او ښاغلي مختار ته يې هم بلنه ورکړې چې سعودي ته سفر وکړي.

د سعودي عرب وليعهد د لومړي وزير حيثيت هم لري او د دغه هېواد "اصلي مشر" بلل کېږي.

د راپورونو له مخې ښاغلي مخبر د ايراني حاجيانو د هرکلي لپاره د سعودي د وليعهد له حکم مننه کړې او ټينګار يې کړی چې د پخواني ولسمشر ابراهيم رئيسي بلنه لا هم اعتبار لري.

دری ورځې وړاندې د سعودي د پاچا ملک سلمان ځانګړي استازي او د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير په تهران کې د ابراهيم رئيسي د جنازې مراسمو کې ګډون کړی و چې تصوير يې د رسنيو د سر موضوع ګرځېدلی وه.

د ايران او سعودي اړیکي د شيخ نمر له اعدام او په تهران او مشهد کې د سعودي پر ډيپلوماټيکو ماموریتونو له بريدونو وروسته خړې پړې شوې.

خو تېر کال د چين حکومت په منځګړيتوب دواړه هېوادونه د ډيپلوماټيکو اړيکو د بيا پيل په اړه هوکړې ته ورسېدل او د يو بل په پلازمېنو کې يې ډپيلوماټیکې چارې بيا پيل کړې او د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو تهران او جدې ته سفرونه وکړل.

د سعودي عرب د بهرنيو چارو وزير فيصل بن فرحان ايران ته د خپل سفر په ترڅ کې د ايران له ولسمشر ابراهیم رئيسي او د بهرنيو له وزير حسين امير عبداللهيان سره چې دواړه څو ورځې وړاندې د چورلکې لوېدو پېښه کې ووژل شول ليدلي وو.

امير عبداللهيان سعودي ته د خپل سفر پر مهال د سعودي عرب له وليعهد محمد بن سلمان سره کتلي و.

په ۱۳۵۷ کال کې په ايران کې د اسلامي انقلاب له پيل سره د ايران او سعودي عرب تر منځ اړيکي تر ډېره سړې او کله ناکله ترينګلې شوې دي.