تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هند کې پولیس هغې ناوې پسې ګرځي چې خپل واده کې یې هوايي ډزې کړې
د هند په اترپردېش ایالت کې پولیس د هغې ناوې په لټون بوخت دي چې په خپل واده کې یې هوايي ډزې کړې وې.
په خواله رسنیو یوه خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې دا ناودې د خپل نوي خاوند ترڅنګ ناسته ده او هوايي ډزې کوي.
په دې ویډیو کې د لږترلږه څلورو ډزو غږونه اورېدل کېږي.
پولیسو ویلي د دې ښځې خلاف دوسیه درج شوې، خو هغه له دې پېښې وروسته بې درکه ده.
د هند شمالي ایالتونو کې د خوښیو مراسمو او جشنونو پر مهال د هوايي ډزو پېښې ډېرې کېږي.
وخت ناوخت د دغو ډزو له کبله د خلکو د مړینې یا ټپي کېدو راپورونه هم خپرېږي.
هند کې قانون چا ته د دې اجازه نه ورکوي چې وسله په غیر مسوولانه ډول کاروي او د خوښۍ هوايي ډزې وکړي.
که څوک له دغه اصولو سر غړوي او د خلکو ژوند ته خطر پېښ کړي نو نغدي جریمه او یا ان زندان ته استول کېدای شي.
د اترپردیش مرکز لکنو کې یوې محکمې په ۲۰۱۶ کال کې حکم وکړ چې د خوښۍ مراسمو پر مهال د هوايي ډزو یوه پېښه هم باید له څېړل کېدو پاتې نه شي.
ټایمز اوف اینډیا ورځپاڼې یوه رپوټ کې ویلي چې د ناوې د هوايي ډزو دا ویوډیو د هغې یوه خپلوان خواله رسنیو ته خېژولې ده.
پولیسو دې ورځپاڼې ته ویلي، چې دا ښځه اوس د نیول کېدو له وېرې پټه شوې.