اوچا: طالبان مو په چارو کې لاسوهنه کوي؛ طالبان وايي، د شفافیت لپاره د مرستو بهیر څارنه یې مسوولیت دی

اوچا لوګو

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ اداره (اوچا) مسوولین وایي، په چارو کې یې د طالبانو لاسوهنه ددې لامل شوې چې په افغانستان کې د خپلو بشري مرستو د یو شمېر پروژو فعالیت په موقته توګه ودروي.

د اوچا مسوولینو په تېره جولای میاشت کې د لاسوهنو د ۱۰۶ پېښو رپورټ ورکړی چې په خبره یې له همدې کبله په لنډمهالي ډول د ۵۹ پروژو چارې ځنډول شوې دي.

اوچا وایي، طالبان یې په کارونو کې لاسوهنه کوي، له مرستندویه پرسونل سره یې فزیکي برخورد کېږی او دغه راز په تدارکاتو کې د طالبانو د لاسوهنې ادعا کوي.

د اوچا په رپوټ کې راغلي: ''په هغو پېښو کې چې په جولای میاشت کې رپوټ شوې، ۷۳ پېښې داسې دي چې د بشري فعالیتونو عملي کولو په چارو کې د واکمنو چارواکو (طالبانو حکومت) لاسوهنه پکې شامله ده او له همدې کبله په موقت ډول ۳۷ پروژې لغو شوې وې. په دې کې داسې موارد شامل دي، چې (له دې پروژو) د ګټه اخیستونکو په انتخاب او د تدارکاتو پر بهیر اغېز او دغه راز حساسو معلوماتو ته د لاسرسي غوښتنه پکې شامله ده، چې د ګټه اخیستونکو او کارکوونکو په هکله معلومات هم پکې شامل دي. دغه راز د تفاهم لیکونو لاسلیکولو په برخه کې د ځنډ رامنځته کېدو په هکله هم رپوټونه ورکړل شوي دي.''

د اوچا اعلامیه کې ویل شوي، په ههمدې جولای میاشت کې د داسې ۷ پېښو په هکله هم دوی ته رپوټ ورکړل شوی، چې له مرستندویه کارکوونکو سره ''تاوتریخوالی شوی دي.''

د رپوټ له مخې دې پېښو د ۱۰ مرستندویه کارکوونکو د نیول کېدو په ګډون سخت عواقب درلودل. رپوټ کاږي، د ګواښونو او فزیکي بریدونو په ګډون دغه ډول پېښو د مرستو رسولو پر چارو ناوړه اغېز کړی.

د طالبانو غبرګون

اوچا وايي، د بشري مرستو په چارو کې د طالبانو لاسوهنه د یو شمېر  پروژو د لغو کېدو لامل شوې.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اوچا وايي، د بشري مرستو په چارو کې د طالبانو لاسوهنه د یو شمېر پروژو د لغو کېدو لامل شوې.

خو طالبان بیا د نادولتي ادارو په کارونو کې لاسوهنه ردوي. په افغانستان کې د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وایي، طالبان د مرستندویه ادارو په چارو کې مداخله نه کوي او وایي دوی د روڼتیا په موخه له اوچا سره په ګډه د مرستندویه ادارو څار او څارنه کوي.

"دا خبره موږ ردوو، اوچا، د دوی اړوند ادارې او مرستندوی مرکزونه، د بشري مرستو په ټولو چارو کې خپلواک دي. د دوی په چارو کې هېڅوک لاسوهنه نه کوي، البته د شفافیت رامنځته کولو په هدف د افغانستان اسلامي امارت مسوولیت لري، چې د مرستو د دې بهیر څارنه وکړي، ځکه موږ لیدلي چې د مرستندویه ادارو ځايي همکاران په یوه او بل نوم باندې دغه بشري مرستې، حیف و میل کوي او شفافیت له منځه ځي، نو لازمه ده، چې د افغانستان اسلامي امارت له مرستندویه موسساتو سره په ګډه د دې چارو څارنه وکړي.''

په ۲۰۲۴ کال کې د طبیعي پېښو، له کبله ځپل شویو پېښو ته ورتګ ګران شوی و. د روان کال له جنورۍ میاشتې تر جولای میاشتې په دې پېښو کې د اغېزمن شویو کسانو شمېر نژدې ۱۶۶ زرو ته رسېده. په دې کې ۵۰۷ کسان مړه شوي او ۶۱۲۷ کسان ټپیان شوي وو.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې په وینا، سږ کال د طالبانو سرپرست حکومت ۷۲ داسې فرمانونه هم صادر کړي چې د دوی پر هڅو یې په افغانستان کې ناوړه اغېزې کړي دي.

د اوچا په راپور کې راغلي، یوازې د جولای په میاشت کې لس فرمانه په سوېلي، سوېل ختیځو، شمال ختیځو او مرکزي سیمو کې صادر شوي او د جولای په میاشت کې د بشري چارو د برخې لس کارکوونکي هم نیول شوي دي.