له افغانستانه د پخواني شوروي د وتلو ۳۵م کال؛ طالبان وايي "هېوادونه دې له خپلو ناکامیو درس واخل‍ي"

د خپرېدو وخت

نن د سلواغې/دلوې ۲۶ مه له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو د وتلو له ۳۵مې کلیزې سره برابر ده.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت په دې تړاو یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې دوی "دغه ورځ د افغانستان په تاریخ کې یوه له ویاړ ډکه او د الله جل جلاله د شکر ورځ بولي او په مناسبت يې خپل مسلمان او مجاهد ملت ته مبارکي وايي."

په دغه بیان کې زیاته شوې چې "افغانان سوله غوښتونکي دي - لا هم د استقلال غوښتنې قوي حس په کې موجود دی او متجاوز هېوادونو دې له خپلو ناکامیو درس واخلي."

د يادونې ده چې پخواني شوروي اتحاد د ١٣٥٨ کال د مرغومې/جدي پر شپږمه پر افغانستان يرغل وکړ او د ١٣٦٨ کال د سلواغې پر ٢٦مه یې له څه باندې لس کاله خونړۍ جګړې وروسته خپل ځواکونه بېرته وایستل.

په دې موده کې سلګونو زره افغانان ته مرګژوبله واوښته او میلیونونه نور کډوالی ته اړوتل چې ډېر پاکستان او ایران ته ولاړل.

ډېر افغانان پر افغانستان د شوروي‌ یرغل دغه هېواد کې د تېرو څلورو لسیزو د ناخواله پیلامه ګڼي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا په خپره شوې خبرپانه کې له افغانستانه د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو وتلو ته هم اشاره شوې، چې په پایله کې یې طالبانو بیا واک ته ورسېدل.‌

هغه لیکلي‌ "د تېرو څه باندې سلو کلونو له پرلپسې یرغلونو او په مقابل کې یې د کامیابۍ څخه به په راتلونکي کې متجاوز هېوادونه عبرت واخلي او د بل ځل لپاره به پر افغانو له هر ډول تجاوز څخه وړاندې سل ځله فکر وکړي."

په بیان کې زیاته شوې "افغانان سوله غوښتونکي خلک دي، خو هر ځل يې سوله او امن د بهرنیو یرغلونو او تاړاکونو له امله په جګړه بدل شوی او کلونه ځورول شوي او کړول شوي دي."

کابل کې د طالبانو غونډه: "زموږ مخالفانو ته پناه مه ورکوئ"

د طالبانو حکومت لخوا د سلواغې د ۲۶مې اړوند نن په کابل کې یوه غونډه هم جوړه شوې وه چې د دوی ځینو مشرانو پکې ګډون کړی و.‌‌

د طالبانو د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي دې غونډه کې وویل، چې دوی د ګاونډیو په ګډون د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره حسنه اړیکې غواړي او له نورو هېوادونو هم ورته تمه لري.

هغه وویل یو افغان هم دوی سره په تور لیست کې نشته او که هر څوک که د کوم "تشویش" له کبله له هېواده وتلی وي، بېرته افغانستان ته ستنېدی شي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست یې خلیل‌الرحمن حقاني وویل فتح اسانه خو ساتل یې ګران دي.‌

هغه وویل "د پخواني شوروي ځایناستی، تر قامته پورې د دې پوروړی دی، دا ټولې بدبختۍ د دوی پر غاړه دي، افغانانو او د افغانستان ملت ته باید تاوان ورکړي."

ښاغلي حقاني وویل چې ټول ګاونډي هېوادونه، اسیا، امریکا، د‌ خلیج عربي هېوادونه او المان د افغانانو د قربانیو او احسان پوروړي دي.

هغه د کوم هېواد د نوم له اخیستلو پرته ګاونډیو هېوادونو ته په خطاب کې وویل که څوک یې مخالفانو ته پناه ورکړي نو دوی به یې تر هماغه ځایه وڅاري.‌

نوموړی وويل "دا ډرونونه زموږ پر خاوره له کوم ځایه راځي؟ دا په کومه لاره ځي؟ څوک لاره ورکوي چې زموږ په سرونو باندې ګرځي، زموږ په خاوره دورې کوي؟ په کوم قانون په کومو اصولو یې کوي؟ چا دا اجازه ورکړې؟"

نوموړی ګواښ وکړ چې د هر هېواد له بندر او خاورې چې ضرر ورپېښیږي، په مناسب وخت کې به حساب ورسره وشي.‌

د طالبانو حکومت د حج، ارشاد او اوقافو وزارت سرپرست شیخ نور محمد ثاقب بیا نړیوالو ته په خطاب کې وویل، چې افغانان دې پرېږدي چې د ده په وینا په سوله کې ژوند وکړي او خپل هېواد پخپله اباد کړي.

د طالبانو پر حکومت ورهاخوا په تېر جمهوریت کې د ملی پخلاینې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم د سلواغې ۲۶مه د افغانستان د معاصر تاریخ یوه ځلانده او نه هېرېدونکې ورځ ده.

هغه د اېکس (پخواني ټویټر) یوه پیغام کې لیکلي "نن د افغانستان د معاصر تاریخ یوه ځلانده او نه هېرېدونکې ورځ ده. په دې ورځ د افغانستان د خلکو د بېساري سپېڅلي جهاد، مبارزې او قربانیو له امله د وخت یرغلګر ځواکونه له افغانستان څخه په ماتې وتښتېدل."

هغه زیاته کړې، "د سلواغې ۲۶مه، د افغانانو د مېړانې، سرښندنې او اتلولۍ تاریخ دی، چې یادول او نمانځل یې راتلونکیو نسلونو ته د ازادۍ، مبارزې او له خپلو ارزښتونو او خاورې څخه د دفاع او ساتنې درس ورکوي."