د افغانستان تکواندو ملي لوبډله د بودیجې نشتوالي له امله له دریو مهمو نړیوالو سیالیو بې برخې شوه

    • Author, خوشحال تایب
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د افغانستان تکواندو ملي لوبډلې مسوولین وايي د بدني روزنې د عالي کمېسیون د پرېکړې له مخې او د بودیجې نشتوالي له امله له دریو نړیوالو سیالیو بې برخې شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په پاریس کې د اولمپیک د ونډې ترلاسه کولو لپاره، سیالۍ له یوې میاشتې په کمه موده کې په چین کې پیلېږي.

د افغانستان د تکواندو د ملي لوبډلې مشر روزونکی محمد بشیر تره کي بي بي سي پښتو وېپاڼې ته وویل، ((موږ په اولمپیک سیالیو کې د ونډې ترلاسه کولو لپاره ډېرې هلې ځلې کړي، دا پرېکړه به د تکواندو فدراسیون د تخنیکي کارکوونکو او د لوبغاړو پر مورال او زغم لوی ګوزار وي.))

ښاغلی تره کی زیاتوي: "زموږ په ګاونډي هېواد ایران کې درې نړیوالې سیالۍ ترسره کېږي، د اسیا د کلبونو سیالۍ، د پرزیدنټ کپ سیالۍ او د فجر لسیزې نړیوالې سیالۍ، چې د هوټلونو، خوراک او د نوم لیکنې فیسونو ته پکې اړتیا ده. خو اوس د بدني روزنې ریاست له خوا د کافي بودیجې نشتوالي له امله ټول رد شوي دي."

د تکواندو د ملي لوبډلې مشر روزونکي په وینا، تهران ته د ځمکې له لارې سفر ۷۲ ساعته وخت نیسي او باید د موټر په وسیلې سفر وکړو، خو د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د سفر ترتیبات هم نه دي ورته نیولي.

د ښاغلي تره کي په وینا دا په داسې حال کې ده چې د پاریس اولمپیک سیالیو لپاره د ونډې ترلاسه کوونکو، لوبډلو او هېوادونو د نړۍ له غوره لوبډلو سره شپږ میاشتني ګډ تمریني کمپونه لري او له ټولو اسانتیاوو برخمن دي.

محمد بشیر تره کی وايي "د تکواندو ملي لوبډله میاشتنۍ تنخوا نه لري، د خوراک، جامو، ټرانسپورټ او نورو اړتیاوو لپاره پیسې نه لري او په دې اړه یې هر ځل وړاندیز ردېږي."

د تکواندو فدراسیون ته ډېر پام شوی

د افغانستان د اولمپیک ملي کمېټې ویاند اتل مشواڼي په دې اړه بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل، دوی تر دې دمه د نورو فدراسیونونو پرتله د تکواندو فدراسیون ته ډېر پام کړی دی او په تېر کال کې یې د څو سفرونو زمینه هم ورته برابره کړې ده، چې لګښت یې شاوخوا ۱۲ میلیونو افغانیو ته رسېږي.

ښاغلی مشواڼی وايي، " د اسلامي امارت له راتګ راهیسې د اولمپیک نړیوالې او اسیايي کمېټو د افغانستان له اولمپیک کمېټې سره هېڅ ډول مالي مرسته نه ده کړې. حتی خپله بودیجه یې هم نه ده ورکړې. زموږ ټولې سیالۍ او بهرني سفرونه له داخلي بودیجې څخه کېږي."

ښاغلی مشواڼی زیاتوي دا چې د مالي کال وروستي وختونه دي او موږ هم هومره بودیجه نه لرو، چې بهرني سفرونه پکې ترسره شي. بله دا چې د دوی وخت هم ډېر تنګ و او مالي چارې یې په دومره لنډ وخت کې نه ترسره کېدلې، چې له امله یې له بده مرغه د تکواندو فدراسیون دا درې سفرونه ځنډېدلي دي.

د افغانستان تکواندو د اسیا د (۴۵) هېوادونو ترمنځ اووم، او د نړۍ په (۲۱۴) هېوادونو تر منځ بیا ۲۹ ځای لري. او له ۱۸۵ هېوادونو مخکې دي.