ایر اینډیا د متیازو د رسوایۍ له کبله شرمنده شو

د خپرېدو وخت

د هند "ټاټا سنز" شرکت مشر د هغې پې‍ښې په اړه "خپګان" ښودلی چې ددغه شرکت په یوه الوتنه کې یوه نشه سړي د یوې بوډۍ ښځې پر سر میتیازې وکړې.

پېښه د نومبر میاشتې وروستیو کې د "ایر اینډیا" هوايي شرکت په یوه الوتکه کې شوې چې چارې یې "ټاټا سنز" شرکت سمبالوي.

دې خبر په هند کې ډېره غوسه راوپاروله  او له دې پې‍ښې سره د شرکت د چلن د څرنګوالي په اړه ډېرې نیوکې وشوې.

یاد مشکوک سړی د شنبې په ورځ ونیول شو او په امریکايي شرکت "وېلز فارګو" کې له خپلې دندې وشړل شو.

د "ټاټا سنز" شرکت مشر نتاراجان شاندراسیکاران د یکشنبې په ورځ یوه خبرپاڼه کې وویل، د هوايي چلن شرکت باید دې پې‍ښې ته ژر غبرګون ښودلی وای.

دی زیاتوي: "دداسې پېښو د مخنیوي لپاره به لاس په کار شو او که بیا پېښه شوه سملاس‍ي به غبرګون ښیو".

دا څرګندونې یوه ورځ وروسته تر هغه شوې چې د "ایر اینډیا" هوايي شرکت اجرائیوي مشر کمبل وېلسن د مسافرو په حق کې د کارمنانو د دا ډول چلن په اړه "خپګان" ښودلی و.

پېښه د نومبر پر ۲۶مه له نیویارک نه نوي ډیلي ته د الوتکې په (بیزنېس کلاس) کابین کې شوې ده.

ویل شوي چې مشکوک شنکار میشرا نشه و او پر یوه مسافره یې میتیازې کړې دي. دا مسافره یوه ۷۲ کلنه بوډۍ وه.

دې ښځې د "ټاټا سنز" شرکت مشر ته په بله ورځ په لیک کې لیکلي: "جامې، بوټان او بکسه مې ټوله په میتیازو لامده خیشته شول".‌

دا وايي، د الوتکې له عملې یې وغوښتل چې څوکۍ یې بدله کړي، خو ورته وویل شول چې بله تشه څوکۍ نه لري مګر د عملې یوه کوچنۍ څوکۍ ورته وړاندیز شوه. دا ګومان کوي چې د الوتکې عملې ددې له غوښتنې پرته دا سړی ورته حاضر کړ چې بښنه ترې وغواړي.

دې ښځې یاده الوتنه او سفر "بوږنوونکی" بللی او وایي چې شرکت یې د سفر د ټیکټ ډېر کم تاوان ‌پرې کړی دی.‌

یوه امریکايي ډاکټر شوګاتا پاتاشارجي – چې الوتکه کې د شنکار میشرا تر څنګ ناست و- د ښځې د خبرو ملاتړ کړی دی.

ډاکتر اېن ډي ټي وي ته ویلي، د پېښې په ورځ یې شرکت ته لیکلی شکایت استولی، خو شرکت هېڅ ځواب نه دی ورکړی.

دغه شرکت د میشرا پرضد له خپلې یوې کمېټې نه د شکایت څېړلو غوښتنه کړې ده.

دوې اونۍ وروتسه شرکت د ۳۰ ورځو لپاره د میشرا پر سفر بندیز لګولی.‌

پر میشرا د جنسي تېري او ناوړه چلن تور هم لګول شوی.‌ خو د هغه وکیل ویلي چې موکل یې له پې‍ښې دوې ورځې وروسته د یادې ښځې لمده شوې بکسه او جامې ومینځلې.