د ډینګي تبې مخنیوي نوې تګلاره: کاڼه نر غوماشي له ماده سره نه یو ځای کېږي

    • Author, میشل رابرټس
    • دنده, د بي بي سي ډیجیټل روغتیا څانګې ایډیټر
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

ساینسپوهان په دې باور دي، چې د ډینګي، ژیړې تبې او زیکا په ګډون یې د غوماشو چیچلو له کبله د رامنځته کېدونکو ناروغیو مخنیوي لپاره یوه جالبه لار موندلې ده.

دوی وايي، د غوماشو ډېروالي مخه داسې نیول کېدای شي، چې نر غوماشي کاڼه شي او له دې لارې دوی له ماده غوماشي سره یو ځای کېدو کې پاتې راشي او د نسل ډېرېدو مخه یې ونیوله شي.

نر او ماده غوماشي د الوت پر مهال په هوا کې یو ځای کېږي او نر غوماشي د ماده غوماشيو د وزرو رپولو له غږ اورېدو وروسته پسې ځي او ورسره یو ځای کېږي.

ساینسپوهانو یوه تجربه کړې، دوی د نر غوماشي د هغې جنیټیک تګلارې برعکس تګلاره کارولې، چې د ماده غوماشې د وزرو رپولو غږ اورېدو لپاره یې کاروي. د دې تجربې پایله دا شوه، چې په یوه پنجره کې تر درې ورځو پورې له یو ځای پاتې کېدو وروسته هم نر غوماشي له ماده سره یو ځای نه شول.

د یادونې ده، چې ماده غوماشې ناروغۍ خپروي او له دې تګلارې سره به د دوی د نسل ډېرېدو مخنیوی شونی شي.

د کالفورنیا پوهنتون ساینسپوهانو ډلې پر ایدیس ایګیپتي نومې غوماشو څېړنه کړې، چې د ژیړې تبې غوماشو په نامه هم یادېږي او ویل کېږي چې هر کال نژدې ۴۰۰ میلیونه کسانو ته ناروغۍ لېږدوي.

دوی په هوا کې د غوماشو یو ځای کېدو بهیر څېړلی، چې له یوې دقیقې لږ وخت اخلي، دا معمولاً یو څو ثانیې وخت وي او له جینیټیک لارې یې د دې پروسې مخنیوي پر لارو، چارو غور کړی دی.

دوی په غوماشو کې د ټي ار پي وې اې په نامه یو ډول پروټین په نښه کړی، چې د غږ اورېدو لپاره مهم رول لري.

په کڼو شویو غوماشو کې معمولاً نیورون د الوت پر مهال د ماده غوماشو د وزرونو غږ اورېدو مخه نیوله او جذاب غږونه د نر غوماشي د غوږونو د پاسه تېرېدل.

برعکس هغه نر غوماشي چې کاڼه شوي نه وو، په چټکۍ سره په پنجره کې ایسارو ماده غوماشو ته ورسېدل او په هغوی کې یې هګۍ پیدا کړې.

د دې څېړنې پایلې په پي این اې اېس نومي ژورنال کې خپرې شوې دي، چې د کالفورنیا پوهنتون څېړونکې سانتا باربرا پکې وايي، اغېز یې ځکه 'پرېکنده' دی، چې د کڼو نر غوماشو د یو ځای کېدو مخه په بشپړه توګه نیول شوې ده.

د جرمني اولډینبورګ پوهنتون ډاکتر جورج البرټ چې د غوماشو یو ځای کېدو او نسل کثرت ماهر دی، د تازه څېړنې په هکله راته وویل، د غوماشو مخنیوي لپاره د دوی د اورېدو پر حس برید د دې حشرې د کنټرول یوه مناسبه لار ښکاري، خو په وینا یې دا چاره نوره څېړنه او مدیریت غواړي.

دی وايي: ''دا څېړنه لومړنۍ مخامخ مولکولي معاینه راکوي، چې ښيي اورېدل نه یوازې د غوماشو د تولد لپاره مهم دي، بلکې اړین دي. د نر غوماشو د اورېدو او یو ځای کېدو لپاره د الوت له وړتیا پرته به ماده غوماشې له منځه ځي.''

دی وايي، یوه بله احتمالي لار په هغو ځایونو کې چې غوماشي پکې ډېر وي، د داسې نر غوماشو خوشي کول هم دي، چې له میکروبونو پاک وي.

که څه هم غوماشي ناروغۍ لېږدولای شي، دوی د غذا دائرې لپاره هم مهم رول لري، چې یوه بېلګه یې د کبانو، مارغانو، اسمان څکالو او چونګښانو لپاره د تغذیې په توګه خپله د دوی شتون دی او دغه راز د بېلابېلو بوټو د تخم لېږد رالېږد کې هم مهم رول لري.