تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اوکرایین جګړه: پوتین د درې ورځني اوربند له اعلانه څه ترلاسه کول غواړي؟
- Author, سټېف روزنبرګ
- دنده, د بيبيسي د روسیې اېډېټر
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۴ دقیقې
اوربند څه وخت د سولې تامین لپاره یوه ریښتینې هڅه وي او څه وخت یوازې یو تبلیغاتي ګام؟ دا داسې پوښتنه ده چې په دې وروستیو کې ډېره راپورته کېږي چې ډېر کله د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په اړه وي.
لنډ اوربند د کرېملین یو ځانګړی دود ګرځېدلی دی.
ولادیمیر پوتین لومړی د عیسویانو د یوې مذهبي ورځې ایسټر په مناسبت ۳۰ ساعته اوربند اعلان او د یوه "بشردوستانه" اقدام په توګه رامخ ته کړ.
د کرېملین مشر اوس د مې میاشتې په لومړیو کې د درېیو ورځو لپاره د یو اړخیز اوربند اعلان کړی دی. دا اوربند به د می له ۸ تر ۱۰ پورې دوام وکړي. دا ورځې د دویمې نړیوالې جګړې د پای ته رسېدو د ۸۰ یمې کلیزې له لمانځل کېدو سره سمون ولري.
کرېملین په یوه بیان کې ویلي، چې ټول پوځي اقدامات به د ۷۲ ساعتونو لپاره ودرول شي. مسکو (یو ځل بیا) "بشردوستانه" ملاحظات بیان کړي او تمه یې ښودلې چې اوکرایین به هم له خپله اړخه پرې عمل کړي.
کیېف د دغه وړاندیز په ځواب کې پوښتنه کړې، چې روسیې ولې یوه سملاسي اوربند ته ژمنتیا ښودلی او ترڅنګ یې دا غوښتنه هم کړې چې ډز بندي دې لږترلږه ۳۰ ورځو لپاره وغځول شي.
د اوکرایین د بهرنیو چارو وزیر اندري سیبیها ویلي: "که روسیه رښتیا سوله غواړي، نو باید سملاسي اوربند وکړي." هغه پوښتنه کړې: "ولې د مۍ تر اتمې پورې انتظار؟"
نو ایا دا د د روسیې د ولسمشر لخوا چې څه باندې درې کاله پخوا یې پر اوکرایین پراخ برید پیل کړی، د جګړې پای ته رسولو رښتینی اقدام دی؟
که یوازې د کرېملین لخوا د ډونلډ ټرمپ د متاثره کولو یوه هڅه ده؟
ښايي د کرېملین منتقدین به پرې د تبلیغاتي هڅې شک ولري.
اوکرایین روسي سرتېري تورن کړل چې ایسټر لپاره د اعلان شوي خورا لنډ تش په نامه اوربند پر مهال یې په پرلپسې ډول د اوربند له اصولو سرغړولی دی.
مسکو ۳۰ ساعتونو لپاره د جګړې درولو په اعلان سره سپینې ماڼۍ ته د دې پیغام د لېږدولو هڅه وکړه چې روسیه په روانه جګړه کې سوله غوښتونکی او کیېف بریدګر دی. روسیې اوکرایین تورن کړ چې ګوندې د مسکو لخوا د امن وړاندیز له پامه غورځوي او جګړه اوږدوي.
خو د ټرمپ وروستۍ څرګندونې ښیې چې دا ادعا یې زړه ته نه ده لوېدلې.
ټرمپ روانه اونۍ پر خپله تروټسوشیل خواله رسنۍ یوه پیغام کې ولیکل چې پوتین سره د دې "هېڅ دلیل" نشته چې "په تېرو څو ورځو کې دې [اوکرایین کې] پر ملکي سیمو، ښارونو او ښارګوټو توغندي وویشتل شي".
هغه زیاته کړې: "دا مې دې فکر ته اړباسي چې هغه ښايي نه غواړي جګړه ودروي، یوازې ما تېرباسي، او باید ورسره د 'بانکوالۍ' یا 'ثانوي بندیزونو' له لارې بل ډول چلند وشي؟ ډېر خلک مړه کیږي!!!"
روسیې نن یو بل اوربند اعلان کړ. دا نسبتآ یو څه اوږد دی: درې ورځې. او بیا پکې د "بشردوستانه" اندېښنو ادعا شوې.
ایا دا هم واشنګټن ته د دې اشارې رسولو یوه بله هڅه ده چې کرېملین ښه نیت لري؟ او دا چې روسیه واقعآ په دې هر څه کې ښه اړخ دی؟
که همداسې وي، نو داسې نه ښکاري چې دې هڅې دې کار کړی وي. دمګړۍ نه. د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ د مسکو د لنډمهاله اوربند د وړاندیز په یادونې سره ویلي: "ولسمشر [ډونلډ ټرمپ] دا روښانه کړې چې دایمي اوربند غواړي، لومړی باید وژنې ودرېږي، وینه تویدنه ودرول شي."
لیویټ زیاته کړه "هغه [ټرمپ] د دواړو هېوادونو له مشرانو په زیاتېدونکې توګه مایوسه دی."
دا د دې نښه ده چې د امریکا ولسمشر که څه هم په دې وروستیو میاشتو کې تر ډېره پر ولسمشر زېلېنسکي ډانګ پیېلې نیوکې کولې، خو ښايي نور یې کرېملین لپاره هم صبر او زغم په پای ته رسېدو دی.
د ټرمپ ادارې تېره میاشت له روسیې او اوکرایین دواړه وغوښتل چې ۳۰ ورځو لپاره پر یوه جامع غیر مشروط اوربند هوکړه وکړي. اوکرایین دا هوکړه لاسلیک کړه. خو روسیې ترې انکار کړ.
جګپوړو روسي چارواکو وار له مخه دا هڅه پیل کړې چې د ولسمشر پوتین د درې ورځني اوربند وړاندیز د دې لپاره وکاروي چې اوکرایین تر سیوري لاندې راولي.
د روسیې د پارلمان د ولسي جرګې رییس ویاچسلاو ولودین د روسیې دولتي تلویزیون ته ویلي: "دا په شک کې ده چې [ولسمشر] زېلېنسکي دې زموږ د ولسمشر د پرېکړې ملاتړ وکړي او اوربند ومني."
ګرانه ده چې دا یو هڅوونکې نښه وګڼل شي، هغه هم د یوه بل لنډمهاله اوربند په اعلان پسې ډېر ژر.