تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امنيتي چارو افغان شنونکی"جاوېد کوهستانی د طالبانو له بنده خوشی شوی"
د افغان شنونکي جاوېد کوهستاني کورنۍ بي بي سي ته ويلي، چې نوموړی سې شنبې (۱۵ اکټوبر) "د طالبانو له بنده خوشی" او په کابل کې خپل کور ته رسېدلی دی.
دری اوونۍ وړاندې باوري سرچينو بي بي سي ته ويلي وو چې د طالبانو حکومت څارګرې ادراې ښاغلی کوهستانی هغه مهال د کابل په "سرای شمالي" سيمه کې نيولی و چې له خپلو ملګرو سره يې ليدل.
هغه مهال په کابل کې د طالبانو امنیه قومانداني له بي بي سي سره په خبرو کې د پېښې په تړاو بې خبري ښودلې وه او ویلي یې وو چې د ښاغلي کوهستاني په نیول کېدو کې لاس نه لري.
تر اوسه څرګنده نه ده چې د ښاغلي کوهستاني د نیولو لامل څه و.
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته د طالبانو له بيا رسېدو وړاندې ښاغلی کوهستانی په افغان رسنيو کې يو له پېژندل شويو سياسي شنونکو څخه و چې تر ډېره يې تحليل د طالبانو او د افغانستان پخواني حکومت تر منځ پر جګړې راټول و.
خو د طالبانو له بيا واک ته رسېدو وروسته جاوېد کوهستانی ډېر لږ پر رسنيو راڅرګندېده. نوموړی يو له هغو متقاعدو پوځيانو و چې د جمهوريت له سقوط وروسته له خپلې کورنۍ سره په کابل کې پاتې شو.