تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سراج الحق: "پاکستان کې د ترهګرۍ خلاف د ملا هبت الله اخوندزاده فتوی د ډېرې ستاینې وړ ده"
د پاکستان د جماعت اسلامي ډلې مشر سراج الحق وايي په پاکستان کې د ترهګرۍ پر ضد "د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده فتوی له حده ډېر د ستاینې وړ ګام دی."
هغه دا هم ویلي چې په افغانستان کې د امنیت لپاره اړینه ده چې پاکستان کې امن وي.
سراج الحق د دې تر څنګ پخپل ټوېټر پاڼه لیکلي "د سیمې پرمختګ او خوشحالي د دواړو هېوادونو له امنیت سره تړلي او دښمن نه غواړي چې دا دواړه هېوادونه له یوه بل سره نږدې پاتې شي."
نوموړي زیاته کړې چې د کابل او اسلام اباد تر منځ د ورورولۍ اړیکې به د راتلونکو نسلونو د ښېګڼې او په سیمه کې د غوړېدلي سوداګرۍ سبب شي.
خو تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمي ډول د داسې کومې فتوی په اړه څه نه دي ویلي.
نوموړي دا څرګندونې داسې مهال کړې چې اوونۍ وړاندې د طالبانو د حکومت د دفاع چارسمبالي وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد اعلان وکړ چې که څوک له افغانستانه بهر د جهاد په نیت ځي، جنګ یې جهاد نه دی.
نوموړي په یوه وینا کې چې د طالبانو تر واک لاندې ملي تلویزیون یې ځینې برخې خپرې کړي ویلي "اوس خو د امیر امر دی. اطاعت یې واجب، فرض او لازم دی. که څوک له افغانستانه بهر د جهاد په نیت ځي، دغه جهاد یې جهاد نه بلل کېږي."
هغه خپلو پوځيانو او د دوی مشرانو ته دې وینا کې ویلي، چې هم پخپله او هم خپل ملګري پر جهاد، د جهاد پر مقصد او د نظام پر اهمیت پوه کړي او دا چې د خپلو غوښتنو او "خواهشاتو په وجه باید ستونزې او مشکلات جوړ" نه کړي.
نوموړي ټینګار پر دې کړی چې اوس باید د ده په وینا "د پراخو قربانیو" پایله کې د لاس ته راغلې ثمرې یا رامنځته شوي نظام د ساتنې او ځواکمنتیا لپاره کار وشي.
د طالبانو دفاع وزیر دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې د پاکستان بېلابېل جګپوړي چارواکي په دغه هېواد کې د بریدونو او امنیتي پېښو له ډېرېدو سره تور لګوي، چې ګوندې دغه بریدونه په افغانستان کې پلانېږي او دا چې بریدګر هم د افغانستان له خاورې ور اوړي.
د افغانستان لخوا له دغې دریځ سره هم مهاله د پاکستان بېلابېلو سیاسي، نظامي او ان اسلامپالو مشرانو بیا د افغان خوا ضد څرګندونې کړي او ان طالبان یې د دوحې تړون پر نه عملي کولو هم تورن کړي.
اونۍ وړاندې پاکستان کې د یوه بل اسلام پاله ګوند مشر مولوي فضل الرحمان هم طالبان هڅولي وه چې په پاکستان کې د ترهګرۍ خلاف ګامونه واخلي.
هغه د پاکستان حکومت ته وړاندیز کړی و چې له افغان طالبانو سره په دې اړه جدي خبرې پيل کړي.
د طالبانو د حکومت بېلابېلو چارواکو د پاکستان دا تورونه وار وار رد کړي او ډېر کله یې دا بې بنسټه ادعاوې بللي دي.
پاکستاني ځينو چارواکو له تورونو سره وخت نا وخته دا منلي چې افغان طالبانو ورته د پاکستان ضد خپلې خاورې نه کارولو بشپړ ډاډ ورکړی دی خو بیا هم د یوه بل پر ضد د د تورونو دا لړۍ د هرې امنیتي پېښې وروسته ګرمیږي.