هند د پاکستان لخوا دغه هېواد کې د هدفي وژنو تور رد کړ

د خپرېدو وخت

د هند حکومت د پاکستان دې تور ته توند غبرګون ښودلی،‌ چې وايي د هند استخبارات پاکستان کې دننه د دوو تنو په وژلو کې ښکېل دي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت پنجشنبه ادعا کړې وه چې د هند استخباراتو د "شاهد لطیف" او "محمد ریاض" ترور لپاره په پیسو کسان ګومارلي او دا چې دوی په دې تړاو کره شواهد لري.

د دغه وزارت د بهرنیو چارو سکرتر 'سایرس سجاد قاضي' په اسلام اباد کې یوه خبري کنفرانس ته وویل، د پاکستان امنیتي ادارو د هند استخباراتو لخوا دغو وژنو لپاره ګومارل شوي "کرايي قاتلان" او د هغوی نور اسانچاري نیولي دي.

هغه دا وژنې د نه منلو او د پاکستان له حاکمیته څرګنده سرغړونه وبلله.

ښاغلي قاضي زیاته کړه، چې هند په دې توګه نړیوال قانون تر پښو لاندې کړی او باید پړ وګڼل شي.‌

خو تازه نوي ډیلي دې ادعا ته په غبرګون کې ویلي چې ګوندې "دا د پاکستان لخوا د هند پر ضد د دروغو او ناوړه پروپاګند د خپرولو وروستۍ هڅه ده."

د هند بهرنیو چارو وزارت لخوا په یوه خپاره شوي بیان کې راغلي "لکه څنګه چې نړۍ پوهېږي، پاکستان له اوږدې مودې راهیسې د ترهګرۍ، سازمان شویو جرمونو او په نړیواله کچه د ناقانونه کړنو مرکز پاتې شوی دی. هند او نورو هېوادونو په زغرده پاکستان ته له غوږه تېر کړي چې پخپله به د خپلې ترهګرۍ او تاوتریخوالي د کلتور ښکار کېږي."

د هند بهرنیو چارو وزارت همدا راز زیاته کړې "پاکستان چې څه کري، هماغه رېبي... پر نورو باندې د خپلو ناوړه کړنو تپل نه توجیه کېدای شي او نه هم د حل لار ده."

پاکستان د هند استخباراتو لخوا دغه هېواد کې د وژنو دا تور تر هغې څو میاشتې وروسته رامخ ته کړی، چې کاناډا هم پر هند دغه هېواد کې د یوه سک بېلتونپالو د وژلو تور پورې کړ.

هند هغه تور هم رد کړی دی.

وژل شوي کسان څوک دي؟

پاکستان کې وژل شوي کسان شاهد لطیف او محمد ریاض نومېږي.

د شاهد لطیف په اړه ویل کېږي چې د یوې وسله والې ډلې غړی او د پټان‌کوټ د برید په تړاو هند ته مطلوب و.

محمد ریاض چې په ابوقاسم کشمیري هم مشهور و، د کشمیر اوسېدونکی دی.

د رویټرز خبري‌اژانس د هغه په اړه یوه رپوټ کې ویلي چې په کشمیر کې یې د هند خلاف وسله وال فعالیتونه کول.

ژورنالیست ماجد نظامي چې د کشمیر مسایل له نږدې څاري، وايي، محمد ریاض هم په بېلابېلو قضیو کې هند ته مطلوب و.

رپوټونو کې راغلي چې تر ابو قاسم کشمیري مخکې د هغه پلار او یو ورور هم وژل شوي دي.

شاهد لطیف د تېر ۲۰۲۳ کال په سپتمبر سیالکوټ او محمد ریاض د همدغه کال اکتوبر کې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمېر په راولاکوټ ښار کې د ناپېژانده کسانو لخوا په ډزو ووژل شول.‌

پر محمد ریاض د سهار د لمانځه پر مهال په جومات کې دننه او پر شاهد لطیف بیا له لمانځه وروسته د جومات مخکې په داسې حال کې ډزې شوې وې، چې کور ته روان و.

سایرس سجاد قاضي د پنجشنبې ورځې خبري غونډه کې وویل چې د محمد ریاض وژلو ته د هند د استخباراتو دوو غړو 'اشوک کمار انند' او 'یوګیش کمار' د خواله رسنیو له لارې د محمد عبدالله علي په نوم یو کس ګومارلی و او دغه کس د سپتمبر پر ۱۵مه د کراچۍ په جناح نړیوال هوايي‌ډګر کې الوتکې ته تر ختلو مخکې ونیول شو.

نوموړي زیاته کړه چې د یوګیش کمار په نوم هندي څارګر د شاهد لطیف وژلو لپاره په دریم هېواد کې یو کارګر پاکستانی 'محمد عمیر' کارولی او د هغه په مرسته یې پاکستان کې د مجرمانو یوې پنځه کسیزې ډلې په وسیله لومړی نوموړی پیدا او وروسته وژلی دی.

ښاغلی قاضي وايي، د هند استخباراتو دغو وژنو لپاره له ټکنالوژۍ او دریم هېواد کې له خپلو مرکزونو ګټه اخیستې او دا چې دوی دمګړۍ دې ته ځینې نورې ورته پېښې هم څېړي چې ښايي هند سره تړاو ولري.