شننه څه او شنونکی څوک دی؟

نظامي
    • Author, سيد عبدالله نظامي
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

شننې زموږ د خلکو لپاره ورځنۍ اورېدنې دي خو ښايي د هغو ټولنو پرتله چې د شنونکو مسلکیتوب یې پوخ دی، زموږ لپاره ډېر لږ وخت خبر جوړونکې وي.

زه په ۲۰۱۶ کې په هند او ۲۰۱۹ کې بريتانیا کې د کرېکټ د نړیوالو سیالیو په خبري پوښښ بوخت وم. لومړی وار چې د بي بي سي له لوري دغه دندې ته وګومارل شوم له سخت ذهني فشار سره مخ شوم. اندېښنه مې دا وه چې ما کلونه کلونه د جګړې خبریالي کړې او د وسله والو ډلو د فعالیتونو اړوند لیکنې خپروم نو څه ډول به یو وارې د کرېکټ ډګر کې د خبرو لپاره ودرېږم.

یو همکار مې د ډاډ لپاره راته وویل، ته د یوې پېښې د پوښښ او خبر ورکولو وړتیا لرې. کرېکټ، که د جګړې لومړۍ کرښه یا هم سیاسي پېښې وي یوازې دومره چې له رپوټ ورکولو وړاندې د ځان لپاره کورنۍ دنده وکړې او یو څه معلومات پرې ترلاسه کړې، ته خو په کرېکټ کې خبریالي کوې شننه خو نه کوې.

له هماغه ورځې د شننې ارزښت لوړ را معلوم شوی او ان په هغه برخه کې چې زه د اسلامي ډلو او وسله والو فعالیتونو اړوند کومې ارزونې هم لیکم که څه هم ژورنالیستکي وي بیا هم د کره والي لپاره یې بیا بیا لولم او تازه کوم یې.

کابل کې د یوې سیمه ایزې رسنۍ یوه مېلمه ور بلونکی پروډیوسر وايي، "د کابل په رسنیو کې د سیاست یا نورو چارو کار پوهان تر ډېره هغه خلک وي چې خبرې کولی شي نه دا چې د هغه برخې علمي یا کاري تجربه دې ورسره وي." د ده له خولې ده چې په تېر کې خو به کله کله ځینو کسانو په خپله هیله کوله چې "موږ شننې ته دروغواړئ او کله خو زموږ په خبر خونو کې د موادو د کمښت له امله هم موږ هر ډول خلک رابلل. "

په ډېرو ټلویزونونو کې هغو کسانو ته هم د سیاسي چارو شنونکي نوم اخیستل کېږي چې د یوه اړخ لپاره تبلیغ کوي یا د خپل زړه خبرې کوي، خو اصلا داسې نه ده شننه یو مسوولیت دی.

مايکونه

د عکس سرچینه، Getty Images

په نړیوالو رسنیو کې یوه شننه کله کله د نورو رسنیو لپاره سرلیک شي ځکه یو پټ اړخ یې راسپړلی وي.

د ښه شنونکي په اړه ویل کېږئ هغوی چې روښانه خبرې کوي، دلایل او لاسوندونه کاروي، تکراري ډول نه غږیږي، پر تجربو مسله روښانوي، خلک په خپلو څرګندونو نه ګنګسوي او موضوع نه پېچلې کوي غوره شنونکی بلل کېږي.

د پوهنتونونو استادان، او د بېلابېلو برخو کارپوهان د څه ویلو لپاره موضوع ته په پام وخت غواړي، او پوره چمتووالی کوي. د ۲۰۲۱ په سپټمبر کې ما په افغانستان کې د بې پیلوټه الوتکو د مرګوني میراث په اړه یو څېړنیز رپوټ چمتو کاوه. لندن کې د کېنګز کالج یو څېړونکی جک مکډونلډ مې په دې تړاو غاږوه، هغه د خپلو خبرو د چمتووالي لپاره یوه اوونۍ وروسته وخت راکړ چې خپل معلومات راسره شریک کړي. دا ښايي د خبریال لپاره اوږد انتظار وي خو د ده د خبرو له اورېدو وروسته رامعلومه شوه چې څومره کره او ګټورې وې او دغه ډول خبرې لوست او چمتووالی غواړي.

داسې هم نه ده چې شننه دې د ریاضي نه بدلېدونکې معادله وي. کله کله د حالاتو او شرایطو له بدلون سره ارزونه هم بدلېدلی شي.

د بېلګې په ډول د بي بي سي د منځني ختیځ د چارو مخکښ خبریال جریمي بوین د ۲۰۲۴ د اپرېل لومړیو کې له اسرائیلو رپوټونه ورکول. هغه د امریکايي چارواکو له لوري غزه کې د ولسي مرګژوبلې اندېښنې ته په پام خپله شننه کې وویل، "لومړی وزیر نتنیاهو له سخت فشار سره مخ دی او اسرائیل نه غواړي دا کړکېچ دې پراخ شي ځکه د یرغملو کسانو د کورنیو فشار هم د اسرائیلو حکومت په کور دننه ننګولی."

د ښاغلي بوین د خبرو له نچوړه داسې برېښېده چې یوه سیاسي حل ته واټن نژدې شوی.

د اپرېل پر ۱۳مه د ایران له لوري پر اسرائیلو له برید یوه ورځ وړاندې جریمي بوین وویل، "زما د تېرې اوونۍ د ارزونې خلاف داسې نه بریښي چې د غزې کړکېچ دې دومره ژر پای ومومي ځکه د اسرائیلو لومړی وزیر پر خپله خبره ټینګ او کړکېچ پراخېدونکی برېښي."

دلته د بي بي سي دې خبریال له ځانه کومه ارزونه نه درلوده. هغه د چارواکو له ویناوو، د جګړې د عملي ګامونو، او سیمه ایزو سرچینو له اورېدونو وروسته دغه شننه اوروله.

د شننې په اړه اکاډمیک بنسټونه څه وايي؟

بي بي سي

شننه د علمي مشاهدو، ارزونو او څېړنو پر بنسټ د یوې موضوع ژور اړخونه روښانول، او د تېر او اوسني حالت له غورځو پرځو په زده کړه د ممکنه پېښېدونکو حالاتو په تړاو روښانتیا ده.

نو ویلی شو چې شننه د خپل زړه او شخصي فکر زېږنده نه ده.

شنونکي د خیر پر غونډۍ ناست وګړي نه دي، هغوی هم په بشپړه معنا شنونکي نه بلل کېږي چې یوازې د یوه اړخ لید لري.

په بریتانیا کې د ګرینویچ پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځی پر خپلې پاڼې د "شننه او ارزونه څه ده" په نوم د یوه درس په لنډیز کې لیکي، "د شننې او ارزونې اړتیا دا ده چې موږ هغو پېښو ته چې یوازې ظاهر او ښکاره بڼه یې ګورو یو څه تم شو او ژوره کتنه ورته وکړو. د ټولو خبرو او پېښو ښکاره مخ پر واقعیتونو ولاړ نه وي، ډېر کله اصلي خبره ډېره پټه وي" دا لیکنه کاږي چې د یو څه ارزونه او معلومول اسانه کار دی همدا چې له ځانه وپوښتو د دې خبرې تر شا څه دي؟ د څه پوښتنه موږ دې ته اړ کوي چې په اړه یې څېړنه وکړو، شواهد ومومو او خبره تر هغه بریده چې شونې ده روښانه کړو.

د شننې او ارزونې لپاره مهمه ده چې له غږېدو یا لیکلو وړاندې یو لړلیک ځان ته تیار کړو چې باید په اړه یې معلومات وکړو.

که د افغانستان پر هوا او موسمونو کې پر بدلون د دغه برخې یو کارپوه ارزونه کوي نو دا به معلوموي چې د موسم دا بدلون څومره کمساری یا بې ساری دی، پایلې یې څه دي؟ کرنې او مالدارۍ ته یې زیان او د اوبو زېرمو ته یې ګټه څه ده. مانا دواړه اړخونه یې باید وسپړل شي. دا کارپوه هغه څوک کېدلی شي چې یا یې دې برخه کې اکاډمیکه څېړنه کړي وي او د افغانستان په هوا او له موسمونو سره یې اشنا وي او یا خو عملا دغه برخه کې کار کوي او له ټولو اړخونو یې خبر وي.

شننه په هره هغه برخه شونې ده چې په کې څه موندلو ته لاسرسی وي.

شننه او ارزونه په ډېرو پوهنتونونو کې د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو په پوهنځیو کې یو مضمون هم دی. د بریتانیا یارک پوهنتون یو له هغو پوهنتونونو دی چې د سیاسي شننې په نوم یو مضمون لري. دغه پوهنتون وايي، "له دې مضمونه زموږ د تدریس او ښوونې موخه دا ده چې زموږ زده کوونکي د نړیوالو اړیکو او سیاست په اصلي تیوریو، مفاهمو، تګلارو او د هغوی پر مسلکي کارونه وپوهوو."

د سیاسي علومو پوهان وايي، د ارزونې او شننې یوه اړتیا دا ده چې خلکو ته د پېښو او مسلو اصلي بڼه روښانه، پر راتلونکو پایلو یې خبر او په ځينو وختونو کې د خوندیتوب خبرداری اوروي. یوه بله ګټه یې دا ده چې هوښیار دولتونه علمي او مدللې ارزونې په خپلو تګلارو کې کاروي او د دغه څه لپاره د پوهنتون استادانو، کارپوهانو او اړونده ادارو کار ته لوړ ارزښت ورکوي.