د پاکستاني ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتې؛ د 'ای اېس ای' یو ډګرمن او ۳ پوځيان وژل شوي

د خپرېدو وخت

پاکستان کې د پوځي استخباراتو ادارې "ای اېس ای" یو ډګرمن 'مصطفی کمال برکي' سویلي وزیرستان کې وسله والو سره نښته کې وژل شوی دی.

د پاکستان پوځي د مطبوعاتو او عامه اړیکو دفتر 'ای اېس پي ار' وايي دا نښته سې شنبه د (جون ۲۱مه) د سویلې وزیرستان انګور اډې سیمه کې شوې.

اعلامیه کې راغلي چې په دې نښته کې ۷ نور پوځيان ټپي شوي هم دي، چې د ۲ روغتیايي وضعیت پکې نازک دی.

ای اېس پي ار وايي د استخباراتو دغه افسر یې خپل ژوند هېواد کې د سولې لپاره قرباني کړی او دا چې دفاعي ځواکونه او استخبارات به یې د خاورې له لوېشت لوېشتې د ترهګرو پاکولو له هوډه په شا نه شي.‌

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر په همدې ورځ یوې بلې جلا اعلامیه کې په ډیره اسماعیل خان کې هم وسله والو سره د ډزو تبادله کې د خپلو دریو پوځیانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

دې اعلامیه کې راغلي‌ چې وسله والو د دوشنبې او سې شنبې ترمنځ پر شپه سیمه کې د پولیسو پر یوه پوسته ډزې وکړې او امنیتي‌ ځواکونو د دې لپاره چې د بریدګرو د تېښتې مخه ونیسي،‌ سملاسي ټوله سیمه کلابنده کړه.

د پاکستان پوځ وايي په دې لړ کې بالاخره درې وسله وال د ډېره اسماعیل خان 'ساګو' سیمه کې تعقیب او د ډزو تر سختې تبادلې وروسته ووژل شول.

خو په دې نښته کې د پاکستان پوځ یو حوالدار 'محمد اظهر اقبال' او دوه سرتېري نیک محمد اسد او محمد عیسی هم وژل شوي دي.‌

د ای اېس پي ار اعلامیه کې راغلي چې دغلته له احتمالي پاتې ترهګرو د سیمې پاکولو عملیات لا دوام لري.

د پاکستان پوځ په اعلامیو کې که څه هم دا نه دي ویل شوي، چې دا نښتې د کومې وسله والې ډلې له غړو سره شوې او په دغو سیمو کې د پاکستاني طالبانو تحریک یا "ټي ټي پي" فعال دی.

اسلام اباد وايي د ټي ټي پي‌ غړي افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري او دا چې ګوندې له همدغو پټنځایونو خپل فعالیتونه تنظیموي.‌

خو پر افغانستان د طالبانو واکمن حکومت بیا تل دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي‌ چې اجازه نه ورکوي، د افغانستان خاوره د کوم ګاونډي خلاف وکارول شي.