تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني پوځيانو ځانمرګی برید؛ "لږترلږه لس سرتېري ټپي شوي"
ډیورنډ کرښې ته څېرمه شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ پر کاروان ځانمرګی برید شوی چې رپوټونه وايي لس سرتېري پکې ټپيان دي.
سرچینو ویلي چې د درېو ټپیانو وضعیت نازک دی او درمنلې لپاره بنو کې پوځي روغتون لېږدول شوي.
د پاکستان پوځ مطبوعاتي دفتر تر اوسه د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.
خو د پاکستاني رسنیو رپوټونو کې د ځايي چارواکو په حواله ویل شوي د پوځيانو یو کاروان له میرعلي - میرانشاه ته روان و، چې ښادي مارکېټ ته نږدې پرې یوه موټرسایکل سپاره ځانمرکي برید وکړ.
تر اوسه ددغه برید مسوولیت چا نه دی منلی.
دا برید داسې مهال شوی چې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) د دغه هېواد حکومت سره تر نامالومې نیټې اوربند اعلان کړی.
دا اوربند د دواړو خواو ترمنځ افغانستان کې د طالبانو حکومت په منځګړیتوب د ترسره شویو مذاکراتو پایله کې اعلان شوی.
په دې لړ کې د پاکستان حکومت د شنبې پر ورځ اعلان وکړ چې د دې هېواد د پارلمان یوې ځانګړې کومېټې پوځ ته واک ورکړی چې له پاکستاني طالبانو سره د سولې او اوربند لپاره مذاکرات وکړي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله یوې خبري ناستې ته ویلي و، دا مذاکرات به د پاکستان د اساسي قانون په چوکاټ کې کېږي او هېڅ داسې شرط به ونه منل شي چې اساسي قانون سره په ټکر کې وي.
پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د ځايي اوسېدونکي په حواله لیکلي چې پاکستاني ځواکونو له دغه برید وروسته د میرعلي او میرانشاه ترمنځ لار تړلې ده.
د تېرې می میاشت پر ۳۰مه هم د شمالي وزیرستان رزمک کې پر پوځیانو ځانمرګی برید شو و.
پاکستان کې پر ټي ټي پي سربېره داعش وسله وال او بلوڅ بېلتونپال هم فعال دي.
پاکستانيځواکونو ویلي چې د شنبې پر ورځ یې د شمالي وزیرستان غلام خان سیمه کې داعش وسله والو سره نښه کې درې وسله وال وژلي دي.