طالبان: د جواز نه غځوونکو رسنیو دوسیې مو محکمې ته استولي

د عکس سرچینه، @AbdulHaqHammad2
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، د هغو رسنیو دوسیې یې محکمې ته استولي چې د جوازونو قانوني موده یې پوره شوې وه او په اړه یې شکایتونه شوي دي.
دوی وايي، په دوی کې تر ډېره هغه رسنۍ شاملې دي چې مسؤلین یې له هېواده بهر اوسېږي او خپل جوازونه نه غځوي.
وړاندې رسنیو داسې رپوټونه ورکړي وو چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هغو رسنیو مسؤلین محکمې ته ورپېژني چې د حکومت په ضد تبلیغات کوي.
بله خوا، د افغانستان خبریالانو مرکز په یوه اعلامیه کې د هغه څه په اړه اندېښنه ښوولې وه چې دوی یې د نظام د تخریب له کبله د ازادو رسنیو تورنول بولي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د دوی له بار بار غوښتنو سره یې بیا هم یادو رسنیو خپل جوازونه نه دي نوي کړي.
د دې وزارت د رسنیو د څار مشر عبدالحق حماد وايي، په دوی کې تر ډېره خبرپاڼې شاملې دي چې د فعالیتونو په اړه یې شکایتونه هم شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
نوموړی وایي، د رسنیو د سرغړونو کمېسیون درې وارې ددغه ډول رسنیو مسؤلین ورغوښتي چې دغه ستونزه حل کړي، خو په وینا یې د ځینو هغو مشران له هېواد بهر دي او ځینې نه دي حاضر شوي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه اعلامیه کې د نظام د تخریب په تور د ازادو رسنیو تورنولو او محکمې ته د هغوی په ورپېژندلو خواشیني ښودلې. دې مرکز له طالب چارواکو غوښتي چې پر خپلې پریکړې دې بیا غور وکړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیو د څار مشر عبدالحق حماد وايي، دوی د هغو رسنیو دوسې محکمې ته استولي چې غیر قانوني فعالیت کوي او د نظام په ضد ناقانونه تبلیغات کوي.
په افغانستان کې د طالبانو له حاکمیت راهیسې د رسنیو په فعاليتونو محدوديتونه او د خبریالانو زنداني کول هغه موارد دي چې نړیوال سازمانونه او د خبریالانو د ملاتړ بنسټونه یې اندېښمن کړي دي او وار په وار پرې نیوکې شوي دي.






















