په غزه کې د اوربند او یرغمل شویو کسانو خوشې کېدو لپاره د خبرو بل پړاو پیل شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو منلې، چې د یرغمل شویو کسانو د خوشي کېدو لپاره د خبرو نوی پړاو پیل شوی دی.
له دې سره هممهاله قطر اعلان کړی، چې غزه کې د جګړې درېدو او د یرغمل شویو اسرائیلو خوشې کېدو لپاره نوې ډېپلوماټیکې هڅې له سره پیل شوې دي.
د دواړو خواوو له دې تایېد سره اسرائیلي چارواکو ویلي "کومې هوکړې ته رسېدل ډېر اسانه هم نه دي."
حماس هم ویلي، تر هغې به له نوې پرېکړې سره هوکړه ونه کړي چې اسرائیلو د فلسطین پر وړاندې هر ډول نظامي عملیات درولي نه وي.
له دې مخکې د قطر د لومړي وزیر او د اسرائیلو د استخباراتي ادارې موساد د مشر تر منځ د خبرو رپوټونه هم ورکړل شوي.
د دې تر څنګ د ځينو اروپايې هېوادونو لخوا هم په غزه کې د سملاسي اوربند غږونه او فشارونه ډېر شوي دي.
فرانسه، جرمني او بریتانیا له هغو هېوادونو دي چې په داسې اوربند یې ټینګار کړی چې پایداره سولې ته زمینه برابره کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د اوربند او د حماس په لاس د لسګونو اسرائیلي بندیانو د خوشي کېدو په سر نوې خبرې داسې مهال پیلیږي، چې اسرائیلي ځواکونه د خپلو برمته شویو خلکو د وژنې له کبله په کور دننه هم له نېوکو سره مخ دي.
پوځ په دې اړه خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې دغه درې تنه د غزې په شمال کې د "شجاعیه" په ګاونډ کې د عملیاتو پر مهال د اسرائیلي پوځیانو په ډزو کې وژل شوي دي.
د دې تر څنګ د اسرائیلو کابینې د دې دریو یرغمل شویو کسانو چې د دوی په ټکو په 'بې خبری وژل شوي' د وژنې مسولیت منلی او په دې اړه یې خپله ژوره خواشینې څرګنده کړې ده.

د عکس سرچینه، HOSTAGE AND MISSING FAMILIES FORUM
داسې اټکل کیږي، چې د اسرائیلو جنګي کابینه له دې کبله د فشارونو لاندې ده او د پاتې یرغمل شویو کورنۍ د خبرو پیل ته خوشبینه دي.
له دې مخکې د ډېسمبر په لومړیو کې د ۷ ورځني اوربند پر مهال له اسرائیلي زندانونو ۲۴۰ فلسطینیان او دغه راز د حماس له لوري ۱۱۰ یرغمل شوي کسان خوشي شوې وو.
په داسې حال کې چې د اسرائیلو لخوا د غزې په بېلابېلو سیمو کې سخت عملیات روان دي، اسرائیلي ځواکونو تېره ورځ د خپلو دوه سرتېرو د وژل کېدو رپوټ ورکړی.
ویل کیږي له دې نویو تلفاتو سره له هغه مهال راهیسې چې په غزه کې اسرائیلو ځمکني عملیات پیل کړي د وژل شویو اسرائیلو عسکرو شمېر ۱۲۱ تنو ته رسیدلی دی.





















