تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر: فلسطينیان نه باید د غزې د پرېښودو لپاره له فشار سره مخ شي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هم چې په دوحه کې دی په دغه برید کې د وژل شوي خبریال حمزه الدحدوح په اړه وپوښتل شو، وویل چې هلته د هر ملکي وژل کېدل ناورین دی:
"دا له تصور لوړ ناورین دی او لکه څرنګه چې ما وویل همدا هلته د ډېرو زیاتو بې ګنا فلسطيني نارینه، ښځو او ماشومانو حال دی. ملکیان، خبریالان، فلسطينیان او نور. د خبریالانو د خونديتوب کمېټې ویلي چې نږدې اویا خبریالان په غزه کې وژل شوي. "
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سیمې ته د خپل سفر په اوږدو کې د اسرائيل د ځینو هغو وزیرانو څرګندونې هم غندلې چې له غزې بهر يې د فلسطينیانو د مېشتولو غوښتنه کړې او دا رنګ څرګندونې يې لمسوونکې او غیرمسؤولانه بللې.
هغه ویلي، فلسطينیان نباید د غزې د پرېښودو لپاره له فشار سره مخ شي او د حالت له ښه کېدو سره باید خپلو کورونو ته د تګ اجازه ورکړل شي.
بلېنکن زیاته کړې چې هغه به د اونۍ په پای کې له اسرائیلي مشرانو سره په کتنه کې له هغوی دا هم وغواړي چې د ملکي وګړو د تلفاتو مخه ونیسي او هلته د مرستو ورتګ ته اجازه ورکړي. خو امریکا د غزې د جګړې له پیله اسرائيل ته وسلې او مهمات هم ورکړي او ديپلوماتیک ملاتړ يې هم کوي.
د رپوټونو له مخې د غزې په شمال کې د کډوالو پر یوه کمپ د اسرائيلي هوايي بریدونو له امله لوړ شمېر ملکیان چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي وژل شوي. اسرائيل لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
د غزې په سوېل کې هم لسګونه فلسطينیان وژل شوي.
حماس او عيني کتونکي وايي چې لوړ شمېر ملکیان د غزې په شمال کې د جبلیه کډوالو کمپ کې پر یوه ودانۍ د اسرائيل د هوايي برید له امله وژل شوي. د پېښې د ځای تصویرونو کې ګڼ جسدونه ښکاري چې په خاورو او ورانیو کې پراته دي چې ډېری یې هم ښځې او ماشومان دي.
له دې سره جوخت د غزې له سوېلي خان یونس ښاره هم راپورونه وايي چې لږ تر لږه له شپېتو ډېر ملکي فلسطينیان هلته هم وژل شوي دي.
له دې ټولو سره هممهاله د اردن سیند په لوېدیځه اشغال شوې غاړه کې هم تاوتریخوالی ډېر شوی او په دغو نښتو کې لږ تر لږه اته فلسطينیان او دوه اسرائيلیان وژل شوي.
دا داسې مهال دي چې د غزې په سوېل کې د خبریالانو پر یوه ګاډي د اسرائيل د هوايي برید له امله د خبریالانو د وژنې په غبرګون کې توند غبرګونونه هم روان دي او الجزيرې خبري شبکې له نړیوالې جنايي محکمې غوښتي چې اسرائيل د دغو زړه بوږنوونکو جنایتونو له امله محاسبې ته راکاږي.
حمزه الدحدوح په غزه کې د الجزیرې د مشر وائل الدحدوح زوی دی چې له وړاندې يې په اکتوبر کې په یوه بل هوايي برید کې هم مېرمن او ماشومان وژل شوي وو.
که څه هم اسرائیل رد کړې چې ګنې دوی دې خبریالان په نښه کوي. د اسرائيل د لومړي وزیر سلاکار مارګ رېګېف ویلي په دې اړه څېړنې کوي:
"کله چې تېروتنه وشي، موږ يې پلټو. خو باید واضح ووایو چې اسرائيل په قصدي ډول پر خبریالانو برید نه کوي."