اروپايي‌ ټولنې له افغان ماشومانو سره لس میلیونه ډالره مرسته اعلان کړې

افغانستان

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د خپرېدو وخت

د افغانستان لپاره د اروپايي‌ ټولنې استازولي وايي،‌ په دغه هېواد کې یې په لومړنیو ښوونځیو کې هلکانو او نجونو ته د خوراکي توکو‌ لپاره ۱۰ میلیونه ډالره مرسته کوي.

د افغانستان لپاره د اروپايي‌ ټولنې مرستیالې رفایل لوډېس ویلي، دغه لس میلیونه ډالره د خوړو نړیوال پروګرام له لارې مصرفېږي او قرارداد یې نن (شنبه) لاسلیک کړی دی.

نوموړې په اېکس لیکلي‌، پر دغې مرستې به "د لومړنیو ښوونځیو دوو میلیونو نجونو او هلکانو ته" هغه بیسکټ‌ ورکول کېږي چې پياوړي غذايي مواد لري.‌

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

د خوړو نړیوال پروګرام له ډېرې مودې راهیسې د افغانستان په ښوونځیو کې زده کوونکو ته بیسکټ او ځینې نور داسې غذايي‌ توکي ویشي چې د خوارځواکۍ پرضد مقاومت کوي.

د اروپايي‌ ټولنې دغې استازې ویلي، په ښوونځیو کې د خوراکي توکو وېش دا مرسته هم کړې چې کورنۍ خپل ماشومان ښوونځیو کې شامل کړي‌ او غیرحاضري ونه کړي.‌

د خوړو د نړیوالي ادارې وروستۍ شمېرې ښيي، چې د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې سخته خوارځواکي اوسمهال تر بېړنۍ کچې رسېدلې.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي د دغه هېواد له دریو تر څلور میلیونو پوري ماشومان له خوارځواکۍ رنځ وړي، خو وایي د همکارو موسسو په مرسته يې درملنه روانه ده.

افغانستان

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د روان زیږدیز کال له پیله تر دې دمه، یوازې په روزګان کې ۲۵ زره او په هلمند کې شاوخوا ۸۰ زره ماشومان د سختې خوارځواکۍ له کبله په ولایتي روغتونونو کې بستر شوي دي.

دا په دې مانا، چې دغه دوو ولایتونو کې په هرو نهو ماشومانو کې، چې عمرونه يې له پنځو کلونو کم دي یو يې له خوارځواکۍ کړېږي.

د روزګان مرکز ترینکوټ د مرکزی روغتون د خوارځواکۍ د درملني د څانګې ټول بسترونه له داسي ماشومانو ډک دي، چې له ورایه د خوارځواکۍ نښي په کې ښکاري لکه لږ وزن، له څرمني لاندي راوتلي هډونه، بې سېکه څېره او ډنګرې پښې او لاسونه.

د اروپايي‌ ټولنې مرسته ښايي دومره نه وي چې د ټولو خوار ځواکه ماشومانو لاسنیوی پرې وشي، خو ښايي لږ تر لږه په ښوونځیو کې د ځینو بې وزلو د خوارځواکۍ حالت کابو کړي.